په ګوادر بندرګا د چين د سمندري اډه په اړه خبري ټوله سیمه په ډار اخته کړے ده. د پاکستان ځواکونو له خوا دغه خبره ډاډه شوے ده چي د چین سمندري بیړي او سمندري ځواکونه به د سامان د خوندیتوب په هقله د تل لپاره به هلته خپاره وي. دغه بېړۍ به د پاکستان د سمندري ځواکونوسره د خپلې سوداګرۍ ساتنه کوي. پردې برسیره دا هم ويل کیژي چې په بندر کې به د چين اوبتل وګومارل شي، او د دغو بیړیو د ساتنې او جوړولو لپاره به د زمکني ځواکونو اډه هم جوړه شي. د پاکستان ګماشته(دلال) واکمنه ټولګي د چين د استعماری زنځیرونواغوستو باندي وياړي، په داسې حال کې چي خپل را روان نسلونویه ترغوږو په پوروکي لاندي ساتل شوي دي. د امریکا د مرستو د بنديدو وروسته له چین څخه راتلونکو ونډي خوړلو کشي د پاکستان او چین واکمني ټولګي د غلا حد کړۍ دۍ.همدغه شان چين هم د یواستعماري ځواک په رنګه خپل ځان قوي کوي.
په داسی حال کي چې ده پاکستان ۸۲ سلنه ابادي ده صحت د جدیدو اسانتیاوو څخه بي برخي دي، خپله درملنه په غیر ساینسي بنسټونو کوي، د پاکو اوبو اسانتیا نه لري، هر کال پنځه سوه زره میرمني د اولاد زیږیولو په وخت د مرګ کومي ته لویږي، چیری چې تور ژړی، ټی بی، ملریا،او نورې د رغوني وړ ناروغۍ رغونه نه موندل کیږي، ۶۰ سلنه ابادي د خوراکې کمښت سره لاس او ګریوان وی او هره ورځ ۱۱۳۲ ماشومان د لوږي غربت او د ډول ډول ناروغیو له کبله مري، او د سرکاري راپورونو سره سم د زده کړی فیصدي د تیرو اوو کلو په جریان کي د ۶۰ څخه ۵۸ ته را لویدلې ده. په یو داسي ټولنه کي نوري کومي داسي بدبختۍ شته چې لا به نور هم انسانې ژوند تباه کوي؟