د افغانستان او امریکا دوره او د منافقت سفارت کاری

دا سرګنده ده چې نواز شریف امریکا ته د پاکستان او امریکی تر منځ د اړیکو د ښه کیدو د پاره نه وو غوښتل شوی، بلکه امریکا نواز په افغانستان کي د امریکی د کمزوری پوزیشن په سبب ورغوښتی وو. نوري ستونزي د امریکا لپاره موهیمي نه وي.

نواز شریف له دی ځایه پیغام یا لیک وروړ او له هغی خوا یې بل راوړ. کله چې دواړه خواوی برابري نه نو ایجنډا او پریکړه دواړه پیاوړی یا طاقتور لوری کوي. او کومه اعلامیه چې په ګډه جاري شوه په هغه کي هم سفارتی مکاري موجوده وه، چې د پاکستان او نورو اولسونو د پاره پکي د خوښۍ هیڅ هم نه وو. خو متن یې داسی لیکلی وو چې د حکمرانانو پرده پکی خوندی وه او اولس هم په امید وي.

په تیرو ورځو کي د طالبانو په کندوس قبضه او د افغان ملی فوځ کمزوری د امریکا د هغې نامردۍ غمازی کوي چې امریکا په عراق او نورو ځایونو کي ورسره مخامخ ده. په ۲۷ نومبر د افغان اولس مشر د مشرۍ لومړۍ کلیزه وه په هم هغه ورځ طالبانو په کندوس قبضه د دولت رښتونی کیفیت سرګندوي. کندوس درې سوه زره نفوس لرونکی ښار دي او له همدی لاری د سلګونو کلونو را په دی خو د تاجکستان سره تجارت دوام لري. په تیرو څوارلس کالو کي دا تر ټولو موهیم ښار دي چې طالبانو تر ولکې لاندي کړي دي. د طالب مشر ملا اختر منصور مورال له دي سره لوړ شو. او دي پیښې د افغانستان ریاستی اداري فوځ او استخباراتی اداري تر پوښتنی لاندی راوستې؟ د باندنیو جنګیالو افغانستان ته د ورننوتلو لړۍ هم روانه ده، او په داسی عملیاتو کي د همدی جنګیالیو موهیم رول وي. یو حقیقت چې موږ ته سرګند شوه دا دي چې په دي څورلس کلنی جنګ کي د امریکا او د دوي جوړ کړل شوي افغان دولت تله د مقابل لوری په پرتله څپکه ده. په تیرو ۷ میاشتو کي ۴۷۰۰ افغان فوځیان وژل شوي او ۷۸۰۰ ټپیان شوي دي، د تښتیدونکو شمیره هم ډیره ده چې حساب یې نه دي مالوم. افغان دولت په پراخه پیمانه په اداري درغلیو ککړ دي کورنۍ جګړی او تشدد دومره ډیر شوي دي چې دشام څخه وروسته افغانستان دوم هیواد دي چې خلګ او په خاصه توګه ځوانان اروپا ته تری کډه کوي. د کندوس څخه طالبان په ښا وتمبول شوو، خو د دي جنګ وروسته د جان کیمبل په غوښتنه اوباما د افغانستان څخه د نورو امریکای فوځیانو وتل وځنډول. ۹۲۰۰ امریکاې فوځیان اوس هم په افغانستان کي شتون لری او الوتکی هم شته. دا یو چاته هم نده سرګنده چې د دي میښتوب پای به کله رارسیږي. اشرف غنی نور افغان چارواکي او امریکا کله په ښکاره او کله په پټه آي ایس آي په دي کار کی ښکیله ګڼی. د ۲۰۰۱ را په دی خوا پاکستان او امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کي سره ملګری دي خو د تورونو لړۍ هم دوام لري. په افغانستان کی د پاکستان دلاس وهنی ناري هغه څوک وهې چا چې همدا لوبه په خپله پیل کړی وه. په هغه وخت کی د ثور انقلاب د ځپلو د پاره کرل شوی ډالر جهادیان د ازادۍ جنګیالی (فریډم فایټرز) وو او د دوي په تیارولو یې پاکستان ته تحفی او شاباسونه ورکول. د سی آی اي تر ټولو ستر د سایکلون په نوم عملیاتو مقصد د پاکستان په مرسته د مذهبی بنسټپالو راپورته کول وو. د وژنی او بربادۍ دا لوبه امریکاې زبیښاک افغانستان ته د شوروی اتحاد تر راتګ ۶ میاشتي له مخه پیل کړي وه. د ۲۸ اپریل ۱۹۷۲ انقلاب چې د پانګوالی ځمکیالیتوب او ورسته پاتی والی د له منځه وړلو د پاره وشو د هغه څخه مسکو هم نه وو خبر.دافغانستان دا انقلابی دولت تر ۱۹۷۹ پوری د مسکو د اثر څخه ازاد خپلواک دولت وو حتیَ د افغان انقلابی دولت ډیری پالسیانې د شوروی اتحاد بیروکراسی یا واکمن ماموریت ته د منلو وړ نه وي. په ۲۹ ستمبر چې شوروی افغانستان ته ننوت هغوي چې تر ټولو لومړی کوم څوک شهید کړ هغه کوم مجاهد نه وو بلکه د خلک ګوند منشی او د اولس مشر حافظ الله امین وو چې یو سپیڅلی کمیونست وو.  د ثور انقلاب وروسته په بزګرانو ځمکی وویشل شوی جنسی یوالی او برابرۍ د پاره اقدامات وشو په ټول هیواد کي د زدکړو د خوراوی کمپاین پیل شو، د بیارغونی کارونه پیل شو، د سودي نظام ځنځیرونه وشلول شوو. دا ټول څه د افغانستان په څیر یوي وروسته پاتې ټولنه کي تر سره شوو چې د امریکا د ګټو د پاره د ترخو زارو په څیر وو. دا انقلاب د ټولې سوهیلې اسیا د خواریکښانو د پاره د رڼا او لار ښونې په څیر وو. پانګوالی او استعماري تیری یې په کلکه ننګولی وو . د دي انقلاب د ځپلو د پاره امریکا لومړی لا ډالر جهاد پیل کړ دا ویلی شو چې په افغانستان د امریکاي ربیښاک تیری ۱۴ کلن نه دي بلکه د تیرو ۳۸ کالو څخه دوام لري. او دي هر څه د پاکستان ټولنه هم په ترهګرۍ، تور اقتصاد او انشار کي راګیر کړي ده. نواز شریف په واشنګټن کی رسنیو ته د وینا په مهال دوې موهیمي خبری وکړي یوه دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوینی رښته ده او دومه خبره یې په نه زړه دا وکړه چې په افغانستان کي د سولی د خبرو د پاره د طالبانو په ضد باید عملیات ودرول شي.(خو موږ وایو) هو دا یو داسی د وینی رښته ده چې په ۱۸۹۳ کی انګلیس استعمار د ډیورنډ کرښی ټپ د پښتنو د ویشلو د پاره تر سره کړ نن د پاکستان واکمنان په دي کرښه کندکونه او کاریزونه کاږی او دا ټپ یا زخم نورهم ژوروي. له بلی خوا که موږ وګورو نو داسي ښکاري چې پاکستانې واکمنانو د پاکستانې طالبانو سره د خبرو څخه څه نه دي زدکړي. د طالبانو سره ډیري خبرې په دي نږدې تیرو وختو کي وشوي چې تر پیل کیدو له مخه به ختمي شوي. دی ته وای چې تړونونه کیږي او ماتیږي. ایا طالبان د یو مشترک قوت په توګه وجود لري؟ که په پاکستان کي په درځنو ډلګۍ طالبان دی یا ځان ته طالبان واي نو په افغانستان کي هم څه کمي ډلي طالبان نه دي بلکه بیلابیلې ډلي دي. په تور اقتصاد رالوی شوي پالل شوي دا ډلي او د دوی دولتی اوغیر دولتی سرپرستان کومه سپڅلی جګړه نه کوي بلکه د دوی مالی ګټی د دوي د وفاداری تعین او حدود ټاکي. په ملیاردونو ډالره نښیې توکې او تور اقتصاد او دهغوي ویش د دوي د دښمنانو او دوستانو حدود ټاکي. په دی وینو تویولو کي ډیروالی او کموالی کله ناکله راځي. تر څو مارکیټ د لوټ مار او ګټی دا نظام ولاړ وي تر هغو به دا جنګونه اوکورنۍ جګړي دوام لري. لومړی دا لوبه ډیره ساده وه خو نن ډیر نوی لوبغاړي هم په دي لوبه کي ښکیل دي.

په افغانستان کي تر ټولو لویه پانګه چین کړي ده ایران او هند هم خپلې لاسوهنې روانې ساتي. امریکه او پاکستان خو د دي لوبي پخوانی لوبغاړی دي. طالبان اوس اخستل کیږي نه د دوی ترور او وحشت اوس په کرایه هم تر لاسه کیدی شي. د دوی قیمت اوس دومره لوړشوی دي چې د استعمارچیانو څخه ۶۰ سلنه غواړي. او د قیمت لوړولو د پاره نور ترور او وحشت ته اړتیا ده ځکه خو دا کورنۍ جګره نوره هم تیزه شوه. خو په تیرو څلورو لسیزو کي د ډیورنډ کرښی دواړه غاړي پروت تر ستم لاندی محکوم  اولس د استعمار وحشت د ریاستونو جبر د بنسټالو د بربریت زخمونه يا ټپونه خوړلي او لیدلي دي. د پانګوال نظام په دی اور کی رالوی شوی یو ځوان نسل اوس ډیر ښه پوهیږي چې د واکمنی ټولۍ هر فرد هر نظر او هر اړخ د محرومی او ذلت نمایندګی کوي. او هغوۍ به خپل شعوری اظهار ډیر ژر پیل کړي او د ثور انقلاب نیمګړی سفر به یو ځل بیا پیل شي.