چین پاکستان اکنامک کوریډور، اصل حقیقت څّه دي؟

په داسی حال کي چې ده پاکستان ۸۲ سلنه ابادي ده صحت د جدیدو اسانتیاوو څخه بي برخي دي، خپله درملنه په غیر ساینسي بنسټونو کوي، د پاکو اوبو اسانتیا نه لري، هر کال پنځه سوه زره میرمني د اولاد زیږیولو په وخت د مرګ کومي ته لویږي، چیری چې تور ژړی، ټی بی، ملریا،او نورې د رغوني وړ ناروغۍ رغونه نه موندل کیږي، ۶۰ سلنه ابادي د خوراکې کمښت سره لاس او ګریوان وی او هره ورځ ۱۱۳۲ ماشومان د لوږي غربت او د ډول ډول ناروغیو له کبله مري، او د سرکاري راپورونو سره سم د زده کړی فیصدي د تیرو اوو کلو په جریان کي د ۶۰ څخه ۵۸ ته را لویدلې ده. په یو داسي ټولنه کي نوري کومي داسي بدبختۍ شته چې لا به نور هم انسانې ژوند تباه کوي؟

خو د دي ټولو ټولنیزو او اقتصادي بدبختیو باوجود د سیاست او رسنیو په ډګر د څه مودي راسي د ګوادر کاشغر لاري ( روټ) په هکله بعثونه او سیاسي احتجاجونه روان دي. په بلوچستان، سیند او پښتونخوا کي د لیبرل سیکولر ګوندونو نه واخله تر مذهبي مدني ټولنو پوري ټول سراپا احتجاج دي چې روټ دي په مغربي لاره تیر کړ شي. دوي دعوه کوي چې د پنجاب واکمنان نه غواړي چې دا روټ په مغربي لاره تیر شي.

ده چین پاکستان اکنامک کوریډور په هکله د پاکستاني رسنیو او سیاسی ګوندونو له خوا ډیر امیدونه تړل کیږي. د پوهانو مطابق چې دا یو میګا پروژه ده چې د پاکستان په جنوب مغرب کي به د ګوادر بندرګاه د شاراګانو او ریلوي نیټ ورک په زریعه د شمالي پاکستان سره تړلې د چین خپلواکي سیمي سینکیانګ سره و نشلوي. او د پایپ لاینو په زریعه به د تیلو او ګیس ترسیل کیږي. دا معاشی کوریډور به د ګوادر څخه تر کاشغر پوري ۳۰۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.د رغوني خرس به یې ۴۶ بیلین ډالره وي. دا به د چین د ۲۱ پیړۍ د شاهرای ریشم منصوبي برخه وي د ټرانسپورت انفراسټرکچر څخه پرته به د دي منصوبی څخه ټیلی کمیونیکیشن او تواناي انفراسټرکچر هم رغول کیږي. د ګاردین اخبار په وینا چین نه صرف د پاکستان د پاره ډیر موهیم انفراسټرکچر جوړولو وړاندیز کوی بلکه پاکستان د خپل وسیع تر معاشی او سټراټیجیکو ګټو د پاره موهیم ملګری جوړول غواړي په دي پروجکټ سره به د چین د پاره تجارتي لاري پرانستل شي او چین به په وسایلو مالامال منځنی ختیځ ته د بهیره عرب په لنډه لاره رسای ومومي همداسی د رایټر نیوز ایجنسی په وینا چې په نومبر ۲۰۱۴ کي چین دولت اعلان وکړ چې چیني کمپنې به په پاکستان کي د تواناي او انفراسټرکچر د رغوني د پاره ۴۵.۶ بیلین ډالره پانګه پراهم کوي رایټرز ته د میلاو شوو دستاویزاتو مطابق چین په توانای کي ۳۳.۸ بیلین ډالر او په انفرسټرکچر کي د۱۱.۸ بیلین ډالرو پانګوني ژمنه کړي ده. په دي پانګونه کي د ګوادر بندرګاه دپاره ۶۲۲ میلیار ډالره ځانګړي کړی شوي دي د ځنو راپورونو په وینا د کوریډور د ساتني د پاره به په ۱۲۰۰۰ پاکستاني پوځیانو مشتمل يو ډیویژن هم جوړیږي. چي دا به د ګوادر او کوریډور ساتنه کوي.په همدی طریقه به چین د ګوادر له لاري په بهر هند خپل اثر رسوخ زیات کړي ځکه چې بهر هند د بهر اوقیانوس او بهرالکایل تر منځ د تیلو د تر سیل موهیمه لار ده په موجوده وخت کي چین د خپلو تیلو ۶۰ سلنه د منځني ختیز څخه واردوي او د دي تیلو ۸۰ سلنه برخه د ابنای ملاکه په لاري چین ته رسیږي چې ډیره اوږده او د خطر ډکه سمندری لاره ده.

په دی کي هیڅ شک نشته چې پاکستان د مظلومو قومونو زندان دي او ‎پاکستانی ریاست د تیرو ۶۵ کالو څخه په مظلومو قومونو خپل جبر جاري ساتلی دي  په داسي هال کي که ریاست مظلوم او محروم قومونه د دي انفراسټرکچر نه محرومه کوی نو دابه ډیر لوی تیری او په زخمونو د مالګو پاشل وي، خو لاکن اصل سوال دادي چې د ګوادر کاشغر روټ په هکله چې د چېن له خوا د ۴۶ بیلین ډالرو کومه پانګه کیږي د دي پانګوني کردار څه دي؟ د دي پانګوني شرایط څه دي؟ د دي بانګونی سره به څومره روزګار پیدا شي او دا روزګار به څنګه پیداشي؟ په نن دور کي چې کومه خارجه پانګونه کیږی د هغي ټولنیز او اقتصادي اثرات څه وي؟

د هر هیواد خارجه پالسي په خپل اساس کي د هغه هیواد د داخله پالسي تسلسل وي د دي اصول په رڼا کي که موږ د چین په پاکستان کي د پانګوني په کردار ځان پوهول غواړو نو لازمه دا ده چې موږ په داخل د چین په اقتصادی، سیاسي، ټولنیز او ریاستي ډهانچه ځان پوه کړو نو هله بیا موږ د چین په خارجه پانګونه او د هغي په کردار او اثراتو ځان پوهولی شو. د راپورونو له مخي دافریکا نه وروسته په ټوله نړۍ کي د غربت او امارت لوي خلیج او د دولت غیر منصفانه تقسیم په چین کي موجود دي. د فاینانشیل ټایمز راپور په وینا په چین کي یومیه په يوډالر ګوزران کولو انسانانو شمیره ۹۳۸۷۰۰۰۰۰ ده مانا په چین کي ۹۳۸۷۰۰۰۰۰ انسانان د غربت تر لیکی لاندي ژوند کوي او داسی د چاینا لیبر بولیټن مطابق په  ۲۰۱۴کي صنعتي مزدورانو ۱۳۷۹ اعتصابونه وکړو له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۶ پوري د اعتصابونو شمیر ۲۷۷۴ ته ورسیدوپه دي اعتصابونو کي ۷۰ سلنه اعتصابونه د اجرت د نه ورکولو په ضد وو. د چین د دولتی راپورونو مطابق په چین کي د بیکارو خلګو شمیره د ۴۰نه واخله تر ۵۰ کروړه پوري رسیږي.

په چین کي چې کوم کمیونست ګوند واکمن دی چې په بنیادي توګه نه کمیونسټ دي او نه هم ګوند دی بلکه د مافیا پانګوالو يوه ټولۍ ده چې نه یواځي یې په داخل د چین کی خواریکښ اولسونه تر جبر لاندي ساتلي دي بلکه په افریکا لاتیني امریکا، اسیا او افغانستان کي د خپلي استعماري بانګوني په مرسته دا هیوادونه او د هغوې اولسونه د ذلت او بربادۍ سره مخامخ کړي دي. په افریکا کي چې نن کوم غربت او ټولنیزي ناخوالي دي په دي کی یو لوی لامیل د چین د زبیښاکي پانګوني دی جالبه دا ده چې په نږدي افغانستان کي تر ټولو لویه پانګونه د چیني استعمار ده په لوګر کی د کاپر ماین چې د نړۍ تر ټولو لوی د کاپرو ماین دی د چیني استعمار په ولکه کي دی د دي ماین نوم اریانک کاپردی همداسي د اکانومیست د يو راپور له مخي د امو سیند او د شیرخان بندر په شاوخوا کي په بیلینو ګیلنو د تیلو زیرمي دي چې د کرزي په وخت کي چینې استعمار ته ورکړی شوي دي او په دي بدل کي يې رشید دوستم ته چې یو ظالم جنګسالار دی ته ډیري پیسي د ر شوت په توګه ورکړي دي.

د دي پورتنیو حقایقو په رڼا کي چې اشرافیه کومه پانګونه کوي د دي مقصد که له یو خوا جغرافیای، سټرټیجیک او سیاسي مفادات او د چیني پانګوالو کمپنیو په شرح منافع کي زیاتوالی دي له بل خوا د پاکستان د حکمراني طبقي، ریاست او عسکري اشرافیه او بیروکراسي کردار په داسي استعماري منصوبو او لوټمار کي د کمیشن ایجنټ دی. مانا ده دوی جنګ په منصوبو کي ده اجاره دارۍ او کمیشن وي خو داسي مالومیږي چي د چین په دي منصوبو کي به د ټیکو او کمیشن ډیره برخه د ریاست پیاوړو ادارو ته وورکول کیږي.

د پاکستان په کارپوریټ میډیا باندي ده چین پاکستان کوریډور په حواله عجیبه بحثونه روان دي خو یوه بنیادي نکته چې په دي کارپوریټ میډیا یې بیخي یادونه نه کوي هغه دا چې چین چې په پانګه کومي پیسي لګوي دا به د قرض په شکل کي وي او پاکستان به دا قرض د سود سره واپس ورکوي په دي قرض به سومره سود ورکول کیږي دا تر اوسه لا سمه نده سرګنده.خو ده ځنو راپورونو له مخي دا قرض به د۲۷ فیصدي سود سره چین ته ورکول کیږي او دا پیسي خو نواز شریف، راحیل شریف یا اسحاق ډار د خپله جیبه نه ادا کوي بلکه دا به اولسونه د بالواسطه  ټیکس په زریعه اداکوي چې د دي سره به قیمتي نوره هم ډیریږي او اولسونه به د دي سره لا د غربت او محرومۍ کندي ته لویږي. ترکومه پوري چې د چین له دي پانګوني څخه په پاکستان کي د روزګار او نوکریو خبره ده نوهغه دا ده چي چین هر ځاي خارجه پانګونه کوي نو خپل ټیکنیشن، انجینیر او نور سټاف هم د چین څخه راوړي حتا چې کارګران هم د چین څخه راوړي ځکه چې په چین کي هنرمنده لیبر ډیر وړیا او په ډیر زیات مقدار تر لاسه کیدي شي.

د دي ټول سورتحال په پس منظر کي چې کوم تناظر جوړیږي هغه دا دي چې موجوده چین پاک اکانومیک کوریډور او د هغي معایدي په بنیادي توګه د چین او پاکستان د واکمني طبقي تر منځ معایدي دي چې موخه یې د پاکستان او چین د واکمني ټولۍ په ګټو کي زیاتوالی دي او نتیجه یې د چین او پاکستاني اولسونو محرومي او استعمار کي ډیروالی دي. په چین کي د زبیښاک، طبقاتي جبر او محرومیو په ضد د واکمني ټولۍ په خلاف ده څه مودي راسی ده خواریکښو اولسونو پاڅونونه ډیر شوي دي که چیري د چیني خواریکښو دا پاڅونونه د بغاوت بڼه خپله کړي نو دا به د پاکستاني خواریکښو د پاره د رڼا په توګه وي چې د پاکستاني اولسونو د پاره به د یو داسي یوالي زیري وي چې دا اولسونه یې د مودو راسي انتظار کوي. د نیپولین په وینا چین که یو ځل را پاڅي نو ټوله نړۍ به ولرزوي. دا چین په اصل کي د چین خواریکښه طبقه ده هم د غه طبقاتي یوالی د چین او پاکستان د خواریکښو طبقو تر منځ د دي صورتحال تر ټولو مثبت اړخ دي او هم دغه اړخ ده بریالیتوب راز دي.

مرګ په چیني استعمار،

مرګ په پانګوال نظام،

ژوندی دي وي سوسیالیسټ انقلاب.