سوسیالیزم پنځوس پوښتنې او ځوابونه

50 questions and answers about Socialism in Pashto.

پوښتنه - کمیونزم څه ته وایئ؟

پوښتنه - پرولتاريه يا کارګره طبقه څه ته وایئ ؟

پوښتنه - ایا   کارګر  يا  پرولتاريه له ازل څخه موجوده وه؟

پوښتنه - پرولتاريه څنګه راپيدا شوه؟

پوښتنه - هغه کوم عوامل دي چې له امله یې  غريبه طبقه (پرولتاريه ) خپل زيار د پانګوالې طبقې د ودي په خاطر پلوري يا مجبوره شوي چې خرڅ یې  کړي؟

پوښتنه - له صنعتي انقلاب وړاندې  کارګرې طبقې څه حالت درلوده؟

پوښتنه - پرولتاريه د غلام په پرتله څه توپير لري؟

پوښتنه - دپرولتاريه او بزګر ترمنځ څه توپير دى؟

پوښتنه - هغه کوم لاملونه دي چې پرولتاريه له دستکارڅخه بيلوي؟

پوښتنه - پرولتاريه پر کُومو اساساتو له کورني دستکار اويا د کورني صنعتي کارګر څخه توپير لري؟

پوښتنه - هغه کوم لاملونه دي چې له صنعتي انقلاب وروسته یې ټولنه د پرولتاريه او پانګوالې طبقو په څیر په دوه برخو  وه وېشل؟۱۱

پوښتنه -دصنعتي انقلاب نور کوم اثرات راڅرګند شول؟

پوښتنه - ددې هره ورځ تجاراتي بُحرانونو دعروج او زوال څخه څه تر لاسه کیږي؟

پوښتنه - دغه نظام به څه ډول وي؟

پوښتنه- آيا ددې څخه وړاندې هم دشخصي شتمنيو خاتمه ممکنه وه؟

پوښتنه- آياپه سُلیېز ډول دشخصي شتمنيو له منځه تلل ممکن دي؟

پوښتنه - دانقلاب طريقه او لاره به څه وي؟  

پوښتنه - آيا داممکنه ده چې انقلاب په يوهيواد کې راشي اوبيا به بريا ترلاسه کړي؟

پوښتنه - آيا دشخصي شتمنيو په له منځه وړلو سره ګټي ترلاسه کیدلای شي او کنه؟

پوښتنه -  دکمیونزم په کورنۍ نظام باندې څه تاثيرات پريوځي؟

پوښتنه - د ملتونو، قومونو او ولسونو په اړه به د کمیونزم څه چلند وي؟

پوښتنه - مارکسيزم څه ته وایې ؟

پوښتنه - مارکسيزم، لينينزم او ټراټيسکېزم څه ته وایې ؟

پوښتنه - آيا په يوه وخت کې د ولسواکۍ او سوسیالیزم يوځاي شتون ممکن دى او کنه؟

پوښتنه- په سوسیاليزم کې به تولید څرنګه ټولنيز کیږي او ددولت وېش به څه ډول وي؟

پوښتنه - پرديوالى څه ته وایې ؟

پوښتنه- ديوې زمانې غالب فکرونه څه ته وایې ؟

پوښتنه - په تاريخ کې د فرد رول څنګه ارزیابي کیدای شي؟

پوښتنه - دټولنې مادي بنسټونه څه دي؟

پوښتنه - دټولنيزې تکامل قوانين څه دي؟

پوښتنه -دپانګونې د تکامل تاريخي رجحان څه دى؟

پوښتنه - ګلوبلويزايشن څه ته وایې ؟

پوښتنه – په لوږه او غیرمساویانه وېش کې د ورځ په تېریدو ولې زیاتوالی رامنځته کیږي؟

پوښتنه – ملټي نيشنل کمپني  ولې دومره ځواکمنې دي؟

پوښتنه - ايا دا مُمکنه ده چې پرته د پانګوال نظام خلاف جنګيدلودنړيوال مالي فنډ او نړيوال بانک خلاف وجنګيږو؟

پوښتنه - په سټايل، پراګ، لندن، پیرس، سپین، یونان او وينس کې د لاريونونو عوامل څه وو؟

پوښتنه - آيا ديوې جلا ټولنې جوړښت مُمکن دى؟

پوښتنه - دخلکو د دغو خبرو څخه څه مانا اخيستى شوو، چې وایې  هغه سوسیالسټ دى؟

پوښتنه -آيا داممکنه ده چې دپانګوال نظام پر ضد جنګ پرته ديوي ادارې يا شخص خلاف جنګ کیدلای شي؟

پوښتنه - انقلاب څه ته وایې ؟

پوښتنه - انقلابي ګوند څه ته وایي ؟

پوښتنه - د انقلابی ګوند اړتیاولې پیښیږي؟

پوښتنه –  کمونیسټ مینی فیسټو (مرام نامه) د سیاسي مبارزې کولو لپاره کوم بنسټیزه مارکسسټي اُصول وړاندې کړي وو؟

پوښتنه-  د سوسیالیزم د حتمي کیدولو په اړه د مارکس څه نظر  وه؟

پوښتنه-  د تاریخ مادي تصور څه دی؟(د لینن وضاحت)

پوښتنه -  د مارکسیزم د جدلیاتی فلسفې تشریح؟

پوښتنه-  طبقاتي مبارزه څه ته وایی؟

پوښتنه -  د مطالعې په اړه د ټراټسکی څه نظر وه؟(۲۹میی ۱۹۲۳)

پوښتنه –  پرله پسی دوام داره انقلاب څه ته وایی؟

پوښتنه -  ایا د سوویت یونین (شوروی اتحاد) له ړنګیدو څخه د سوسیالیزم ناکامي څرګندیږی؟

پوښتنه - کمیونزم څه ته وایئ؟

ځواب-

 هغه نظريه چې د مارکسیزم پر بنسټ ولاړه وي دکارګرې طبقي دغير استحصالي او غير طبقاتي ټولنې لپاره زيار وباسي کمیونزم دي.  په دغه کې شخصي پانګه چې  دبل وګړي  د استحصال پر خاطر کارولای کېږي شتون نه لري. تولید او انساني زيار دکارګرې طبقې شريکه پانګه وي،  په دغه غونډال کې دهرچا څخه دهغه د استعداد مطابق کار اخيستلی کېږي او ورکولای کېږي. ترڅو  د ذهنی او طبیعی(jismani) زيار ترمنځ توپير له منځه لاړشي.  دټولنې هر وګړي ته خوراک، ډوډۍ، څښاک، کالي، کور، پوهه او د روغتيا اسانتياوې پرته له کوم تعصبه رسول کېږي. په دغه نظام کې له بي کارۍ، لوږې، مریضتیا،جهل او نوري نيمګړتياوو، چې په پانګوال نظام کې شتون لري خلک ترې په امن کې وي.  خپلواکه،  پرمختللې او ريښتنې ټولنه په ريښتيا هم په دغه نظام کې وجود لري.

پوښتنه - پرولتاريه يا کارګره طبقه څه ته وایئ ؟
ځواب-  

پرولتاريه  يا  کارګره طبقه هغه طبقه ده چې دا د تولید په (manbo)واک لرولو څخه محرومه او د خپلې بقا لپاره او دژوند داړتياوو دپوره کولو لپاره خپل زيار په بازار کې پلوري.  په پانګوال نظام کې هرڅه پخپله توليدوي خو واک او ګټه نلري. دکارګري طبقي ښادي او غم، ژوند او مرګ او ان  تردي چې د نوموړي بقاء انحصار او طلب یې  دښه او بد کاروبار ددغه پانګوال ترمنځ اقتصادي ټیټه جګه يا سیالۍ سره تړلې شوې ده.  دنولسمې پيړۍ په اصطلاح کارګره طبقه هغه طبقه ده چې په لويو او کوچنيو منډيو يا بازارونو کې د خپل ژوند ساتلو لپاره  زيار دپانګوال په لاس پلوري.

پوښتنه - ایا   کارګر  يا  پرولتاريه له ازل څخه موجوده وه؟

ځواب-

نه داسې نده غريب اوکارګر تل زيار اېستونکي پاتې شوي دي. او زيار اېستونکي تل غريب پاتې شوي دي. دتوليدي عواملو تر څنګ په تولیداتو او آلاتو باندي د يو څه خلکو د واک له امله غريبه او کارګره طبقه په وجود کې راغلې ده.  پرولتاريه  په  صنعتي بهیر کښی را  پيداشوي ده، خو د دي عيني اوضاع داسي نه وه ، ځکه چې آزاد بازار او بيا په دغه کې دپانګوالو د سيالۍ استحکام تل موجود نه وه.

پوښتنه -پرولتاريه څنګه راپيدا شوه؟

ځواب-

پرولتاريه  د ١٨ پيړي په نيمایې  کې رامنځته شوه، کله چې په انګلستان اودنړۍ په نورو هيوادونو کې صنعتي انقلاب رامینځته شو.  دبخار انجن جوړوني، سنينګ ماشين (پاور لوم) اونور داسي تخنيکې ماشينونه  ددي باعث شول چې انقلاب  رامنځته  کړي. دغه ماشينونه ډير قيمتي وه چې فقط لويو پانګوالواخیستلای  او  جوړولای شول.  ددغو ماشينونو دزړو پيداوري او توليداتي توکو ځاي ونيو.  هډي او دژرندو په پرتله سيلنګ ماشين او پاور لوم ډير توليد او ژر کار کاوه همدا علت وه  چې پخوانی نظام له منځه ولاړ او ځای يې دغو ماشینونو ونیوه.

ددغه ماشينونو په کار کولو سره تولید او پرمختګ دواړه ډېر شول او کارګره طبقه په وسايلو باندي غالبه شوه. بل لوري ته د کارګرې طبقې ژوند او نور عادي وسايل له منځه ولاړل.  ددې نه وروسته پانګوالو ټول صنعتي او تولیدي وسايل په لاس کې واخيستل. کارګره طبقه دهر ډول تولیدي وسايلو څخه محرومه شوه.  لکه د کاليو دلاس ماشين له منځه ولاړ او پر ځای یې  د کاليو جوړولو فابريکه (ټيکسټايل انډسټري) راغله اوپدې ډول صنعتي نظام پيل شو. دکاليو جوړولو د فابريکې په رامنځته کولو سره  صنعتي نظام د ژوند په نورو برخو کې هم ښکاره بدلون رامنځته کړ، چې وروسته بيا د صنعتي نظام يوه برخه وګرځيده. په دغه کې د کتابونو مطبوعاتي چاپ، پوسټرې او داوسپونو فابریکې شاملې دي او همدرنګه د زيار ټولنيز وېش رامینځته شو. لومړی هغه کارګر چې یو بسته جنس یا شۍ به یې جوړول اوس د هغي شي به یې يوه برخه جوړوله او د کار ګر انفرادي زيار باسل ډير ساده وه او تش میکانیکې حرکاتونو پورې پاتې شول. دغه ماشين ډير په اعلی توګه کار ترسره کاوه. د زيار په تجزیه کیدلو سره دشيانو جوړول او رسول ډيرپه چټکې سره پرمختګ وکړ . چې دکم (قیمت) مفقط له وجي ډير ارزانه تماميدل او د لګښت له امله يې بیه، ټيټه شوه.  دغه شيانو دهغه شيانو ځای ونيوه چې کارګرې طبقي به په ځانګړي توګه په لاس سره جوړول.  داسې توليدي شيانو کې د مسلکي او تخنيکي پوهې ښوونه به په ډیر اسانۍ سره تکراریدلای شوه. همدا علت وه چې په تولید کې زیاتوالی راغی او تر څنګ یی کېفيت  هم لوړ شو.

نوموړی نظام د صنعتي نظام په تسلط کې راغی او دسيلنګ او ويونګ ماشينونوکارونه د هاب د ماشينونو لاندي راغلل. بل لورې ته دغه ټولې نوې فابريکې دلويو پانګوالو لاسونو ته ولويدې، له دې سره د کارګرو خپلواکې هم د دوي ولکې ته ولويده. هغه کارګر چې د هغوي څخه به کار اخيستل کېده ټول ماشيني شول او کوچني کوچني پانګوال په سترو او لويو پانګوالوباندې بدل شول. دوي لوې لوې فابريکې او صنعتونه جوړ کړل او ګټي ته یې  مخه وکړه. چې بیا په نوي نظام کې د کارګري طبقي  زيار له سره تجزیه شو. 

ددي عمل په ترڅ کې په ټولو پرمختللي هيوادونو کې کارګرې طبقې دخپل زيار خرڅولو په موخه بازارونو ته مخه وکړه، اولاسي توکو صنعت وده وکړه او نوی بازاري او صنعتي شکل یې  خپل کړ. په پايله کې کوچني پانګوال، کارګره او منځنۍ طبقه تر پښو لاندې شوه. د زيار ایستونکو پخواني شکل بدلون ومونده او په پايله کې یې  ټولنه په دوه لويو طبقو وه وېشل شوه. دوه لویې  او ستري طبقي منځته راغلي چې په تدريجي ډول دغو سترو طبقو له ځان سره نوې طبقې وټوکولې یا وزېږولې.

١- پانګواله طبقه : دغه طبقه د پرمختللو هيوادونو په تولیدي ځواکونو غالبه شوه ځکه دوي د اومو موادو او ماشينونوڅيښتنان شول،ځکه چې دغه وسايل د تولید لپاره اړين ګڼل کیدل دغه طبقه د پانګوالې طبقې په نوم مشهوره شوه.

٢- پرولتاريه (زيارایستونکې يا کارګره طبقه): دغه طبقه هيڅ نلري پرته له هُنره،  دوي خپل زيار او هُنر دنورو طبقو لپاره پلوري او پېري تر څو وکولاي شي خپل ژوند پرمخ بوځي، دغه طبقه پرولتاريه ونوميدله.

پوښتنه - هغه کوم عوامل دي چې له امله یې  غريبه طبقه (پرولتاريه ) خپل زيار د پانګوالې طبقې د ودي په خاطر پلوري يا مجبوره شوي چې خرڅ یې  کړي؟

ځواب-
په پانګوال نظام کې د کوښښ يا زيار حيثيت د جنس مانا ورکوي.  دغه زيار يا جنس هغه وخت ډير ارزښتناک يا ښه جنس ګڼل کیږي چې وکولای شي نور تولیدي توکي رامنځته کړي. په ډيره لوړه کچه په صنعتي يا آزادانه  سیالۍ کې  بشرې زيار يا جنس د يو شي تر سيوري لاندې وي. د هر جنس د بیې ټاکنه په تولید باندې دراتلونکي مفقط او د ژوند تيرولو په اساسي شيانو باندي مشتمل وي ځکه چې پانګوال  نه غواړي کارګره طبقه بیکاره پاتې شي او یا لمنځه ولاړه شي او په بدل کې دومره ورکولای کیږي چې یوازې پرې ژوند وکړي. پدې نظام کې د کارګرې طبقه ژوندي ساتل ددي لپاره اړين بلل کیږي، چې پانګوال غواړي له کاره یې ګټه پورته کړي. همداسې کاروبار يا بازار کله ښه وي او کله هم بد وي، نو پانګوال هم کارګرته کله کم معاش ورکوي او کله زيات او په همدي توګه کارګر هم نه زيات څه اخلي او نه کم. څرنګه چې ديوې فابریکې څښتن دخپل تولید په پرتله  نه کم اخلي او نه زيات، بیخې همداسې زیارکښ هم د خپل معاش  څخه نه زیات اخلی او نه کم.

لوي صنعتونه چې څومره ډیر توکي توليدولاي شي هغومره به د معاش د راکړې ورکړې قانون جدي کیږي. پانګوال سره خو لوي وسايل او ډير تولید شتون لري خو د کارګري طبقي سره دخپل ځان او کورنۍ لپاره، پرته له خپل هُنر نه چې پلوري يې، بل هیڅ نلري.

پوښتنه - له صنعتي انقلاب وړاندې  کارګرې طبقې څه حالت درلوده؟

ځواب- دټولنيزې ودې تر څنګ به کارګرې طبقې هم بدلون مونده او دوي به له خپلو مالکانو او حکمرانې طبقې سره ډول ډول اړیکې درلودې. په لرغوني زمانه کې به کارګره طبقه د خپلو څښتنانو غلامان وو. لکه څرنګه چې اوس هم له پوهې علم څخه  وروسته پاتې هيوادونو کې دا حالت روان او شتون  لري. په منځني دور کې د کارګرې طبقې حالت د بزګرانو په شکل وو. چې د څښتنانو ، اشرافیه او ځمکوالو په تسلط کې به یې  ژوند کاوه چې دا حالت نن هم په درېیمه نړۍ کې تر سترګو کیږي.

دصنعتي انقلاب تر بشپړيدو پورې دوي کرایي  مزدوران وو چې په کلي بانډو کې به یې  له منځني پانګوالې طبقې سره کار کاوه. وروسته بيا ټيکنالوژۍ وده وکړه او کارګره طبقه د صنعت له لارې معصره او کارګره طبقه د لويو پانګوالو په لاسونو کې ښکیل شوه چې دې کارګرې طبقې د صنعتي نړۍ  پرولتاريه حالت خپل کړ.

پوښتنه - پرولتاريه د غلام په پرتله څه توپير لري؟

ځواب-
غلام يو ځلې خپل ځان پلوري خو پرولتاريه خپل ځان د ورځو يا ساعتونو په حساب خرڅوي. غلام دخپل آقا شتمني وي چې له پیل نه ورسره ژوند تيروي، که هر څومره یې  ژوند خراب هم تيريږي، بیا یې هم ژوندي پاتې کیدل اړين وي ځکه چې په دې کې یې د آقا ګټه ده. پرولتاريه نه دخپل ژوند تحفظ او نه هم د ژوندي پاتې کیدلو باور لري. دکار په شمول دخوراک، څښاک، زده کړې او  روغتيايي اسانتياوې نلري. پانګوال چې هر کله وغواړي شړلای يې شي او بس.

نو بيا نوموړي د لوږي ملګري پاتې شي. د ژوندي پاتې کیدلو باورفقط په احتمالي توګه کارګري طبقي ته ورکول کیږي. غلام د سیالۍ څخه دباندي وي خو پرولتاريه هر وخت د سیالۍاو لوبي په ميدان کې د ذلت ښکار وي. د غلام حيثيت په ټولنه کې د منلي غړي په توګه وي او د پرولتاریه په نسبت غلام د ژوند ډاډ لري.

ځکه چې د ژوند اړتياوې یې  د آقا په لاس کې وي. خو پرولتاريه د ټولنې ديو اړين غړي تر څنګ د ژوند کولو داړينو اسانتياوو څخه بي برخې وي. غلام کولای شي چې خپل ځان آزاد کړي په هغه صورت کې چې  خپلې شخصي شتمني په لرلو سره یې  غلامي له منځه ولاړه شي. خو داسي غلام بيا په پرولتاريه باندي بدل شي. پرولتاريه په هغه صورت کې خپل ځان ازادولای شي چې کله په ټولنیز ډول پاڅون وکړي او په بشپړه توګه د پانګوالو تولیدي شتمني او واک له منځه يوسي.

پوښتنه - دپرولتاريه او بزګر ترمنځ څه توپير دى؟

ځواب-

د ځمکنيوني په نظام کې کارکوونکي ته بزګر ويل کیږي، چې د ځمکې یوه ټوټه د تولیدي موخو لپاره په کار اچوي او په بدل کې یې  دتوليداتو يوه برخه دځمکې څيښتن او واکمن ته ورکوي. په کومو وسايلوچې پرولتاريه کار کوي د هغي خاوند خو نه وي خویوازې په بدل کې یې  معاش اخلي. بزګر خپل مالک ته یو څه ورکوي،خو پرولتاريه یې د خپل زیار په بدل کې له څښتن څخه اخلي. بزګر په خپل ژوندي پاتې کیدلو  ډاډمن وي خو دپرولتاريه بقاء بې باوره ده. له کارګر سره بدیل هيڅ شی نه وي، خو بزګر یې  لري. بزګر دسیالۍ څخه دباندې وي. خو کارګر  ورځ تر بلې د سیالۍ برخه ګرځي.

يو بزګر په هغه وخت کې ځان آزادولاي شي چې کله هغه له نوموړي ښار يا کلي څخه وه تښتي او په صنعتي نظام کې ځان پرځای کړي او دهُنرمند يا کارګر په توګه ځان مطرح کړي. خو دا هم کولاي شي چې خپل څيښتن يا مالک ته نقدې پيسې يا تولید ورکړي او خپل ځان پري آزاد کړي. په بل صورت کې بزګرکولاي شي خپل خاوند ووهي او واک تر لاسه کړي او يو څه لږه اندازه دسیالۍ برخه وګرځي. خو پرولتاريه داسي نشي کولاي نوموړي بايد د خپل خلاصون لپاره د سيالۍ لوبه،شخصي شتمني او طبقاتي وېش له منځه يوسي.

پوښتنه - هغه کوم لاملونه دي چې پرولتاريه له دستکارڅخه بيلوي؟

ځواب-
هُنرمند یادستکار چې تر ١٨ م پيړۍ پورې یې  د ځمکې پر سر وجود درلود نن هم د نړۍ په مختلفو برخو کې شته دي.  دستکار(لاسې کارګر) په جزوي او يا عارضي توګه يو پرولتاريه وي خو موخه یې  پيسي ګټل وي،  چې وروسته بيا د پرولتاريه داستحصال وړ ګرځي او خپله پانګونه کې زیاتوالی راوړي. پداسي کارونو کې مونږ اکثر نوموړي بريالي ليدلي دي.

تر کومه چې کورنۍ صنعت ياانفرادي تولید حضور لري نشي کولاي چې د سيالۍ کولو لوبه يا معصر صنعت ځاي ونيسي. نو پداسي چاپيريال کې دستکار وجود لري. خو څرنګه چې د دستکارۍ پر ځاي صنعتي نظام رامنځته شو،  نو هلته رقابت رامنځته شو، چې دستکارانو د منځنۍ طبقي او يا د پانګوال شکل خپل کړ. او يابل طرف ته یې  درقابت په ډګر کې ځان ورګډ او ځان د پرولتاريه سره يوځاي کړ.  اوس هغه کولاي شي چې په منظمه توګه ځان د پرولتاريه برخه وګڼي او د پانګوال  نظام د ظُلم پر وړاندي مبارزه وکړي او ځان ترې وژغوري. چې دغه په وروستي پړاو کې په شعوري توګه د روان کمونيستي خوځښت يا کارګر خوځښت سره په يو ځاي کیدو امکان لري.

پوښتنه - پرولتاريه پر کُومو اساساتو له کورني دستکار اويا د کورني صنعتي کارګر څخه توپير لري؟

ځواب-
د ١٦ ميلادي پيړي څخه تر ١٨ ميلادي پيړي پورې کورنی دستکار دتولیداتي آلاتو څيښتن شوى دى. دې د ژرندې، کرنې او نورو تولیدي آلاتو او دزمکې څيښتن وو. داضافي وخت په درلودلو سره یې  کرنه کوله،  خو ددې په پرتله پرولتاریه د هڅي او زيار پرته بل هيڅ نه وي.
کورنۍ دستکار تل له  خپل خان يا سردار سره تړلي وي. هغه د خپل سردار یا مالک سره تولیدي خپلوي لري. خو ددې برعکس پرولتاريه په لويو صنعتي ښارونو کې ژوند کوي نوموړی  د خپل سردار يا مالک سره د نقدو پيسو په صورت کې کار کوي. کورنۍ دستکار په پراخ صنعتي بازار کې خپل ځان ورګډ او د پرولتاريه ملګرى کړ.

پوښتنه - هغه کوم لاملونه دي چې له صنعتي انقلاب وروسته یې ټولنه د پرولتاريه او پانګوالې طبقو په څیر په دوه برخو  وه وېشله؟

ځواب-
په سر کې چې کله ماشينونه په صنعت کې دتولیدي ځواکونو ځاي ونيو نو دجنس قيمت راښکته شو او همدا علت وو چې هغه خلک چې دلاس په واسطه به یې  کار کولو ورک او تري تم شول. په همدې ډول هغه هيوادونه چې د بربريت ښکار او دتاريخي تکامل سره نابلد وو، ددې انحصار پر عادي جوړونې (منيفکچرنګ) باندي وو. دوي دخپل يوازيتوب څخه وباسل شول او دوي هغه انګريزي موادو ته په خپلو بازارونو کې ځاي ورکړ چې قيمت یې  ټيټ وو. ځکه دوي خپل هغه بازار چې لاسي توکي به پکې خرڅيدل پخپله له منځه یوړ.  پداسي هيوادونو کې چې په زرګونو کلونو کې په دوی کې د پرمختګ څرک نه ښکارا کیدل،  ديو انقلاب او بدلون سره مخامخ شول. په بریتانیا کې يو عادي ماشين د ميلونونو وګړو پر لاسي کاروبار خېټه واچوله او د دوي بازارونه یې  له منځه يوړل.

دصنعت په ودې سره دنړۍ ټول وګړي ديوبل  سره په اړيکه کې شول او پرلپسې کوچني او لوی بازارونه په نړيوالو بازارونو باندي بدل شول. دصنعتي انقلاب له برکته په نړيوال فرهنګ کې لوي پرمختګ راغى او دبافرهنګه او پرمختللو هيوادونو څخه ډير څه د وروسته پاتې هيوادونو په برخه شول. ددي څخه داسي بريښي چې په پرمخ تللي هيوادونو کې لږ بدلون هم په وروسته پاتې هيوادونو باندي خپل اغيز ښيندي.

همدا لامل دى که نن د بریتانیا يا فرانسي کارګره طبقه پاڅون وکړي نو اغيزي به یې  ددويمي او درېیمې نړۍ په وګړو کې هم ولیدل شي. ډير ژر به پدې هيوادونو کې هم پاڅونونه وشي چې په پايله کې به یې  کارګره طبقه بيرته خپلې موخې او آزادۍ ته ورسيږي. په دويم پړاو کې چې د منيفکچرنګ پر ځاي صنعتي نظام راغى نو صنعتي انقلاب بورژوزي طبقي ته زيږون ورکړ، چې دولت ياني خپله شتمني او قوت یې ډير زيات کړ.

تردي چې دغه طبقه یې  دهيوادونو پر لوړو طبقواو مقاماتو وګمارله. په پايله کې ويلي شو چې کله پانګوالي طبقي سياسي قدرت ترلاسه کړ نو اشرافیه، ځمکواله طبقه یې  د شتمنیو څخه بې برخې او ټولی اداري ، شتمني او قوت یې  ورته د خاورو سره خاورې کړ. د دوي څخه یې ځمکې او نور امتيازات ترلاسه کړه . دکورنۍ دستکاري صنعت یې  له منځه يوړ. ددي پرځاي یې په لوړه کچه صنعتي وده رامنځته کړه او دسیالۍ ډبره یې  کیښوده.

دا داسي نظام وو چې د ټولنې هر وګړي کوښښ کاوه چې ځان پکې په ځای کړي. ددي نظام په اوږدو کې چې به کوم خنډونه رامنځته کیدل هغه به له منځه وړل کیدل. بالآخره چې په خلاص ډول اعلان وشو چې دټولني ټولو وګړو ته بايد په يوه سترګه  ونه کتل شي، ځکه چې ددوي ترمنځ پانګونه يوډول نده. پدي ډول د پانګواله طبقه دټولني لوړه او شتمنه طبقه ثابته شوه. په پانګوال نظام کې دصنعت وده او رقابت اړين وو. دغه لومړنى کیفیتي حالت وو چې خپله صنعتي کړنه رامنځته شوه. بورژوزي طبقې د خانانو او سردارانو دقوت د ختمولو ترڅنګ دهغوي څخه سياسي قوت یانې علم هم واخيست او په ټولنه کې د لا مطرح کیدلو سره سره په سياست کې هم لومړي مقام ترلاسه کړ.

صنعت او آزادانه رقابت ته یې  قانوني حيثيت ورکړ او ان تر دې چې دځينو هيوادونو اساسي قوانينو هم دغه ټکی پرځاې وباله او ويپتيله چې صنعتي وده ريښتيا هم اړينه ده. په سياسي چارو کې یې  د ټولټاکنو طريقه هم ور وپېژندله، چې دپانګوالې طبقې لخوا د برابرۍ او مساوات يوه فارموله ګڼل کیده. په اروپا کې سياست قانوني حيثيت خپل کړ او د ټولټاکنو نظام پيل شو. هر هغه چا به د رایې  ورکولو حق درلود چې سرمايه به یې  درلودله،  داپدې مانا چې يوازي پانګوال به درایې  ورکولو او رایې  اخستلو وړ ګڼل کیدل او بـس. 

نوموړو به  پانګوال مشران ټاکل او دګمرک په ورکولو، قانون جوړولو او ددولت په نورو چارو، يواځي همدوي مامور ګڼل کیدل. درېیم دا چې صنعتي انقلابونو پرولتارېه دومره ډيره په چټکۍ سره پيدا کړه،  لکه څرنګه یې  چې  پانګواله طبقه پيدا کړي وه. پرولتاريه ورځ په ورځ زياتيدله ځکه چې سرمايه کاری يواځینۍ وسيله وه چې پرولتاريه یې  زياته او پراخه کړي وه. په همدي ډول پرولتاريه د وخت په تيريدلو سره زياتيدله. په پاي کې پرولتاريه او پانګواله دواړه طبقي د لويو لويو ښارونو پرلوري وکوچیدې چې زياتي ګټي یې  لاسته راوړې، او په همدې شکل د عامو وګړو لوې لوې جوپې ديوځای څخه  بل ځای ته وکوچیدلې. (او یا) په همدې شکل ګڼ شمېر عام وګړي له یو ځای څخه بل ځای ته وکوچیدل.

په دې وخت کې په يو ځاي کې د اوسيدلو لا آمله پرولتاريه ته دخپل ځواک احساس وشو. دغه ميتود چې څومره ژر نمو کوي همدومره ژر دلاسي ماشينونو ځاي ورکیږي. په ډيره لويه پيمانه صنعتي وده تر سترګو کیږي خو دپرولتاريه معاشونه ورځ تر بلي په کميدو پيل کوي. دهري ورځي پر تيريدو سره د دوی ژوند د کړکیچ او کږليچ سره مخامخ کیږي، بي کاري په زياتيدو شي، تر دې چې نور حالت د پرولتاريه د منلو او زغم وړ نه وی. پداسي ناوړه حالاتو کې پرولتاريه ددوه عمده لاملونو له امله ځان د سرکشي پرلورې رهي کوي، يوداچې بي اطميناني او بل داچې پرولتاريه پخپل قوت باندې  باور لري چې حالات بدلولاي شي. نو آخر دوي انقلاب ته ملا وتړي چې پخپله داصنعتي انقلاب دپرولتاريه د ټولنيز پاڅون علت وګرځيده.

پوښتنه -دصنعتي انقلاب نور کوم اثرات راڅرګند شول؟

ځواب-
داوبو انجن او دداسي نورو ماشينونو په اختراع کولو سره د صنعتي انقلاب ډبره کېښودل شوه، او په ډير لږ وخت کې دډير کم لګښت په ترڅ کې ډيره وده او تولید دصنعتي نظام او آزادې سيالۍ پولو ته ځان ورساوه. دلويو پانګوالو ډير لوړ تعداد د صنعت جوړوني په برخه کې پښه کېښوده. دتولیداتو د چټکۍ په ترڅ کې ډير زيات شيان توليد او بازار ته وړاندي شول. خو خرڅ نه شول چې  له همدې امله په دغه وخت کې يو لوي تجارتي بُحران رامنځته شو. کارخانې بندې او څيښتنان یې  پر ځاي ساړه کېناستل.  دپرولتاريه څخه ډوډۍ کش کړاى شوه او هر لوري ته ناوړه حالات او د وګړو بي کاري تر سترګو کېده. لږ وخت پس اضافي تولید بيا په خرڅيدو پيل وکړ. کارخانو بيا په کار پيل وکړ او د مزدورانو په معاشونوکې زياتوالی راغي. اوس نو کار روزګار د پخوا په پرتله ډير په سمه توګه روان اوښه شوى وو خو لږه موده پس دغه کاروبار د زياتو شيانو په توليدولو او عرضه کولو سره بيا د پخواني بُحران پر لوري ستون شو.

د١٩ ميلادي پيړۍ څخه تر اوسه پورې پانګوال نظام دمختلفو ناورينونو سره مخامخ شو.  دهرو پنځو نه تر اوو٧ کلونو په مُوده کې دغه نظام د يو بل نوي اوډول ډول ناورين (بُحران) سره مخامخ شوى دی. له همدې امله دکارګرې طبقې ژوند مسلسل له ستونزو سره مخ شوی او په همدې توګه پداسې حالاتو کې ددي نظام ټول وجود دوامداره انقلابونو د خطرونو سره تړلي پاتې شوى دی.

پوښتنه - ددې هره ورځ تجاراتي بُحرانونو دعروج او زوال څخه څه تر لاسه کیږي؟

ځواب-
لومړی دا چې صنعتي نظام آزادانه تجارتي رقابت ته ژوند بخښلی دی او پانګوال نظام یې  له همدې امله وروسته پاتې کړيدي. په عمومي ډول په لوړي کچې سره د صنعت وده او په هغې کې سيالي او د صنعتي توليد انفرادي جوړښت مجبورا د انسانانو د وجود ښکار شي. او په پايله کې بيا بند شي. يو صنعتي بازار تر هغې پورې خپل ځان ساتلی شي چې هغه د پرلپسي اقتصادي ټکرونو او غميزو ښکار شي،  او بيا هغه وزغمي. خو دغه اقتصادي غميزې نه يواځې ديوې ټولنې دبربادۍ سبب ګرځي بلکی د هغې ټولنې د وګړو ژوند هم په خطر کې اچوي. په پايله کې پانګواله طبقه هم ورسره په سيند لاهوو شي. د دې غميزو څخه د مخنيوي په خا طر اړينه ده، چې د آزاد صنعت سازي څخه لاس واخيستل شي، چې داممکنه نده.  خو بل لوري ته کولاي شو چې داسي نظام رامنځته کړاي شي چې په هغه کې ګټه تر پانګوالو پوري محدود پاتې نشي، بلکه د ټولني داجتماعي اړتياوو ته په کتلو سره منصوبه بند اقتصادي نظام جوړ او دهر وګړي داړتياوو ته په کتلوسره  توليدي کار په جريان کې وساتلای شي. دويم داچې په ډيره لويه پيمانه دصنعت جوړونې او توليد وده کولای شي چې داسي نظام رامنځته کړي چېرته چې د ژوند ټولې اړتياوې په ډيره لويه پيمانه پيداکیدلاي شي ، چې بيا وروسته د ټولني هر وګړی وکولای شي دخپل استعداد پر کارونې سره آزاد ژوند وکړي.  د ا پدي مانا چې حقيقت جوړونه او دتوليدي ګنجايش تر څنګ بُحرانونه او غميزې د يونوي نظام او ټولنيز جوړښت د نه شتون پر اساس رامنځته کیږي. که چېري د پخواني نظام پرځای نوی نظام، نوی ټولنيز حرکت رامنځته شي نو توليدي شيان دټولو بشري بدحاليو،غلاګانو، بُحرانونو او ټولنيزو نيګمړ تیایو مخنيوی کولای شي. نو اوس داخبره څرګنده شوه چې ټولې ټولنيزي نيمګړتياوي لکه: لوږه، ناپوهي، وروسته پاتې والی، ناروغتیاوي ،بي کاري او نور ډیر  څه د نيمګړي نظام لا امله دي. چې د اوسینۍ وضعې سره هيڅ سمون نه خوري. ديونوي نظام پواسطه دټولو نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره دتوليدي کار په لاس کې اخيستلو ته اړتيا ده. داسې عینی اوضاع چمتوشوې ده،  چې مونږ کولای شو ديونوي نظام په ور پېژندلو سره موجوده نظام ختم کړو.

پوښتنه - دغه نظام به څه ډول وي؟

ځواب-
په دغه نظام کې په صنعتونو او دتوليد په نورو برخو دانفرادي يا پانګوالو واک ختمول دي. ددغه نوي نظام په ترڅ کې ټولې فابریکي په ټولنيز تفاهم سره پرمخ بېول کیږي. چې موخه به یې  د اشتراکي منصوبه بندۍ او د ټولنې دهر وګړي پرته له تعصبه ګډون وي.  مونږ وايو چې رقابت بايد ختم او پرځاي یی تفاهم رامنځته شي. دپانګوال نظام په ترڅ کې پانګونه يا شتمني انفرادي او د پانګوالو لاسته ولوېدې چې شخصي پانګه اچونه یی وزېږوله چې موخه یې  ګټه، هوس او تباهي وي. درقابت د زیاتوالي له امله ټول صنعت دځينو خلکو لاسته ولويږي. هدف یې  دادي چې شخصي رقابت دصنعت دانفرادي انتظام څخه نشي جلا کېداي. نو دابه ښه وي چې شخصي شتمنۍ ختمې کړای شي او پر ځاي یې په توليدي کار کې په اشتراکې يا اجتماعي سيمو کې ټولنيز سمون رامنځته کړای شي. او ټول توليد په تفاهم سره استعمال کړای شي. يانې داچې توليد بايد په مشترکه حاکميت کې واخيستلی شي . په ساده او لنډو ټکو کې ويلي شو چې په توليد باندي بايد شخصي حاکميت له منځه ولاړ شي. دغه يواځني لاره ده چې کولای شي په ټولنه کې بدلون رامنځته کړي او هم دصنعت دپرمختګ لپاره دغه خبره اړينه ګڼل کیږي. همدا خبره ده چې کمونستان تل وایې  او په حقه دي، تر څو شخصي شتمني ختمه شوې نه وي، نو تر هغه انقلاب، نوي ټولنيز نظام او پرمختګ ممکن ندي.

پوښتنه- آيا ددې څخه وړاندې هم دشخصي شتمنيو خاتمه ممکنه وه؟

ځواب-
هو! په ټولنيز نظام کې دهر ډول بدلونونو ترڅنګ په ملکېاتي خپلوۍ کې پاڅون، د دي خبري تایېد کوي چې نوي توليدي ځواکونو ته بايد وده ورکړل شي. چې دغه په زړو توليدي نظامونو او ملکېتي شتمنيو کې ممکن نه وي.  شخصي شتمني هم په همدي ډول رامنځته شويدي،  ځکه چې شخصي شتمنيو تل وجود نه درلود. کله چې مونږ د منځنيو پيړيو څپو ته وګورو نو پر دغه وخت کې د توليد نوې طريقې د منفکچرنګ په صورت کې تر سترګو کیږي، چې په دغه وخت کې توليد ددستکار يا زمکوال تابع نشو کیدلي. په همدي ډول منيفکچرنګ له پخواني توليد څخه زيږون وموند او يو نوي شخصي شتمنۍ ته یې  ځای  ورکړ. چې ديو شخصي شتمني په صورت کې ښکاره شول.

دمنيفکچرنګ او صنعتي پرمختګ په لومړۍ پړاو کې شخصي شتمني ملکېتي/خپلولو صورت ونيو. او د دي نظام څخه وجود اخيستونکى نظام يو ځانګړي ټولنيز نظام وو. تر دي وخت پوري داممکنه نه وه چې توليد دې دومره زيات کړاي شوای وای چې د ټولو لپاره پریمانه ګڼلي شوی وي، تر څو د زیات یا کم تولید په ترڅ کې د ټولنیز پانګونه کې اضافه، او د تولیداتي ځواکونو ته په وده ورکولو سره يو قوي طبقي ته اړتیا وه، خو د دغې طبقې ځاي پانګوالې طبقي ونيو. ددي په پرتله د توليدي ځواکونو پرته يو بلې طبقې هم وجود درلود. چې هغه غريبه او ځپلې طبقه وه. وروسته داسې يو حالت رامنځته شو چې دغه طبقي د توليدي خپلوۍ په تارونو باندي وتړلې شوې.

دطبقو جوړښت پر توليد باندې انحصار کوي، چې څه ډول توليد وجود لري. په منځنیو پيړيو کې د توليد انحصار پر کرنه ولاړ او متکي وو. او هم دغه وه چی  ددي عهد په جريان کې ځمکوال او بزګر په وجود کې راغلل. ددي پيړي په وروستيو کې په ښارونو او کليو کې ګلډماسټر او په دیاړي یا روزمز کارکوونکي کارګران تر سترګو کیږي. په ١٩ پيړۍ کې دتوليدي ځواکونو نمو او پرمختګ په ډيره لوړه پيمانه ترسره شو.  نن مونږ داسې وسايل لرو چې دغه پرمختګ او يا چټکوالی په ډير کم وخت کې چټک کولای شو. له دغه توليد څخه ډير کم یې  د پانګوالې طبقې ته هم په لاس ورځي او دخلکوډير کميت په پرولتاريه باندي بدل شي. د پانګوالو پر شتمنيو کې زياتوالي راځي. خو دخلکو اقتصادي او روغتيایې  حالت ډير کمزورى کیږي چې بالآخره دزغم وړ نه وي.
او درېيم داچې شخصي پانګونې او توليدي ځواکونه په ډير کم وخت کې زياتيږي چې د پانګوالۍ حدونه ماتولاي شي او ټولنيز غورځنګ رامنځته کولای شي. اوس حالت داسې ځای ته ورسیده، چې د شخصي شتمنیو ختمولو امکانات ډېر کم دي، خو دا کار په هر حالت او صورت کې اړین دی.

پوښتنه: آياپه سُلیېز ډول دشخصي شتمنيو له منځه تلل ممکن دي؟

ځواب-
که چېري په سلیيزه توګه داسې بريښدلي، نو کمونستانو به دهغو خلکو چې غوښتل یې ، مخالفت به یې نه وو کړى. کمونستان پدي پوهيږي چې داډول دسيسې بې مفهومه او خطرناکې دي. دوي پدي پوهيږي چې انقلابونه شنه باغونه ندي او نه هم دهيلو په ترڅ کې  انقلابونه شوي دي. او نه هم امکان لري چې په مصنوعي توګه را وارد کړل شي. بلکه خبره داده چې هر ځای کې عيني حقايق او علتونه  ددې سبب شوي دي، چې انقلابونه راوپاروي.  داسې حالت چې انقلابونه راپاروي د هيوادونو ، شخصي هلو ځلو او طبقو څخه پورته خبره ده. نو دا خبره هم معلومه ده چې په ټولو فرهنګي ټولنو کې پرولتاريه په زوره  د کار لاندې ساتل کیږي. همدا خبره ده چې دکمونيستانو مخالفين  پخپله انقلاب ته لاره هواروي. که پرولتاريه په زوره انقلابي کړنې ته داستحصال له لارې مجبوره کړای شي، نو دوی به زمونږ ملګري شي، او کمونيستانو ته هم اړينه ده چې په عملي توګه دپرولتاريه له حقوقو ننګه  وکړي، څرنګه چې مخکې به دوي د خپلو نظرياتو او خبرو څخه دفاع او ننګه کوله.
پانګوال دولت او د پانګوال نظام چارواکي دخپل نظام د خوندي ساتلو په خاطر له زورواکۍ څخه کار اخلي نو کمونستان کولای شي چې سوسيالستي نظام کې په سُلیيزه توګه شخصي شتمني له منځه يوسي. خو ولې د پانګوال نظام رسنۍ او خپله پانګوال فرهنګ خپلې نيمګړتياوې او دزورواکۍ تور په پرولتاريه او انقلاب باندې اچوي.

پوښتنه - دانقلاب طريقه او لاره به څه وي؟  

ځواب-
دپرولتاريه د انقلاب په صورت کې به شخصي شتمنۍ له منځه لاړې شي او پرځای به یې  يو جمهوري اساسي قانون مرتب شي، چې په مستقيم او غيرمستقيم ډول به سياسي واک پرولتاريه ته سپارلي کیږی. په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې دخلکو ګڼ شمير په پرولتاريه باندي بدل شويدى، بل لوری ته  په ځينو هيوادونو کې نه يواځي دخلکو کميت په پرولتاريه بدل شوى، بلکه د هغوي سره بزګران او دهغوي کروندي او آن پانګوال هم بدل شوي دي.خو دوي اوس په تدريجي ډول د پرولتاريه ملګري کیږي ځکه چې د دوي ګټې اوس سره شريکې کېدونکې دي. او دخپلو ګټو په خاطر هم د پرولتاريه ترڅنګ دريږي،  او هم دا اړينه ګڼي چې دپرولتاريه دغوښتنو څخه ننګه وکړي. داسې جمهوري نظام چې د پرولتاريه نمايندګي کوي خو په اصل کې د شخصي شتمنيو په له منځه وړلو کې کوښښ نه کوي او هم دپرولتاريه د حقوقو څخه ننګه نه کوي يو بي مانا ولسواکي ګڼل کیږي. ځيني کړنې چې داوسني حالتو ته په کتلو سره بايد ترسره شي په لاندي ډول توضيح کیږي:

١.   شخصي شتمني د سترو ټيکسونو(ګمرکونو) او مالياتو  په واسطه محدودول. دميراثي ځمکو او مالونو ختمول دنړيوالو مالياتي ادارو له قرض ورکولو څخه انکار او نور داسې ګامونه اخيستل.

٢.   دټولو ځواکمونو صنعتونو، کرنيزو او مالي ادارو خپلول، دځمکو، کارخانو، مواصلاتو، بانکونو او دالوتکو څښتنان له هيواده اېستل او شړل.

٣.   دپرولتاريه دمخالفينو شړل او يا هم د داسي وګړو ځمکې او شتمني کنګل کول.

٤.  ځمکې، فابریکې او نور شيان د کارګرې طبقې په کنټرول کې ورکول، په صنعتونو کې د کارګري طبقې ترمنځ د رقابت او سيالۍ له منځه وړل.

٥.  دصنعتي کړنې د پرمختګ په خاطر دکارګرې طبقې يو ځواک تيارول او بيا په تيره د کرنې په څانګه کې دعصري وسايلو څخه ګټه پورته کول او له دې لارې د کرنيزو توليداتو زياتول.

٦.  اقتصادي نظام د مرکز تابع کول او ټولې کړنې د دولت په کنټرول کې ورکول. دسياسي سرمایې  په مرسته ديو ملي بانک ډبره کېښودل چې وکولاي شي ټولې اقتصادي ادارې وڅاري او هم دټولو شخصي بانکونو له منځه وړل.

٧.  په لويو صنعتونو کې پرمختګ، په کارخانو او مواصلاتو کې بدلون راوستل. دنويو کرنيزو ځمکو فعالول او په پخوانيو کرنيزو ځمکو کې بدلون راوستل.

٨.  دطبقاتي نظام له منځه وړل، يو نصاب او د زده کړي معياري نظام برابرول. ټولو کوچنيانو ته زده کړه  ورکول اود دوي زده کړه په هغه وخت کې پیلول کله چې دوي د ميندو څخه بيل او د زده کړې وړ وګرځي.  په ملي کچه د زده کړې او توليدي کړنې کارونه سرته رسول.

٩.    دصنعت اود کرنې په څانګو  کې کارکوونکو ته دملت پر ځمکه ټولنيز او عصري استوګن ځايونه برابرول او ددوي په ژوند کې د ښاري او کليوالي وګړو داسط روزنه چې يو طرفه پاملرنه پکې له منځه یوړل شي او ټولې نيمګړتياوې چې پدې اړه وجود لري ختمې کړای شي.

١٠.   روغتيا، درملنه، زده کړه او نور داسې شيان چې دپانګوال نظام له اړخه اسانتیاوې ګڼل کیدې، زمونږ له طرفه په ټولنه کې اساسي حق وګڼل شي او دټولنې ټولو عامو وګړو ته داحق ورکول. د مواصلاتي توکو ټولې وسيلې تر خپله حده په کنټرول کې اخيستل .

په شريکه کړنه کې ديووګړي ګام اخيستل ددويم لپاره اړين دي په دغه کړنه کې دشخصي شتمنيو له منځه وړل هم اړين دي. پس له دې به پرولتارېه(کارګره طبقه) پرمختګ ته چمتو کیږي. تردې چې په ټولو مالي وسايلو لکه: کرنه، صنعت، مواصلات، تجارت او دژوند په نورو څانګو کې به پرمختګ کوي او زيار به باسي چې دا شیان د دولت په کنټرول کې راولي، داډول کنټرول پخپله دپرولتاريه طبقي جمهوري کنټرول ګڼل کیږي. ددغو وسايلو په مرکزي کولو سره په پرمختګ باندي ډيري ښي اغيزي ښيندل کیږي.

څرنګه چې دپرولتاريه دهڅو او ورځني زيار څخه توليدي ځواکونه پرمختک کوي په همدې توګه اړوندې ادارې هم پرمختګ کوي.  بالاخره کله چې ټولې شتمنۍ، توليد او نور دژوند کاروبارونه  دخلکو اجتماعي لاسونو ته ورشي نو شخصي شتمنۍ به پخپله له منځه لاړې شي.  نو بيا به پيسې بي هدفه شي او کله چې دتوليداتو موخه دګټي لاسته راوړل نه، بلکه د انسان داړتيا پوره کول وي نو توليدات به دومره زيات شي چې انساني حالت به په بشپړه توګه تغير ومومي او دانسان اوسنۍ حالت به بيرته په پخوانيو ټولنيزو اړيکو باندې بدل شي.

پوښتنه - آيا داممکنه ده چې انقلاب په يوهيواد کې راشي اوبيا به بريا ترلاسه کړي؟

ځواب-
نه داسي نده! دنړيوال بازار له زيږون او هم دصنعتي تکامل په وجه دنړۍ انسانان له يو بل سره د مسلک له نظره تړلي او اړيکې لري. په تيره بيا په پرمختللو هيوادونو کې ټولنيز پرمختګ پانګوال او پرولتاريه په دوه ښکاره برخو کې را سره ويشلي دي. ددوي ترمنځ موجود ټکر، روان کشمکش او مبارزه په حقيقت کې د ننۍ زمانې مبارزه ګڼل کیږي. همدا لامل دی چې انقلاب په يوه هيواد يا ټولنه کې نشي ترسره کیدلاي . دانقلاب نوعيت او تاثير د صنعت جوړونې، سرمایې  او نورو اقتصادي برخو په غوره والي پورې تړلي دي. څومره چې د دې نوعيت ښه وي هغومره د انقلاب نوعيت او اغیزه هم ښه وي. دبيلګې په توګه هر هغه هيواد چې دنمو او ودي مزل یې  سست وي انقلاب ته په ستونزمنه توګه زيږون ورکوي. خو هغه هيوادونه چې چټک پرمختګ لري انقلاب پرې خپلې اغيزې دنورو هيوادنو په پرتله ژر ښيندي، چې دغه به بيا يو نړيوال انقلاب وي او اغيزې به یې  هم نړيوالې وي.

داسمه خبره ده چې په ټوله نړۍ کې په يو ځل اوناڅاپه انقلاب نشې راتللي. اړينه ده چې دغه انقلاب په يو ځای کې راشي خو دغه انقلاب د مُودې په تيريدلو سره بايد خپور او وغزيږي، که نه،  د له منځه تګ خطر سره به مخامخ شي. خو په يوه ټولنه کې راپاريدونکې انقلاب او بدلون ديو وګړي منتظر نشي پاتې کیدلاي. بلکې په دغه هيواد کې راپاريدونکې انقلاب په نړۍ کې انقلابي کړني ته تودوالۍ او پياوړتيا ورکوي.
ريښتنې خبره خو داده چې يو بريالۍ انقلاب چې دهر ځای څخه راوپاريږي حتما پر نورو هيوادونو خپلې مثبتې اغيزې ښيندي. د داسې نړۍ وګړي دتير وخت په نسبت ډير يو دبل سره نږدې وي.

پوښتنه - آيا دشخصي شتمنيو په له منځه وړلو سره ګټي ترلاسه کیدلای شي او کنه؟

ځواب-
کارګران به ټول توليدي ځواکونه، تجارتي ذرايع، دشيانو ويش او دراکړې ورکړې وسيلې له شخصي لاسونو څخه ټولنيز واک ته وسپاري، او ټولنيزو اړتياوو  ته په کتلو سره به پلان جوړونه او انتظامات ترسره کوي. ددې کار څخه يوه ګټه به دا ترلاسه شي ، لکه هغه صنعت چې لومړی په انفرادي لاسونو کې وو، وروسته به ټولنيزو لاسونو ته ولويږي.  او پدي توګه به د شخصي شتمنيو ته د پای ټکی کیږدي او بيا به اقتصادي غميزې نه راځي. اضافي/فاضل توليد چې په موجوده پانګوال نظام کې زيات توليد ګڼل کیږي او هم له امله یې  اقتصادي بدحالي او غميزي سر اخلي په کمونيستي ټولنه کې به دا بي مانا او بي کاره توليد نه وي، بلکه دې ته به لا نمو ورکول کیږي. فاضل توليد ددې پرځای چې بدحالي او غميزي تایېد کړي،  دټولني هر وګړي اړتياوې به پوره کړي او د نوي توليد د تخليق وړ به وګرځي. چې له امله به یې  دپرمختګ نوي دورانونه پيل شي. چې پرته له بدلون او وقفي به جريان ولري. خو دغه ټولې کړنې به وروسته ددي نظام د ړنګولو څخه صورت ونيسي.

کله چې په پراخه پيمانه صنعت جوړونه پيل شي، نو ټولنه به دشخصي ملکېت فشار څخه ازاده شي، او په داسې شکل به بدله شي، څنګه چې د دستکارۍ پر ځای معصر صنعت راغى. له دغه پرمختګ څخه به دټولنې  د هر وګړي اړتياوې پوره شي. په همدې توګه به کرنه هم چې په شخصي ملکېت او دهغې په مختلفو برخو ويشل شوي وه، آزاده شي. دساينس او ټيکنالوژۍ پر مټ چې کوم حاصلات کیږي هغه به د وګړو داړتيا دپوره کولو ضامن وي.  پدي ډول به توکي دومره توليد شي چې دخلکو غوښتلو ته به اړتيانه وي. طبقې به له منځه ولاړې شي او داسې تضاداتي روېش به په نوي ټولنيز نظام کې له منځه ولاړ شي.

دطبقو وجود دزيار او کوښښ له امله منځته راغلی دی. د کوښښ او زيار ويشل چې په پانګوال نظام کې وجود لري له منځه به ولاړ شي. فقط وسايل، ټيکنالوژي، کېمياوي او ميخانيکې وسايل دتوليد او صنعتي ودې لپاره پوره نشو ګڼلی، خو مونږ به زيار باسو تر څو دغه وسايل او آلات په سمه توګه د خلکو د پرمختيا لپاره په لاره واچوو، کټ مټ داسې چې په ١٨ زيږديزه پيړۍ کې دصنعتي انقلاب وروسته دبزګرانو، لاسي صنعت، هُنرمندو او منيفکچرنګ حالت بدل شو. همداسې يو اشتراکي توليدي نظام به يو نوي انسان وزېږوي.  چې له امله به یې  موجوده طبقي له منځه ولاړې شي، او غير طبقاتي ټولنه به په  وجود کې راشي. ټولنيزه توليدي کړنه به دپرمختګ علت وګرځي. نوي وسايل او نوي توکي به رامنځته شي. چې دغه توليد به فقط د يو څو غټو پانګوالو په لاسونو کې نه وي لکه چې په نني عصر کې د پانګوالۍ په نظام کې وجود لري. چېرته چې هر فرد دټولنې د انفراديت په چوکاټ کې د توليد يوې څانګې ته محدود پاتې دي. او پانګواله طبقه یې  د استحصال زيار باسي. نوموړي افراد پخپل ټول ژوند کې دخپل يوځانګړي استعداد څخه کار اخلي، او وده ورکوي. دا پدې مانا چې پانګوال نظام خپل هر وګړی ديوې څانګې پورې محدود ساتي، او ډير کم یې  د انسان دتخليقي استعداد په مطابق کاروي.

دکمیونل (مشترکه يا ګډ) پلان شوي صنعت او دژوند چارې د يوې ټولنې داشتراکي اړيکو په ترڅ کې پرمخ ځي. دبشريت دهر ډاکټر څخه دهغه د فطرتي استعدونو په ترڅ کې پوره پوره ګټه  اخيستل کیږي.  چې په همدې توګه دتوليدي کړنې په پرمختګ او ګنجايش کې وده راځي. زيار ويشنه په پانګوال نظام کې ديو انسان څخه بزګر جوړوي، خو د بل څخه موچي جوړوي. ددرېيم څخه صنعت کار او څلورم څخه دسټاک مارکېټ چلوونکې جوړوي، چې دا ټول د ماشينونو تابع وي. دغه توپير به په بشپړه توګه دنوي انقلاب په رامنځته کېدو سره له منځه ولاړ شي.

په کمیونزم کې به هر ځوان ته په بشپړه توګه دکار روزنه ورکول کیږي، او ډير ژر به وکولای شي چې دتوليد په ټولو کړنو باندې لاس رسى پيداکړي، او دلاس رسي څخه به وروسته وکولای شي چې يو بل کار ته لاس واچوي. پدې ډول به هغه ديو تل عمره کار څخه خلاصون پيداکړي کوم چې د کار څخه د خسته کیدلو سبب ګرځي. چې ټول عمر تيرول په يوه کار کې دپانګوال نظام ورکړه ده. په کمیونزم کې ديو ځوان په ډيرو هُنرونو کې زده کړه د ټول انسانيت دپرمختګ او ودې باعث ګرځي.

داسې ټولنې چې بنسټ یې  دکمیونزم پر فلسفه ايښودل شوی وي هر وګړي ته داحق ورکوي چې خپل استعداد په بیلا بیلو برخو کې وکاروي، ددې کړنې په ترسره کېدو سره به په چټک ډول د طبقو شتون له منځه ولاړشي. په همدې توګه دکمیونزم پر بنسټ ايښودل شوي نظام به دټولنو ترمنځ توپير او سيالۍ له منځه يوسي او هم به دښارونو او بانډو ترمنځ توپير ختم شي. خلک به وکولای شي چې په بانډو او ښارونو کې د کرني او صنعت څخه پرته،  نوري ستونزي پرمخ بوځي.  ددوي ترمنځ راکړه ورکړه او ناسته پاسته به داشتراکي نظام په چوکاټ کې وي، چې ددوي ترمنځ به فاصلې راکمې کړي.

دکمیونزم پر بنسټ ولاړ نظام چې په کوم ځای کې طبقې له منځه وړي هم هلته هڅه کوي چې هغه وسايل او لاملونه هم له منځه يوسي کوم چې دطبقو دزيږون سبب ګرځي. دبزګرانو دبزګرۍ سره اود صنعتي خلکو دصنعت سره تړل هغه کړنه ده چې په دواړو برخو کې یې  د پرمختګ مخه ډب کړيده.  دغه کړنه کیدلای شي ديوې ټولنې دپرمختګ پرمخ کې خنډ وګرځي.

دخلکو ترمنځ اشتراکي احساس دګډ پرمختګ باعث ګرځي. چې له امله به یې   دهر وګړي اړتيا پوره کیږي.  د ورخطایۍ، منافقت او د بي باورۍ حالت به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي. په موجوده نظام کې ديو څو خلکو په خاطر دډيرو خلکو حق تلف کیږي،  دا توپير به له منځه ولاړ شي. ټول ټکرونه او ډلې به ختمې شي. کمیونزم به د زيار ويشنه له منځه وړي او عام وګړو ته به په پوره توګه دکار کولو او د دوي داستعداد سره سم داستحصال مواصلات ورکوي.

دصنعتي توپير له منځه وړل او دنورو کارونو په ترڅ کې په نړيواله توليدي کړنه کې ګډون، ګټې او دکليو، ولايتونو او هيوادونو دبنديزونو څخه خپلواکي او دشخصي  شتمنيو له منځه وړل به ډيرې ښي اغیزي رامنځته کړي.

پوښتنه -  دکمیونزم په کورنۍ نظام باندې څه تاثيرات پريوځي؟

ځواب-
په دغه نظام کې به بشري اړيکې دکېنې، بُخل او منافقت څخه پاکې وي چې بنسټونه به یې  په ريښتني بشري قدرونو باندې وي. خو دا ټول هغه وخت کیدلای شي، چې شخصي شتمنۍ له منځه ولاړې شي . کوچنيانو ته به په مساوي بنسټونو زده کړه  ورکول کیږي. وده چې يو ټولنيز تړون دى، په خاوند باندې انحصار او محتاجي، د کوچنيانو په مور او پلار باندي دمصارفو پيټي او دکوچنيانو په والدينو باندي به انحصار ختم شي.

داټول هغه څه دي چې پانګوال نظام زيږولي دي. مونږ په کمونيستي نظام کې دميرمنو دمشترکه ملکېت دشميرلو په اړه داسي ځواب ورکوو چې دميرمنو مشترکه ملکېت يو داسي کېفيت دى چې دپانګوالې ټولني سره تړل شويدى. چې په دغه نظام کې دميرمنو ارزښت دجنس په څير وي. ميرمنې د فحاشى دبازار، دحُسن مالکه، ځان پلورونکې او ديوي نڅاګري په توګه کارول کیږي. دميرمنو دحُسن څخه ناوړه او ناروا ګټه په شخصي ملکېت کې پورته کیږي. کله چې دغه شخصي ملکېت له منځه ولاړ شي نو هيڅ ميرمن به خپل حُسن ونه پلوري، او نه به فحاشى کولو ته مجبوره شي.

دپانګوال نظام په له منځه تګ سره به ميرمنې د جنسي تفريق او غلامۍ څخه آزادې شي، او هغوي به په ريښتيا د يو خوشحاله، باعزته او ښه ژوند درولودونکې شي. کمونيست نظام دميرمنې دمشترکه ملکېت پر ځای ددغه تعصب پښې وهي. په سوسيالستي نظام کې کورنۍ له منځه نه ځي، خو حیثیت او بنسټونه یې  بدليږي په دا کې به له خپلوۍ څخه مفادپرستي، له احساساتو څخه خودغرضي، مجبوري او محتاجي په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

پوښتنه - د ملتونو، قومونو او ولسونو په اړه به د کمیونزم څه چلند وي؟

ځواب-
ولسونه او مليتونه به داکثريتي طبقې تابع شي، په دغه نظام کې به دومره نظم وي چې خلک به ديو بل سره عادت او بلدشي. پدي ډول به ډير ژر مذهبي، توکميز،نژادي، سيميز او کلتوريزي ترينګلتياوې له منځه ولاړې شي. دتوکميز او قامي وياړ په نوم موجودي ټولې ډرامې او د تير وخت ظُلمونه، روايات او رواجونه به له منځه لاړ شي. دټولو فرهنګونو معياري رُوح ته به ښکلا ورکولای شي. دټولو طبقو دپرمختګ لپاره به وسايل ورکول کیږي. دمالي جبيرو استحصال به له منځه ولاړ شي.

په سوسيالسټ فيډريشن کې دټولو ګډون کوونکو ملتونو په خوښه ګډون، دسرمایې  او ملکېت څخه پاکه ټولنه چې له امله به یې  اشتراکي ټولنه دډول ډول رنګونو، توکمونو، ژبو او فرهنګونو يوه په زړه پوري ګلدسته وي. او هم به داټولنه د ترينګلتياوو، کېنو څخه پاکه او پر سپيڅلو احساساتو ولاړه، دبشرې لوړوالي، يووالي او سوکالۍ يوه ځانګړي بیلګه وي. داسي يو وخت به راشي چې خلک به پر يوه ځاي بغير له کوم توپير څخه اوسيږي.

پوښتنه - مارکسيزم څه ته وایې ؟

ځواب-
 دکارل مارکس د١٨١٨ء زيږديز څخه تر ١٨٨٣ء ز کال پوري هلې ځلې او د نظرياتو ټولګه، مارکسيزم بللی شو. مارکس په ١٩ زیږدیزه  پيړۍ کې پر دريو نظرياتي رجحاناتو باندي کار وکړ او لوړوالۍ یې  ور وبښه. هغه دري نظریې  پدي توګه دي: کلاسيکې جرمنی فلسفه، دبريتانیایي نوي سياسي اقتصاديات او تاريخي مادیت.

ان تردې چې دکارل مارکس  مخالفين هم ددغې خبرې تایېد کوي چې د مارکس خپلمنځي پیاوړتیا او پراخو نظریاتو ټولنیز جدلیاتي ماديت او د ساينس بنسټونو د ساینسي سوسياليزم ډبره کیښودله او د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې یې  دکارګر غورځنګ په نوم نظريات او برنامې ترسترګو کیږي.  چې داپخپله دسوسياليستي انقلاب اودکمونيستي ټولنې درامنځته کولو لپاره اړين بنسټونه بلل کیږي.

پوښتنه - مارکسيزم، لينينزم او ټراټيسکېزم څه ته وایې ؟

ځواب-
دغه اصطلاح په عامه توګه دانقلابي مارکسيسټانو لپاره کارولۍ کیږي.  مارکسيسټان هغه انقلاب کوونکې دي چې د موجوده نظام پرځاي دبل نظام غوښتنه لري. خوبل لوری ته  اصلاح کوونکي هغه خلک دي چې دپانګوال نظام د مهربان او شريف النفسه جوړولو هڅې کوي. واضحه خبره ده، چې دا کار ناشونی دي. لینینزم دمارکس تصّورات خپرول(دپانګوال نظام د جبرپرضد، استحصال، پانګونې او دنړۍ پر آباد نظام دسترو ځواکونو پرضد) لينيزم په نوم یادیزي. خو دمارکسيزم او لنينزم ترمنځ تر اوسه پوري يوڅه ستونزي موجودي دي. ځيني شخصيتونه لکه سټالن، ماؤ او بیا ځيني نوردټراټيسکېزم پيروان دي. که چیرې دا ومنلي شي چې سټالن او ماؤ مارکسيسټان نه وو خو دوي په حقيقت کې د مارکسيزم دمفهوم او روزل شويو رجحاناتو نماينده ګي کوله. ولې چې د دوي په زمانه کې رياست د کارګرانو دجمهوري کنټرول پر بنسټ نه وو،  او ديوڅه بيوروکريټو پر آزادانه بنسټونو ايښودلی شوی وو. دوي دکارګرې طبقې جسدونه سره د يوڅه سپيو په څير ځانونه تړلي وو.

ټراټيسکېزم عبارت له هغه کړۍ څخه ده چې ١٩٢٤ ز کال کې دلينن د مړينې وروسته دهغو وګړو لارښوونه کوله کومو چې دسټالن د تګلارو سره اختلاف درولوده. په حقيقت کې لیننزم (Leninism) دمارکسيزم (Marxism)يو تسلسل دى. خو ډير خلک دغه اصطلاح د هغو خلکو لپاره کاروي چې له سټالنیسټانو څخه جلا شوي دي. خو ترڅنګ یې  ډير داسې خلک چې دمارکسيزم،ټراټيسکېزم او ليننزم (Leninism)پر تسلسل پوهيږي، ځانونه مارکېسټ معرفي کوي، ځکه چې ددغه ټولنې په سلګونو منونکي داسې جنوني او احساسي تګلارې غوره کړي دي، چې له امله یې  دټراټسکې نوم بدنام شوى دي. او ټراټسکې چې د مارکسټ نظریې  لپاره کوم خدمت ترسره کړيدي هغه عبارت له دوه کارونو څخه دي:
لومړی داچې د سټالينزم ساینسي تجزيه یې  ترسره کړه، او دوهم داچې دځانګړي انقلاب نظريه یې  ورکړه چې پدي توګه یې  وکولاي شول پر نوي آبادياتي نړۍ ښه اغيز وښيندي.

پوښتنه - آيا په يوه وخت کې د ولسواکۍ او سوسیالیزم يوځاي شتون ممکن دى او کنه؟

ځواب-
لومړۍ خو دامفکوره له بيخه ناسمه ده چې مارکسيزم او جمهوريت ديو بل سره په ټکر کې دي. ريښتيا خو داده چې د پانګوال نظام په شتون کې ريښتنى جمهوريت په وجود کې نشي راتلاي. هو! داسي کیدلاى شي چې يو څو کاله وروسته تاسو په صدراتي او پارليماني ټولټاکنو کې ونډه ولرئ، خو که لږ ځير شو او وګورو چې په دغه ټولټاکنو کې ونډه اخيستونکي څوک دي؟ پر ډاګه ده هر هغه څوک چې پيسې ولري. ددوي په بريالي کولو څوک پيسې لګوي؟  ستر او لوي تجاران، کمپنیانې اوپانګوال- باالمقابل تاسو سره څه بدیل نشته. په عملي توګه دغه جمهوريت فقط دشتمنې اوپياوړې طبقي په ګټه دى دکوم څخه چې دبوروژوا طبقه مانا اخیستلي شوو. له دې څخه لا  اړينه خبره دا ده چې دغه طبقه ټاکلې شوې ده،  تر څو دولت رامنځته کړي،  نو دوي سره پرته له خبرو دعمل لپاره هيڅ تګلاره وجود نلري. که چیرې دامريکا د دريو شتمنو سړيو سره دامريکایې  وګړو په پرتله دري کروړه دولت په لاس کې وي دوي کولاي شي چې د دولت چاري پر مخ بوځي. دخپل اقتصادي پريکړو په ورځ دوي دميلونونو انسانانو د ژوند پريکړې کوي. مانا دا چې دروزګار، روغتيا او پوهنې په اړه پريکړې کوي.

کله چې دغه ډول سترو او لويوتجارتي کمپنيو ته خطر پيښ شي نو دوي کولای شي چې دولتي ځواک او زور وکاروي. دبيلګي په توګه کله چې په چيلي کې په کال ١٩٧٣ ز کې د سلواډ ور ایاندي  دور دجمهوري دولت ولسې ټاکنو پر محال د مسو او اوسپني دکانونو او د مخباراتو فابریکې (چې دا د امريکایي  کمپنيو شتمني وي)  دمحدودولو او ولسي کولو پريکړه وکړه،  نو په دغه وخت کې ټولو دغو کمپنيو په کروړونو ډالره مفقط کړه او په پايله کې یې  د سي-آیې -اي په واسطه په چيلي کې پوځي بغاوت رامنځته کړ او اياند یې  په مرګ ورساوه.  

چې پر ځاي یې  ظالم پوځي ديکتاتور پنوشي دواک پر ګډي کښيناوه. د٢٠٠٤ زيږديز کال په امريکایي  صدراتي ټولټاکنو کې لويو کمپنيو دبُش دکمپاين په خاطر ١٠.٣ ميلونه ډالره مفقط کړل چې داسې بُش دواک ګدۍ ته ورسیده،  دغو کمپنيو ددي مفقط په بدل کې دګمرکانو دټکس څخه خلاصون وموندل، چې په پایله کې یې ٥ ميليارده ډالره ګټه ترلاسه کړه. ددغو بيلګو څخه داجوتيږي چې پانګوال جمهوريت څومره ګټور او څومره ناوړه کاروبار دی.  دلته دغه پوښتنه راولاړيږي چې په دغه پانګوال ځواکونو کې دومره ستر ځواک له کُومه  راپيداکیږي؟ دا د دې لپاره چې دوي په ریپبليکېن او ډيموکراټ کې په ميلونونو ډالره سرمايه کاري کړيده. او په وروستني پړاو کې دولت او سياسي ګوندونه ددې لويو پانګوالو ګوډاګي ثابت شويدي. همدغه کمپني دي چې وروسته بيا پريکړي کوي او تګلارى جوړوي،  چې بايد په کومو کړنو عمل وشي او په کومو ونه شي.

داهم بايد ډاګه کړلای شي چې ددې ډول سياسي ګوندونو ريښې پر خلا کې نه بلکه ددغو لويو پانګوالو او کمپنيو په ملياردونو ډالرو سرمايو کې دي. همدا لامل دى چې دغه ګوندونه تل  ددې پانګوالو او کمپنيو تر اغيزو لاندې وي. پس په ريښتيا دغه کړۍ دقانون،حقيقت او يا انصاف ورکولو لپاره نه بلکی د يو څو پانګوالو ته دګټو رسولو په موخه په وجود کې راځي،  تر څو دوي ته يو څه په خوله کې ورواچوي اوبس.

بل اړخ ته له  سوسيالسټې انقلاب وروسته د نړۍ دژوند تيرولو ټول وسايل په شخصي لاسونو کې نه،  بلکی داکثريت طبقي په لاسونو کې ورکوي. چې په جمهوري توګه کنټروليږي، او پر مخ یې بوځي. دغه په ريښتيا هم جمهوريت وي، چې په کوم کې به خلک وکولای شي، پرخپل ژوند کنټرول ولري.  دوي به په جمهوري توګه سره وکولای شي چې خپل نماينده ګان وټاکي،  دولت جوړ کړي او ورسره به دغه نماينده ګان پر معيشيت باندې هم کنټرول ولري. او وبه کولای شي چې په ريښتيا په شيانو کې بدلون راولي.  که دغه نماينده ګان ونشي کولای چې کارونه په سمه توګه ترسره کړي نو خلک به وکولای شي چې دوي له کاره ګوښه کړي،  او دغه نماينده ګانو ته به ديو مزدور له معاش څخه زيات معاش نه ورکول کیږي.

په دا اوسنی نظام کې چې کوم نماينده ګان وجود لري ددوي مراعات خو ددوي دمعاشونو څخه هم لوړ دي. په اشتراکې نظام کې به لوړ استعداده خلک دخپل استعداد مطابق په کارونو ګمارل کیږي. ددې لپاره چې دوي ته به اضافي استعداد ورکول کیږي خو د چوپړ په خاطر-
دغه نماينده ګان به دټولنې دوګړو له منځه ټاکل کیږي لکه څرنګه چې لينن ويلي دي. اشپز به هم وکولاي شي چې صدراعظم او ولسمشر جوړ شي.  دغه به په حقيقي مانا کې جمهوريت وي.

پوښتنه- په سوسیاليزم کې به تولید څرنګه ټولنيز کیږي او ددولت وېش به څه ډول وي؟

ځواب-

عصري تولید تقريبا ټولنيز دی دبيلګي په توګه يو سړی په يواځې توګه نشي کولای چې ټول کمپيوټر ځان ته رامنځته کړي . همدا لامل دی چې عصري توليد دومره دپيچلتوب ښکار دى چې فقط ديو کمپيوټر جوړولو په خاطر دنړۍ زرګونه خلک زيار باسي،  تر څو کمپيوټر رامنځته کړي. له اومه موادو نيولې بيا تر هارډوير ډيزاين پورې او د دې د تشکېلولو څخه بيا تر کلر (رنګ) راوړلو پورې دا ټوله يو ټولنیزه کړنه ده. خو ددغه ټولو کارګرانو تخليق شوى دولت په مساوي توګه نه ويشل کیږي. ميليارډان پانګوال او لویې  کمپنياني ددې دولت ډيره لويه برخه پر يواځې ځان هضم کوي. نو معلوميږي چې دغه عصري کارګره طبقه ده چې دهرې ورځې کارونه او فابريکې چلوي.

واحده کارګره طبقه ده چې ټولنيز دولت جوړوي خو دوي ته دخپل زيار بدل په لاس نه ورځي. دا سمه ده چې دوي ته دمعاشونو په لوړولو او بونس ورکولو يو څه ناڅه لاسته ورځي، خو  پانګوال چې خپله کوم بونسونه هضموي هغه ددي په پرتله څو ځلي ډير لوړ دي. دبيلګي په توګه په مالداره صنعتي هيوادونو کې لويو پانګوالو او مالکانو ته په لکونو تحفي او بونسونه دکرسمس دلمانځلو په خاطر ورکول دکوم ځاي انصاف دى؟  دلته د دې خبرې اړتيا ده چې دولت بايد په هغو خلکو ووېشل شي چې جوړونکې یې دي.

پوښتنه - پراديوالى (بیګاني)څه ته وایې ؟

ځواب-
په پانګوال نظام کې دپرديوالي اساسي لامل دکارګرې طبقې او دهغې دزيار څخه تخليق شوی توليد ترمنځ ناانډولتوب او دپانګوال نظام پرظلمونو او استحصال پراته پرده ده،  چې دا د  اُجرتي زيار او سرمایې  ترمنځ حقيقي ريښې دپټولو کوښښ کوي. کارګر چې کوم توليد او دتوليد جوړونې کومه کړنه ترسره کوي،  دهغي بدل نه ورکول کیږي تردې چې دخپلو ډيرو جوړ کړى شوو شيانو څخه هم بې برخې وي چې له امله یې  د زيار او تولید ترمنځ پراديوالى رامنځته کیږي. چې په پايله کې بيا ټوله ټولنه او کارګره طبقه ښکار کیږي. ددغه پټ استحصال له امله دشيانو سره دانسان حرص زياتيږي او داسې شيان په ژونديو شيانو بدل شي،  او انسان بياخپل حيثيت دلاسه ورکړي او دشيانو ځاي ونيسي.

دغه لوړ او پراسرارې بشرې اړيکې دشعور تل ته ولويږي چې بيا دغه حتمي او خطر یې  ګڼل کیږي. همداسې په انګريزي کې کارګري طبقي ته لاس ويلی کیږي او دغه مثال هم ورکول کیږي چې د فلانې سړي قدراو قیمت يو ميليارډه ډالر دي.  نو ددغه پراديوالي بنسټ په توليدي خپلوۍ يا که چیرې په قانوني ژبه کې ورته وویلی شي، نو په شتمنې خپلوۍ ولاړ دي.

۲۶- ديوې زمانې غالب فکرونه څه ته وایې ؟

ځواب-
دهرې زمانې غالب فکرونه او مفکورې دواکمنو مفکورې وي.  دا پدي مانا چې دټولنې کومه طبقه چې مادي ځواک لري هغه دفکري ځواک په اړه هم مطرح وي. هغه طبقه چې مادي توليدي ذريعې یې  په لاس کې وي پر ذهني توليد باندې هم چپاو او يرغل کوي. نو مونږ ويلاي شو چې دذهني توليدي ذريعو څخه دمحرومه طبقې فکرونه دواکمني طبقي تابع وي. د مادي ريښو څخه چې کوم فکرونه جوړيږي هغه ته واکمن فکرونه ویلی کیږي. پدې ترتيب دغه ډول فکرونه او مفکورې ددوی دغلبې او واکمن فکرونه بلل کیږي. هغه خپلوۍ/ریښي چې د تصوراتو په څېر څرګندیږي، د واکمنې طبقې د پېژندګلوۍ باعث ګرځي. لحاظه دا خیالات د دوی د غلبې په ترڅ کې رامنځته کیږي.

هغه خلک چې واکمن وي، دنورو شيانو ترڅنګ شُعور هم لري.  همدا لامل دى چې دوي دپوهاندويۍ او مفکورې جوړونکي په توګه هم پاچایي  کوي، او دخپلې زمانې د مفکورو توليد او تقسيم هم کنټرولوي. په همدې لامل ددوي خيالات او مفکوري د زمانې حکمران فکرونه  يا مفکورې ګڼل کیږي.

پوښتنه - په تاريخ کې د فرد رول څنګه ارزیابي کیدای شي؟

ځواب-
مارکسيزم هيڅکله دفرد د رول څخه انکاري ندى خو دومره وضاحت ضرور کوي، چې داشخاصو اوګوندونو دکردار پريکړه دتاريخي تکامل د سوایي ډاګیز معروض (عینې اوضاع) او ټولنيز چاپيريال کوي. چې د دغه وروستنۍ پريکړه دتوليدي ځواکونو دپرمختګ سره تړل کیږي. داپدې مانا نده لکه څرنګه چې دمارکسيزم نيوکه کوونکي وایې  چې انسانان فقط دماديت تر ګزارونو لاندې ژوند کولو ته اړ شوي دي. مارکس او اينګلز یې  وضاحت داسې کوي چې انسانان خپل تاريخ پخپله جوړوي، خو دوي دغه کار پخپلواکه توګه نه ترسره کوي. بلکی دوي دچاپيريال تر اغيزې لاندې دا تاريخ جوړوي په کوم کې چې ژوند کوي.

په هر يو چاپيريال کې دبعضوسياسي شخصيتونو شخصي خاصيتونه اغيز اچوي لکه فکري بشپړتيا، مهارت، ډاډ، جرات او ثابت اوسيدل. دانسان په ژوند کې داسې حتمي حالت هم رامنځته کیږي چې دسياسي قيادت درول له امله حالت او وضعه په بشپړه توګه بدلون بيامومي. داسي عهدونه عام نه ګڼل کیږي داهغه وخت سر اخلي کله چې اوږد مهاله پټي تربګنۍ دجدلياتي علم له مخي مقدار په معيار بدل شي. خو دا معلومه ده چې افراد فقط دازادي په زور دټولنې تکامل نشي ټاکلی. خو په بشري تاريخ کې داخلي عناصر دټولنې دبدلون باعث ګرځي.

پوښتنه - دټولنې مادي بنسټونه څه دي؟

ځواب-
څرنګه چې چارلس ډارون دنامياتي فطرت، قانوني تکامل درياضي کشف دى همدغسې کارل مارکس دانساني تاريخ، قانوني تکامل کشف ګڼل کیږي. مارکس دغه ساده حقيقت کشف کړ چې وروسته دنظرياتي څار، څيړنې لاندي پټ شو. مطلب له سياست، ساينس، مذهب او د هُنر دپلټنې مخکې بايد انسان ته کور، ډوډۍ، کالې او څښل مساعد کړای شي. نو پدي توګه دټولنې دګزران لپاره مادي وسيلې او دهغې په پايله کې په هغه عهد کې د ولس ټولنيز پرمختګ هغه بنسټ دى چې پر اساس یې  ديو دولت ادارې، قانوني فکرونه، هُنر او ان تر دې چې د يو ولس مذهبي فکرونه هم تکامل مومي. نو همدا خبره ده چې بايد دشيانو تجزيه پر دغه اساس وشي. نه دا چې پر نورو شيانو څنګه چې په رواياتي توګه کیږي.

پوښتنه - دټولنيزې تکامل قوانين څه دي؟

ځواب-

دټولنيز توليد له امله وګړي په داسې خاصو ريښو کې تړل کیږي چې هغه نه شلیدونکې وي، او د دوی دارادو تابع وي. دغه توليدي ريښې دتوليدي ځواک دپرمختګ تر يوه سويه پورې هم آهنګه کیږي. او د ټولنې دغه اقتصادي جوړښت د توليدي ريښو په ترڅ کې منځته راځي. دغه هغه لوي رښتینی بنسټ دى چې پر سر یې  قانوني اوسياسي جوړښتونه رامنځته کیږي. او دټولنې دشعور مختلف ډولونه هم د دوي سره سمون خوري. دمادي ژوند دغه طريقه دتوليد ټولنيز، سياسي او د رُوحاني عواملو عمومي کردار ټاکي. دانسانانو شعُور د دوي د وجود يقين نه کوي، بلکی ټولنيز وجود ددوي دشعُور يقين کوي. دتکامل په يوه خاص پړاو کې تولیدي ريښي پرځاي د دي  چې دتوليدي ځواکونو  دپرمختګ باعث شي خنډ جوړوي. ددي څخه وروسته دپاڅون پړاو پيل شي.
داقتصادي بدلون وروسته هر لوړه طبقه دبدلون سره مخ کیږي. ددغه بدلون له امله هغه ډله چې رامنځته کیږي دمادي معيشيت دراتلونکي بدلون تعين یې  خصوصا په فطرتي، سياسي او ژور نظر سره وکړای شي. بل لوري ته قانوني، سياسي، مذهبي، جمالياتي او فلسفيانه نظريات هغه نظرياتي صورتونه دي، چې له امله یې  انسان دتربګنيو او ټکرونو په اړه فکر اومبارزه کوي. مونږ دچا په اړه هغه رایې  نه ورکوو چې نوموړی یې  دخپل ځان په اړه لري.

همداسې مونږ ددغه بدلونونو عهد پلټنې دشعُور پر بنسټ نه کوو بلکه ددې برعکس دغه شعُوري وضاحت دمادي ژوند دمخالفتونو، دتوليدي ټولنيزو ځواکونو او دتوليدي ريښو تر منځ موجودټکر پر بنسټ کوو. هيڅ يو ټولنيز نظام تر هغه وخته پوري نه ختميږي تر څو چې توليدي ځواکونه خپل ځای څخه چې وړتيا یې  ولري لاس رسی ونه لري. او نوي توليدي ځواکونه چې دزاړو توليدي ځواکونو ځای به نيسي نشي کولای چې راڅرګند شي. چې تر څو دا مادي اوضاع  د پخواني نظام په تل کې ځان آماده کړی نه وي. انسان تل دهغه مسايلو سره مبارزه کړيده، چې نوموړى کولای شي چې ترسره یې  کړي. که مونږ د دغه مسلې په ژوره توګه اندازه واخلو نو تل دغه خبره مخې ته راغلې ده چې مسله هغه وخت سر راپورته کوي چې کله دهغې ستونزې دحل کولو لپاره مادي حالات  رامنځته شویدي. يا کیدلای شي چې د تشکېل په مراحلو کې وي. که لږ ځير شو نو دانسان پخواني ځمکوال او دعصري پانګوالی توليدي طريقې ته د ټولنې دبیلا بیل تکاملي  پړاوونو نوم ورکولای شو. پانګوال توليدي ريښې دټولنيز عمل وروستی تصادمي شکل دى. چې دا  انفرادي تصادم نه بلل کیږي بلکی دا د ټولنې داوسيدونکو د ژوند دحالاتو سره تړلى دى. او بل کیدلاي شي ژبه د تصادم دمخالفت سره سره دپانګوالې  ټولني په تل کې تکامل کوونکې توليدي ځواکونه پخپله دمخالفت يا تصادم دختمولو لپاره مادي اوضاع مساعده کړي. نو مونږ  ویلای شو چې دغه د بشري ټولنې تاريخ څخه مخکې دتاريخي مرحلې  وروستی پړاو دى.

پوښتنه -دپانګونې د تکامل تاريخي رجحان څه دى؟

ځواب-
هغه خلک چې توليد کوي زښت په ظُلم او بدمعاشۍ سره شړلی کیږي او دغه احساساتي محرکات ډير په بدنامه، چټل، لویدلي او د کرکې په بنسټ ولاړ وي.  بزګران او دستکارو ته دشخصي شتمنيو په سترګه کتل کیږي، چې نوموړي دغه ملکېت په شخصي زيار او خپلواکۍ لاسته راوړى وي. برعکس پانګوال د ډيرو زياتو شتمنيو استحصال کوي. دغه پخپله دپانګوال توليد د داخلي قانون څخه راوځي. يوپانګوال ډير زيات خلک دمرګ کندې ته وراچوي. ددې لاس دپانګوالو دلاسه د ډيرو نورو پانګوالو په شريک کیدلو تر څنګ محلي زيار يا کوښښ چې پخپل منځي مرستې سره ولاړ وي او دسياسي شعُور، تخنيکي استعمال، منظمي کرني اونورو داسې، زیار په داسې شيانو کې بدليدل، چې په مشترکه توګه سره کارولاي کیږي. ټول  ذريعي توليدات دټولنيز مشترکه کوښښ په توګه استعمالول، ټول محصولات په نړيوال بازار کې ښکېلول او د دې ترڅنګ پانګوال نظام ته نړيوال اهميت او کردار بخښل هم دوام لري.

دډيرو لويو لويو پانګوالو کمېدل چې زياتره طبقه یې  نوی مالک او اختيار لري دجبر،  شکنجې، غلامۍ، تذليل او استحصال لامل ګرځي. نو ددې ترڅنګ دکارګرې طبقې په کميت کې هم اضافه کیږي. منظم او يواځې کیدلو لپاره هڅې کوي چې علت یې  دپانګوال نظام توليدي ميکانيزم دى. دسرمایې  واک او دتوليد تر څنګ پخپله دغه پرمختګ ددوی په لاره کې خنډ ګرځي. دذريعي توليد راغونډول او د زیار ټولنيز رول آخر يوداسې ځای ته ورسيږي چې چېرته دپانګوال شخصي شتمنيو مرګ ضرور وي . هغه خلک چې خلک بي دخله کوي په خپله بي دخله کړای شي.

پوښتنه - ګلوبلويزايشن څه ته وایې ؟

ځواب-
ګلوبلايزيشن هغه اقتصادي تړون دى چې  په ترڅ کې یې نړيوال اقتصاد رامنځته شوی دی. چې له امله یې  ډير ولسي اقتصادونه دنورو اقتصادي معيشتونو ته اړباسل کیږي. چې پدې ډول هيڅ يو هيواد پخپل ځان بسيا او خپلواکه ندي. ځکه چې هر يو دبسيا کیدلو لپاره تبادلې ته اړ دي. يو پلان شوى نړيوال اقتصاد پخپله بد ندى ځکه چې دا دپلان شوي اقتصاد لپاره پرمختګ بخښي. خو دا ديو داسې نظام په واسطه ترسره کیدلای شي چې بنسټ یې  ټولنيز عدل اود ذريعي توليد(فابریکې،تيکنالوژي، سرمايه) پر اجتماعي ملکېت باندې وي او کولای شي چې دبشریت د ودې باعث وګرځي.

خو پانګوال نظام پر شخصي شتمنيو او انفرادي پانګوال نظام په فکر ولاړ وي. او دافکر کوي چې څنګه زياته ګټه ترلاسه کړي دغه ډول فکر دپرمختګ پر لاره يوه ستره ننګونه ګڼل کیږي او داسې چاپيريال ته لاره هواروي چې په هغي کې ډير کم خلک دبې حسابه دولت او شتمنيو خاوندان وي او نور دټولنې اکثره طبقه یې  ورځ په ورځ دغُربت ښکار کیږي. په غريبې او غير مساوي او ناانډوليز خُوي  کې ورځ په ورځ اضافه والی راځي.

پوښتنه – په لوږه او غیرمساویانه وېش کې د ورځ په تېریدو ولې زیاتوالی رامنځته کیږي؟

ځواب-

اوس مهال دځمکې پر سر څه دپاسه اوه ميليارده خلک ژوند کوي چې د يو ميليارد خلکو لپاره دژوند اسانتياوې مساعديدلای شي. خو په لوږه او بې چارګۍ کې ورځ په ورځ اضافه والۍ راځي. څه دپاسه يوميليارد خلک دخوراک دکمښت سره مخامخ دي او درې ميليارده خلک دلوږې د ليکې څخه لاندي ژوند کوي. دمايکروسافټ کمپني ددريو لوړو چارواکو سره دومره دولت موجود وو چې هغه دامريکې دهغه بوديجې څخه هم زيات دى چې لوږې دله منځه وړلو په موخه په پام کې نيول شوی. دمختلفو اقتصادي بازارونو ترمنځ دشيانو تبادله په منصفانه توګه نه ترسره کیږي. ديو لاس  برابرې مختلفې ملکي یا نيشنل کمپنيانې دواک او قدرت خاوندانې دي چې دټولې نړۍ ٤٠ سلمه دولت او د تجارت په ٧٥ سلمه وسايلو قابض دی او دوی په نړۍ کې دخپلو ګټو پوره کولو په خاطر خپل شرطونه عملي کوي. دنړيوال اقتصاد له وېش څخه لويو هيوادونو ته برابره ګټه نه رسيږي.

خو دومره کیږي چې کم پرمختللي هيوادونه خپل اومه مواد لکه تېل، کانونه، کرنيز اجناس په پرمختللو هيوادونو په ډير کم زيار او قيمت سره خرڅوي. چې له امله یې  ددې پر ځای چې ناانډولتوب له منځه ولاړ شي نور هم زياتيږي. خوار هيوادونه د داسي توليدي شيانو خرڅولو لپاره مجبوريږي چې تيارول یې  خورا ډير زیار ته اړتيا لري. غريب هيوادونه دتخنيکي کمزورتيا له امله داسې شيان  له لويو ځواکونو او پرمختللو هيوادونو څخه اخلي چې دوي یې  دجوړولو توان نلري نو بيا دغه شيان دوی ته په لوړقيمت پرېوځي. خو دغه شيان تيارول ډير اسانه کار دى. ښکاره خبره ده چې پدي ډول کار کې څوک ګټې ترلاسه کوي او څوک تاوان. ددې هر څه ترڅنګ مونږ ویلای شو چې نړيوال اقتصاد دلويو غربي ځواکونو اوملټي نيشنل کمپنيو تر پنجو لاندې دي. او دوی کولای شي چې دخپلې خوښې قيمتونه، تجاراتي قوانين او اقتصادي اصول پر نورو تحميل او مسلط کړي. دبيلګې په توګه په ١٩٦٠ ز کال کې دبنرايه د يوې امریکي ټريکټر اخيستلو لپاره ٢٠٠ دکوفي بورۍ ورکولې، خو دا قيمت وروسته د یو امریکایي ټریکټر په بدیل کې په ١٩٩٠ زکال کې ٦٠٠ بورۍ ته ورسیدل.  

پوښتنه – ملټي نيشنل کمپني  ولې دومره ځواکمنې دي؟

ځواب-
په ټوله نړۍ کې دملټي نيشنل کمپنيو نمو او پرمختګ دپانګوال نظام د تکامل پايله ده، چې زياتره یې  دانفرادي ګټو پر سر ولاړ دي. ددغه ګټې دلاسته راوړلو لپاره پانګوال پخپل منځ کې سيالي کوي. دوي خپل توليد، پلورل زياتوي او دخپل تجارت لپاره نوي بازارونه ګوري. دموجوده بازارونو استحصال، ارزانه زيار او د ارزانه اومه موادو په خاطر په نورو هيوادونو کې سرمايه ګذاري کوي.

د دي ټولو لاملونو له امله دولت ديوڅو خلکو په منځ کې راغونډ شوه. دا پدې مانا چې دولت د لويو پرمختللوهيوادونو ديوڅو لويو شرکتونو په لاس کې دي. چې دنړۍ په زياتره شتمنيو یې  کنټرول او برلاسي دي. کله چې دغه شرکتونه په معاشي توګه خپل شرايط تطبيق نه کړلای شي نوبيا دوی داستعماري هيوادونو سياسي اونظامي برخې دخپلو ګټو په خاطر استعمالوي. دوی تل دخپلو ګټو لپاره دبشریت شُعار ورکړی دي. مونږ د دې شاهدان يو چې نوي استعماري قوتونه پر يوګوسلاويه، افغانستان او عراق باندي بمباري  د بشري حقوقو ژغورلو په خاطر کړېده. چې فقط دخپلو ګټو د لاس ته رواړلو لپاره يوه بهانه ده. دګلوبلايزيشن نظام دنيمګړتیا پټولو لپاره دپردې تر شا کار کوي. موجوده پانګوال نظام مونږ داسي تشريح کولای شوچې دوی په نړيواله سویه دعامې طبقې زيار باسوونکو استحصال او د نړۍ دهيوادونو ديوڅوځواکونو او ملټي نيشنل کمپنيانو له لاسه استحصال شويدي. مانا ښکیلاک دى او دا پانګوال نظام دي.

پوښتنه - ايا دا مُمکنه ده چې پرته د پانګوال نظام خلاف جنګيدلودنړيوال مالي فنډ او نړيوال بانک خلاف وجنګيږو؟

 ځواب-
دناانډوله شيانو تبادله چې غريب هيوادونه یې  دغُربت اولوږي کندې ته وراچولي دي. غريب هيوادونه اړ دي، چې ددوي څخه قرضه واخلي چې په پایله کې یې په بشپړه توګه غلام شي. دقرضونو له امله دوي دنړيوالو ادارو اقتصادي پلانُونه او نړيوالو اړيکو دجريان په خاطر دوي دې ته اړ اېستل کیږي چې ټولې خبرې ومني. نړيوال مالياتي فنډ، نړيوال بانک او نړيوال تجاراتي سازمان دپانګوال نظام دپياوړتيا باعث ګرځي. له دې ځواکونو او ملټي نيشنل کمپنيانو دوی ته امکانات او پيسې ورکوي چې دوی مستقيما ددوی دتګلارو دجوړولو او واک کې برابر شريک خاوندان دي.

ددې ادارو اصلاح او جمهوري کول ناممکنه خبره ده، ځکه چې که د دغې ملټي نيشنل کمپنيانو لپاره  دوی ګټور کارونه او اړتياوې پوره نکړي نو بيا ملټي نيشنل کمپنيانې پر دوي باندي امکانات او پيسي بندوي او پرځاي یې  نوي اداري رامنځته کوي. دملټي نيشنل د ځواک بنسټ په پيدواري ذريعو باندي کنټرول او د دوي خپلول دي مانا داچې دمشينرۍ، فابریکو، ځمکو او سرمایې  خپلول دي. ترڅو چې دغه منصب خواران بې واکه شوي نه وي او دولت دخلکو جمهوري کنټرول کې نه وي راغلى نو دغه اوضاع نه اصلاح کیږي اونه ګټه تري اخيستلای شي.

پوښتنه - په سټايل، پراګ، لندن، پیرس، سپین، یونان او وينس کې د لاريونونو عوامل څه وو؟

ځواب-
نړيوال مالياتي فنډ او نړیوال بانک لخوا چې ځينو هيوادونو ته تش په نامه مرسته ورکول کیږي او په ترڅ کې یې تګلارې جوړيږي. دغه ټول هغه څه دي چې دنړۍ ډير پانګوال یې  دخپلو شتمنيو دزياتولو لپاره کوي. داپدې مانا چې د دولت لخوا هغه وسايل چې عادي خلکو ته ورکول کیږي وسايل نه، بلکی د روغتيا پر اسانتياوو بريد، په معاشونو کې کمى، معاشونه کمول، اضافې بونس نه ورکول، او په نورو داسي ډيرو شيانو کې کمى دکارګرو په قوانينو کې نه اصلاح او ولسي فابریکې شخصي کول شامل دي. په غريبو هيوادونو کې پدې ډول تګلارو باندې لا ډيرکار روان دى اوترڅنګ یې  دملټي نيشنل کمپنيانو په واسطه د دغه قُدرتي وسايلو لُوټ چُور هم شروع دي.

چې له امله یې  دغريبې او شتمنې طبقې تر منځ توپير زياتيږي. په لوږه کې زیاتوالى او چاپيريال دبربادي سره مخامخ کوي. دا لاريونونه چې پيل یې  دسټايل نه شوى وو اوس مهال په هر هغه ښار کې ترسترګو کیږي چېرته چې دمالياتي فنډ، نړيوال بانک او د نورو نړيوالو مالي ادارو غونډې ترسره کیږي. دا په ريښتيا دځوانانو اوزياراېستونکو د یووالي او ددوی دنړيوالتوب یووالي اشارې دي.

پوښتنه - آيا ديوې جلا ټولنې جوړښت مُمکن دى؟

ځواب-
په ټوله نړۍ کې دمالياتي بوديجې ادارې او نور داسې استعماري سازمانونو پرخلاف کېدونکي لاريونونه ددوی دتګلارو نړيوال مخالفت څرګندوي. خو مونږ دغه ټول ناانډولتوب له منځه وړل غواړو. نو بيا اړتيا ده چې په نړيواله توګه يو منظم خوځښت منظم کړل شي. چې پدي کې دکارګر خوځښت او د دي ترڅنګ ټول انقلابي بدلون دي.
دا خوځښت ديوملټي نيشنل کمپني او يا دبلې کومې غټې ادارې د له منځه وړلو تره حده نه دي پکار، زمونږ زيار بايد دپانګوال نظام له منځه وړلو پورې وي. بانکونه او لویې  مالي کمپنيانې بايد په ولسي تحويل کې واخيستل شي. دملټي نيشنل کمپنيانو جمع کړای شوى دولت او شتمني بايد په نړيوال اقتصاد تایېد او دهغه له لوري استعمال کړی شي. او هم دخلکو دجمهوري کنټرول لاندې په سمه توګه داکثريت طبقې د ګټي لپاره استعمال کړای شي. يو سوسیالسټ انقلاب يواځينۍ بدیل دي. دغه فقط مُمکن نه، اړتيا ده. دغه ډول انقلاب او بدلون ديوې لوې کارګرې طبقې په نمايندګۍ کې ديو منظم خوځښت لخواء ممکن دى پدې خوځښت کې بايد دټولنې هغه خلک هم واوسي کوم چې دپانګوال نظام دجبر ښکاردي.

پوښتنه - دخلکو د دغو خبرو څخه څه مانا اخيستى شوو، چې وایې  هغه سوسیالسټ دى؟

ځواب-
دمارکس داصطلاح پر بنسټ سوسیاليزم دپانګوال نظام او کمیونزم تر منځ ديو عبُوري دور په توګه فکر کیږي. يو داسې نظام ته لاس رسی منو چېرته چې په ريښتني ډول ديو چاڅخه دهغه داستعداد مطابق او هر چاته دهغه داړتيا مطابق ورکولو خپلوي منځته ته راځي. د دې لپاره ريښتنی بازار دمتبادل په توګه سوسیالسټ هم ويل کیږي. خو شرط دادى چې ددوي مقصد دپانګوال نظام له منځه وړل وي او په ريښتني توګه دکارګرانو دجمهوري سوسیالیزم راوستل یې  هدف وي.

پوښتنه -آيا داممکنه ده چې دپانګوال نظام پر ضد جنګ پرته ديوي ادارې يا شخص خلاف جنګ کیدلای شي؟

ځواب-
په ناانډوليز نظام کې چې غريب کارګر په کې دغُربت اولوږي شپي تيروي او په ډيرو ستونزو کې راګېر وي دلويو ځواکونو د ادارو لطرفه قرض دار، همدا لامل دى چې هميشه غلام پاتې شوى دي. دخپلې نامساعدې وضعې له امله ددغو ادارو لطرفه ورکړل شوى پلان او قوانين پر ځان منلو ته اړشوى او دغه ټولې ادارې دپانګوال نظام دپياوړتيا باعث ګرځي. دنوموړو ادارو اصلاح او جمهوري کول ممکنه نه بريښي، که چیرې دغه ادارې لويو ځواکونو ته ګټورې ثابتې نشي نو پر ځای یې نوې ادارې رامنځته کوي او دوی له منځه وړي.

پوښتنه - انقلاب څه ته وایې ؟

ځواب-
دنورو تاريخونو ترڅنګ دانقلابي تاريخ په اړه هم بايد داوويل شي چې څه وشول؟ او څنګه وشول؟ خو دغه به يوه نيمګړي خبره وي. دبيان څخه بايد دغه معلوم شي چې دا څه وشول؟ دا داسې ولې وشول؟ څه بل شانته ولې نه کیږي؟ پيښې ته خو نه دکمپاين يوه برخه ويلي شو او نه دغه دمخکې څخه پلان کړل شوى پلان-  دوی بايد دخپلو قوانينو تابع وي.
دخلکو په تاريخي پيښو کې ونډه دانقلاب يو داسي ځانګړتیا ده، چې په اړه یې  شک نشي کیدلاي. په عادي حالت کې دولت ځان د ولس څخه لوړ ګڼي. هغه که چیرې جمهوري يا ديکتاتور دولت وي. او تاريخ هم داسې کارپوهانو جوړولو کې مرسته کوي لکه بادشاه، وزيران، بيوروکريټ او دپارلمان وکېلان .

خو کله چې هغه وروستۍ شپې راورسيږي چې په خلکو کې دموجوده نظام پر خلاف زغم مخ په خلاصيدوشي. نو زوړ نظام او د دې چلونکي دسياسي نظام څخه په زوره بيا اېستل کیږي. او ټول رواياتي  نماينده ګان يو طرف ته او يو نوي نظام ته لاره هواروي. دپايلي مثبت والى او منفي والی او د دې تشريح به اخلاق پرستو ته پريږدو. تر کومه حده پورې چې زمونږ خبره ده نومونږ به حقايق لټوو. ځکه چې دتکامل عيني حالت مونږ ته دا بخښي. زمونږ په نظر دانقلاب تاريخ هغه دى چېرته چې خلک دخپل قسمت بدلولو لپاره بل تاريخي ميدان ته ورو  ورو ورداخليږي او لاس وهنه کوي.

پوښتنه - انقلابي ګوند څه ته وایي ؟

ځواب-
يو ګوند فقط تنظيمي مساحت، يو نوم، يو بيرغ دخلکو راوغونډول او مشينونو نه وي. ديو مارکسسټ لپاره ګوند، يو نوم، يوه برنامه ، دکار طريقه، فکرونه او روايتونه موجود وي. اوبيا چېرته چې په لوي شمېر کې ګوندونه او يا مشينرئ مانا ورکوي. نو پرته له کوم شکه  دا هم اړينه ده چې دغه نظریې  او مفکورې دکارګرو غوږونو ته ور رسول پکار دي او دا هم يوه لاره او ګوند ته اړتیالري.  د مارکسسټی ګوند لپاره اړینه ده چې له پیل څخه خپله نظریه او د برنامې بنسټ پیاوړی کړي.

چې دغه په خپله د کارګرې طبقې د ټولنيزې تاریخي تجربی پایله وي. له دې پرته دوی هیڅ نه وي، د انقلابي ګوند جوړښت تل د اتلانو د راغونډولو، د دوی د روزنې او تعلیم په صورت کې کیدلای شي. چې دغه د ګوند په ټول ژوند او مبارزه کې  ملي رول پلی کوي. دغه د مسالې لومړۍ برخه ده، خو فقط لومړۍ برخه. دویمه برخه ډیره کړکېچنه ده، هغه  دا چې د کارګرې طبقې زیاتو ملګرو ته څنګه خپل مرام او تصّورات ورسولای شې.

پوښتنه - د انقلابی ګوند اړتیاولې پیښیږي؟

ځواب-

د یو مارکسسټي نظر دا مسولیت دی چې د کارګرې طبقې خوځښت ته د تجربې د عُمومی اُصولو پر بنسټ رنګ ورکړی، چې وکولاۍ شی، د کارګرې طبقې ټولنیز یاداشت وګرځي. د خوځښت په داخل کې زمونږ ځانګړی رول او وجود، د دې خبرې جواز ګرځیدلای شي. که کارګره طبقه غواړي چې ټولنې ته بدلون ورکړي نو بیا د یو داسې ګوند چې یادونه مو یې کړې ده، جوړښت ډیر اړین دي. انقلابي چانسونه د یو ټاکلي وخت پورې نه وي. که کارګره طبقه وغواړي چې انقلاب په راوړلو کې بریا ومومي، نو بیا واکمنه طبقه د خپل دفاع په خاطر ډیر ژر د کارګرو دغه خوځښت تر پښو لاندې کوي. له بده مرغه د کارګرو طبقې پر واک د قبضه کولو زیارونو د تاریخ له داسې پیښو ډک دي.

د بیلګې په توګه په چیلی کې ۱۹۷۲-۷۳ دوران کې د یو انقلابي ګوند وجود په یو ورځ کې ندی تشکیل شوي. هم دغه تاریخ مونږ په ۱۹۶۸-۶۹ کې په پاکستان کې کتلی شو. دغه باید په شعُوري توګه تشکیل کړای شي. او دغه جوړښت په نړیواله سویه موجود د کارګرې طبقې په زیار او د له مخې موجودو ګوندونواو په ټولو کې د لاسوهنې له لارې پکار دي. د انقلابې ګوند او مشرۍ شتون د طبقاتي مبارزې په پایله کې داسې اغیزمن ثابتیږی لکه چې د قامونو په جنګونو کې د پوځ او ستر ځواک معیار، کردار او ورستنۍ اغیزمن ګڼل کیږي. څرنګه چې په جنګ کې په ناڅاپه توګه ستر درستیزوالان جنګ ته نه ودرانګي هم داسې د یو انقلابی ګوند جوړښت هم ناڅاپه نشي کیدلاي. دغه باید تر کلونو او لسیزو پورې په سمه منظمه توګه تعمیر کړای شي.

ټول تاریخ او بیا په تېره د شلمې پیړۍ تاریخ مونږ ته هم دغه راښایی. د کارګرې طبقې شهیده او لوړه انقلابی مشره روزالکسمبرګ تل په دا خبره زور راوړی چې خلکو! انقلابي خوځښت د انقلاب لاره ده. نو د نوموړې خبره بیخي سمه ده. د انقلاب په دوران کې خلک ډیر ژر زده کړه کوي. ولې چې هغه انقلابي کیفیت وي، هم دا ډول چې دا تر ډیره وخته پورې پر ځای نشي ټینګیدلی. ټولنه هم په دوام داره توګه د پاڅون په شکل کې نشي ساتل کیدای، نه خو د تجرباتو تر لاسه کولو لپاره دومره وخت وي، او نه کارګره طبقه دومره وخت لري چې په مزو مزو د چاپیریال څخه زده کړه وکړي. کله چې د ژوند او مرګ مساله وي نو د نیمګړتیاوو ډیر لوی قیمت ورکول په مونږلازم شي.

لحاظه د دغه خبرې اړتیا ده چې د خلکو پر خوښه خوځښت له ګوند، برنامي، وړاندې اوضاع، تګلاري سره، مانا د انقلابی ګوند سره ونښلوو. باید د دغه کنټرول د یو منظمې مشرۍ په لاس کې وي. پانګوال نظام به په خپله له منځه نه ځي، د دغه نظام هر بُحران به مونږ ته بیلا بیل مشکلات راوړي. فقط په نړیواله توګه د کارګرې طبقې شعُوری زیار او د انقلابي مشرۍ جوړښت کولای شي، چې د پانګوال نظام په تابوت کې وروستنی میخ وټومبي.

هم دا علت دی چې پرته له کومه شکه مونږ ته د بغاوت اړتیا نشته، خو د کارګرې طبقې مطلب د ټولنې د ډيرکیو طبقې شعُوري خوځښت ته اړتیا تر سترګو کیږي. مونږ ټول توپیر لرو، او دغه هیله باید ونلرو چې په یو شپه کې به ټول خلک په خپله یو پایلې ته ورسیږی، اوپه سبا کیدلو به ټول په ګډه انقلاب رامنځته کړو. مونږ ټول په مختلفو وختونو کې له مختلفو پېښو زده کړه کوو. د انقلابي فکر شتون په دې خاطر اړین دی چې د ټولو خلکو په راغونډولو دوی ته د ټولنې د بدلولو مسولیت ور په غاړه کړای شو.

پوښتنه –  کمونیسټ مینی فیسټو (مرام نامه) د سیاسي مبارزې کولو لپاره کوم بنسټیزه مارکسسټي اُصول وړاندې کړي وو؟

ځواب-

کمونسټان(خلکیان) د جدي موخو په خاطر د کارګرې طبقې  د جدي ګټو لاس ته راوړلو لپاره مبارزه کوي. خو هغه خوځښت چې په جریان کې وي، مارکسسټان راتلونکي خوځښت ته پاملرنه کوي، او د هغه مشري په غاړه اخلي. خلکیان د بلې کومې کارګرې طبقې ګوند پر ضد کوم جلا ګوند نه جوړوي. او د کارګرې طبقې د مفاد پرته بل کوم مفاد نلری. دوی بیل کوم داسې اصول ځان ته نه غوره کوي چې د ترقۍ باعث کیږی، چې له دې دوی وکولای شي چې کارګره طبقه  په کوم خاص صورت کې وړاندی کړای شي، یا په بله کومه اوضاع کې یې وساتي.

خلکیان له نورو کارګرو ګوندونو څخه دومره توپیر لري، چې لومړی د مختلفو کارګرو په ملکي زیار کې دوی پرته له کوم ملکي توپیره د کارګر طبقې ګډ مفاد په راوړولو زور راوړي، او له دې دوی د کارګرو ګټې روښانه کوي.

دویم دا چې د پانګوال طبقې پر ضد چې د کارګرې طبقې زیار له کومو روزنیزو پړاونو څخه تیریږی، په هغه کې خلکیان په هر ځای او تل د ټولنیز حیثیت په څیر د ټول خوځښت نمایندګي کوي.

د کمیونسټانو هدفونه  د نورو کارګرو ګوندنو څخه جلا نه دي، مطلب د دوی هدف د کارګرې طبقې یووالې او منظم کیدل دي. باید د پانګوالې طبقې زور له منځه یوړل شي، او کارګره طبقه واک ته ورسول شي. د کمیونزم یواځینی هدف د شخصي شتمنو له منځه وړل ندی، بلکې د پانګوال نظام شتمني له منځه وړل دي. او دا باید یاد وساتل شي چې د کارګرانو هیڅ وطن نه وي، او چې کله دوی هیڅ نلری نو څوک به څه له دوی څخه په زور واخلی.

پوښتنه-  د سوسیالیزم د حتمي کیدولو په اړه د مارکس څه نظر  وه؟

ځواب-

مارکس چې د پانګوالې ټولنې په سوسیالسټې ټولنې کې د بدلیدولوکومه پایله وړاندې کوي. هغه د موجوده وخت د ټولنیز تکامل د اقتصادي قانون لاندې تر سره کیږی. د مارکس د مړینې وروسته په پنځوسو کلونو کې د زیار ټولنیز صورت په ډیر تُندوالی سره پرمختګ کړی دی، او د زرګونو صورتونوپه خپلولو خپله څرګندونه ډیره روښانه کړې ده. لویو تولیداتو کې اضافه، کارګر خوځښتونه او سازمانونو تر څنګ د مالیاتی سرمایې قوت او پړاخوالی کې چې کومه بی شمیره اضافه رامنځته شوې ده، د سوسیالسټې ټولنې د عملي کیدلو جواز دي. د دغه بدلون فکري او اخلاقي قوت ډیر خوځون، او دغه ته عملي بڼه کارګره طبقه، چې روزنه یې په خپله پانګوال نظام تر سره کړې ده، د بدلون ذریعه کیدلی شي.

د پانګوالې طبقې پر ضد د کارګرې طبقې مبارزه مختلف صورتونه لري. د دغه پیل له اقتصادي زیار څخه کیږی، او بلآخره په سیاسي صورت بدلیږي. چې هدف یې سیاسي واک د کارګرې طبقې بریا ده. چې کله تولیدات ټولنیز صورت خپل کړي نو بیا تولیداتي ذرایع په لازمه توګه د ټولنې شتمني وګرځي. مطلب هغه خلک چې خلک له کاره شړي، په خپله وشړل شي. له دې بدلون وروسته به په سمدستي توګه د کارګرانو په تولیداتي قوت کې ډیر زیاتوالی راشي. د کار وختونه به ځای ته راشي. او د ورکوټیو صنعتونو د وروسته پاتې او خوره وره تولیداتو ځای به ټولنيز او ښه زیار ونیسي. پانګوال د صنعت او د کرنی ترمنځ تړاو ریبي. سوسیالیزم چې ډیر پرمخ تللی نظام دی،  د دغه ډول تړون د تړولو لپاره به له سره بعضې نوي عناصر تشکیلوي. د صنعت او کرنی ترمنځ د ټولنيز زیار په یو ځای کولو او د ساینسي شعُوري تطبیق په ترڅ کې دغه یووالۍ رامنځته کیږي. او د دې تر څنګ له سره بشري نفوس تجزیه کیږی. هم دا رنګه د کلیوال وروسته پاتی والی، ځانګړیتوب او بربریت تر څنګ په لویو ښارونو کې د خلکو په غیر فطري توګه راغونډ شوی ټولنغونډ به هم له منځه یوړل شي.

اوسنۍ پانګوال نظام د لوړو صورتونو یو نوی کورنی نظام، د ښځو لوړوالی، او د نوی نسل د روزنې په اړه نوي حالات وزېږول. په عصرې ټولنه کې د پانګوال نظام له لوري د ماشومانو او ښځو د زیار استحصال او د کورني نظام حتمي ګډوډي، انتهایی ویرونکې، د تباهی وړ او ناوړه صورتونه خپلوي. خو د معصر صنعتي تولید د ټولنیز انداز په ترڅ کې او د یو منظم عمل له چوکاټه د باندې د ښځو، ځوانانو او د دواړو جنسونو سره تړاو لرونکي، بچیانو ته یو اړین کردار سپاري چې له دې لارې د جنسونو د تړاو او د کورنۍ یو لوړ صورت یو نوي اقتصادي بنسټ حتما ورکوي.

ښکاره خبره ده چې د کورنۍ عیسایي بیوټونک هیت(ظاهری صورت) حتمي او کامل خیال کول یو بې چوکاټه خبره ده. ټول پخواني رُومي، یونايی یا شرقی هیتونه(صورتونه)که په ټولنيزه توګه وکتلی شي، نو دغه دتاریخي تکامل کړۍ دي. له دې پرته دا خبره هم روښانه ده، چې په حقیقت کې په ټولنيزه توګه زیار اېستونکي ټول چې په دوه جنسونو او د هر ډول عمر خلکو څخه وي، په مناسب حالاتو کې په لازمه توګه د بشري پرمختګ سر چينه وګرځي. او دا چې په خود رُو او وحشیانه پانګوال صُورت کې چې چېرته یو کارګر د تولیداتو د کړنې له امله ژوندی وي، او دا نه چې تولیداتي کړڼه د کارګر لپاره وي. دا حقیقت د اداري فساد او غلامو مریضیو سرچينه وګرځي.

پوښتنه-  د تاریخ مادي تصور څه دی؟(د لینن وضاحت)

ځواب-

پخوانۍ ماده پرستي نامکمله، غیر مستقل مزاجه او یو طرفه ده. او د دغه ټولڼې ساینس د مادي بنسټونو سره نښلولو او بیا د دغه پر بنسټ د ساینس له نوي سره تشکیل کولو ته اړتیا ده. او دا چې د ماده پرستۍ له نظره شعُور د ذات یا شخصیت څرګندونه ګڼل کیږی، دا نه چې له دې هم چپا.

هم دا رنګه چې کله مونږ د ماده پرستۍ نظر تطبیق د انسانانو پر ټولنیز ژوند کوو، نو بیا دا خبره مخې ته راځي، چې ټولنيز شعُور د ټولنيزې هستۍ پیل یا څرګندونه ده. بشر د فطرت سره څنګه لاس او ګریوان دي؟ مطلب د تولیداتو هغه عمل چې له امله یی انسان خپل ژوند په ځای ساتی او له دې دا خبره هم روښانه شي چې نوموړی د تولیداتي اړیکو تشکیل څرنګه رامنځته کیږي. او د دغه په ترڅ کې څه رنګه ذهني تصّورات او مفکُورې رامنځته کیږي. بشری ټولنه او دغه پر تاریخ د مادي نظر د بنسټیز اصولو تطبیق ډیر په بشپړه توګه داسې وړاندې شوی دي.

د خپل ژوند د ټولنيزو تولیداتو په ترڅ کې خلک له یو بل سره په داسې خپلويو کې وتړل شي چې کوم د حتمي تر څنګ د دوی د هیلو د طبعیت پر ضد هم وي. مطلب هغه تولیداتی ریښې چې کومې د مادي تولیداتي ځواکونو د ودې د مخصوصې کچې سره سمون خوري.

د ټولنې اقتصادی جوړښت هم د دغه تولیداتي ریښو په ترڅ کې منځ ته راځی. هم دغه هغه ریښتنی بنسټ دی، چې پر دغه یو قانوني او بهرنی سیاسي جوړښت ولاړ وي. او د ټولنیز شعُور مخصوص صورتونه هم دغه سره سمون خوري. د مادي ژوند تولیداتي طریقه د ټولنیز، سیاسي او د فکري ژوند د عمل تعین کوي.

د تاریخ مادي تصّور د کشف کولو له امله یا که په وضاحت سره وویلی شي، چې د مادیت (فلسفیانه مادیت) د ټولنیزو څرګندونې د مرکزیت پورې پرله پسې پراخوالی د دې باعث شو، چې په مخکې تاریخ کې موجود وه.  او د دوه لویو نظریاتي نمګړتیاو د له منځه وړلو باعث شو. لومړۍ دا چې هغوی ډیر نه ډیر فقط د بشري تاریخ د کړونو د نظریاتي هڅو څیړنه کوله. خو د دغه هڅو د بنسټونو هیڅ ډول څېړنه به نه کېدله. او نه به د  ټولنیزو ریښو د تکامل په نظام کې پټو یا بربنډو  قوانینو تعین کېده، او نه دوی دغه خبره مخې ته کېدله چې د دغو ریښو کړه وړو په دغه امر دي. چې آیا د تولیداتي پرمختګ سویه تر کوم لېوله پورې ده؟

دویم دا چې دغه ډول تیوري د نفوس د ډېرکیو خلکو د کړو وړو نمایندګي نه کوي. او حال دا چې په لومړی ځل د تاریخي مادیت له لارې د خلکو د ټولنیزو حالتو او په دغه کې د بدلون ساینسي او دقیقه مطالعه په لومړی ځل ممکنه شوه.

د مارکسیزم څخه مخکې ټولنپوهنه او تاریخ پوهنه له ایخوا دیخوا څخه را غونډه کړای شوې ده. دا د نیمګړو حقایقو راغونډول وو، او د تاریخي کړنې او د انفرادی اړخونو منظر کښۍ پرته هیڅ نه وو، د مختلفو اړخونو په ټولنیزه توګه جایزه اخستلو وروسته دغه د تاریخي کړنې په انفرادي اړخونو کې روان عمل سره د مختلفو طبقو د تولید او د ژوند د اوضاعي په اهمو سمو تعریفونو کې ګڼل کیږی.

هم دغه غالب تصّور یا د دغه د تشریح د انتخاب د جایزې وروسته له دې حقیقت څخه پرده اوچته کړه، چې ټول تصّورات، مفکُورې او مختلف صورتونه د تولید د مادي ځواکونو د پیښو څخه رازیږیږي. داسې مارکسیزم د ټولنې او د اقتصادي نظامونو د زیږښت، عُروج او د زوال د کړنې پراخی مطالعې ته لاره هواره کړه.

خلک خپل تاریخ په خپله جوړوي، خو د خلکو مانا د خلکو د ډېرکیو طبقې د هڅونې او کړو تعین کوم شی کوی؟ مطلب د بشری ټولنو ترمنځ د روان ټکرونو پایله څه ده؟ د بشر د ټولو کړو بنسټ او د مادي ژوند د تولید ښکاره حالات او شرایط څه وو؟ د دغه حالاتو د تکامل قانون څه ده؟ مارکس دغه ټولو خبرو ته په پاملرنې سره د تاریخ ساینسي مطالعې ته لاره هواره کړه، چې د دې له مخې د هر ډول تنوع او تضاداتو تر څنګ دغه یو عمل دی او د مخصوصو قوانینو تابع دي.

پوښتنه -  د مارکسیزم د جدلیاتی فلسفې تشریح؟

ځواب-

جدلیات(ډایلیکټسیزم) خو نه خیال دی او نه تصّوف، که دغه د ژوند عادي مسایلو پورې محدود نه کړای شي نو دغه یو ساینس دی، چې دا له دی کړکیچن او اوږد محاله اعمالو پوهې ته په لاس راسي کیدلای شي. د جدلیاتو او رسمي منطق ترمنځ هم هغه تړاو دی کوم چې د لاندنیو او بهرنیو ریاضیاتو ترمنځ وي.

د ارسطو د عامې قضیې منطق داسې پیل کیږی، چې الف مساوی دی د الف. دغه مفروضه د بی شمېره بشري اعمالو لپاره منل کیږی. خو په حقیقت کې الف د الف مساوی نه دي. که دا دواړه ټکي د محدث شیشې لاندې کیښودل شي، نو دغه پورته خبره به په اسانۍ سره مغزو ته ولویږي. دغه د یو بل څخه توپیر لري. خو دغه انتقاد کیدلی شې چې دغه فقط دیو ډول مقدار استعاد دي. د بیلګې په توګه یو پونډ بوره په اصل کې يو پونډ نه وي. یوه لوړه پیمانه کولای شي چې دغه فرق روښانه کړي. دا خبره هم سمه ده چې ټول شیان پرته له کوم داخلې خپل حُجم، وزن او رنګ بدلوي. چې دا په خپل ذات کې برابر یا مساوي نه وي. یو سوفسطایي ویلي دي، چې په یوه خاص شیبه کې یو پونډ بوره د یو پونډ وزن مساوي یا برابره وي.

که دغه پیچلې او د شکمنې قضیې عملیې قدر له سترګو وغورځول شي، نو بیا به هم دغه نظریاتي کره کتنه تحمل نکړي شی یا ونه منل شي. مثلا مونږ یو ټکی شیبه په څه ډول په حقیقی توګه  تصّور ته راوړی شو. دا که د وخت یوه اوږده مُوده وی نو بیا په دغه مُوده کې هغه شیبه خالصتا د ریاضی تجرید/جلولي دي. مطلب د وخت صفر. خو هر شی د وخت په داخل کې یا چوکاټ کې شتون لري. او شتون په خپله د بدلون د لاسوهنې پرته یو عمل دي. د پایلې په توګه هر وخت د موجودګۍ یو بنسټیزه عُنصر بدلون وي. (مطلب چېرته چې وخت وي او وخت په خپله یوماده ده! هلته موجودګي وي، اوموجودګي په خپله یو بدلون وي،ځکه چې دغه د کمیتي پېښو په ترڅ کې واړه واړه بدلونونه ښکاره کیږي، چې وروسته د پېښدلو په صورت کې لوی بدلون رامنځته شي. خو دغه د کمیتی پېښو په معیار باندې اړه لري، چې دا وړې پیښې څومره معیاري وي او څرنګه کولای شي چې  کمیتي او کیفیتي بدلونونه دایم وساتي(د افغانستان ثور انقلاب څخه د کمیتي او کیفیتي بدلونونو ډیر ښه مثالونه اخیستی شو، چې وروسته د انقلاب ماتوونکو عناصرو ښکار شول)

له دې وروسته مونږ دغه پایلې ته ورسیدو چې د الف د الف برابرکیدلو مطلب دا دی چې یو جنس د خپل ځان برابر وي. شرط دا دی چې بدلون بیاونه مومی، خو کله چې یو شی بدلیږی نه، هغه موجود هم نه وی.

په لومړي پړاو کې دغه ژوري خبری بې ګټی ښکاري، خو که حقیقت ته لاړ شو نو دغه د ورستۍ پریکړي په څیر اهمیت لري. یو طرف ته د الف د الف سره برابریدلو قضیه زمونږ د ټولې پوهې څخه جلاکیدل دي. خو بل لوری ته هم دغه خبره زمونږ ټولې نیمګړتیاوې په ډاګه کوي. د کومې تېروتنې پرته مونږ الف برابر د الف قضیه کارولای شو، خو کله چې د یو څه حدودو په چوکاټ کې وی، نوکه چیرته د یو زبردست کار په دوران کې په الف کې کمیتی بدلونونه د نشت برابر وي، نو بیا مونږویلی شو چې الف د الف برابر دي.

د بیلګې په توګه په هم دغه طریقه د یو پونډ بوره خرڅونکي او اخیستونکي ترمنځ د راکړی ورکړی خبره جوړه کیږی، هم دغه ډول د سترګې د حرارت درجې هم ټاکلې کیږی. یو څه مُوده مخکې د ډالرو د اخیستنې دټاکلو قوت هم داسی کیدل. خو کمیتي بدلونونه بعضې وخت د چوکاټ څخه لرې په کیفیتې بدلونونو واوړي. کله چې یو پونډ بوره د اوبو یا تیلو سره یو شي، نو بیا دغه یو پونډ نه پاتی کیږي. او کله چې یو ډالر د یو جمهور ریس په جیب کې وي، نو هغه یو ډالر نه وي. په یو نازکه اوضاعه کې مقدار په معیار بدلیدلی شي. د دغه شیبې معلومول د ټولنپوهنې په شمول د نورو علومو څانګو ته ډیر اړین او کړکیچن کار دي. هر کارګر په دغه ښه پوهیږي، چې نوموړی دوه بیل شیان یو شانتې نشي جوړولاي. څرنګه چې د پیتلو له سیخونو څخه د یو لږ څه بدلون وروسته تبر یا توره جوړیږي. خو دغه بدلون به تر یو حده پورې پکار وي.(دغې ته زغم یا تحمل ویلی کیږی)

هم دغه تحمل ته په کتلو سره فکر کیږی چې ټولې تُوري یا شمشیرونه یو شانتی دي. (مطلب الف د الف برابر دی) کله چې دغه  تحمل زیات شی نومقدار په معیار کښی بدل شی، یا داسې ویلی شوچې تبر یا شمشیر بې کاره شي.

زمونږ ساینسی فکر زمونږ د عادي عمل یوه برخه ده چې په دې کې تخنیک هم برخه لري. تر کومه چې د نظریاتو خبره ده نو د دغه لپاره هم د زغم اړتیا ده. چې دغه د الف برابر قضیې څخه نه رامنځته کیږي، خو د دې قضیې د جدلیاتي منطق څخه زیږون مومي. مطلب هر شی هر وخت بدلون مومي. د عام عقل ښه خبره په دغه حقیقت کې پټه ده چې دغه په تدریجي ډول له تحمل څخه مخکې وځي.

پانګوالي، اخلاقیات، خپلواکي او د کارګر دولت تر څنګ یو داسې سپک خیال هم د تجریداتو/نه ویشولو په څیر تړلی وي. مطلب پانګوالي د پانګوالي برابر وی، او اخلاقیات د اخلاقیاتو برابر وي. خو جدلیاتی فکر شیانو ته د دوی د بدلون په لرلید کې ګوري، او په مادي حالتو کې د هغه بدلونونه ټاکي چې له چوکاټه يې پورته، الف الف نه پاتی کیږی.((دلته د لیکوال مطلب دا دی چې الف کې واړه واړه بدلونونه ډیر اړین دي، هم دغه یو حالت دی چې الف الف نه پریږدي خو دا هیله باید ونشي چی دا بدلونونه به د چا په خوښه رامنځته کیږي،ځکه چې بدلونونه د ټولنې او یا د هغه شي فطرتي کړنې په ترڅ کې رامنځته کیږی، د بیلګی په توګه پانګوال نظام که هر څومره جبر، ظُلم، دورواغ یا بل څه چې د ټولني انفرادي یا اجتماعی فکر له منځه وړولو لپاره ترسره کوي، یو ورځ یا شیبه کیدلی شي چې ریښتیا سره مخامخ شي، نو دغه رښتیا که د بدلون په ډول اخلي، مطلب د کامیابۍ په لوري یا د ناکامۍ په لوري، خو دغه وخت به معیاري وي)) هم داسې یو کارګر دولت، بیا دولت نه پاتی کیږي.

 د یو نیمګړي خیال بنسټیزه نیمګړتیا دا ده چې دغه حقیقت بې حرکته ګڼي. حال دا دی چې حقیقت له ازله په حرکت باندی راروان دي. جدلیاتي فکر نظریاتو ته تر ممکن حده پورې سموالی، پراخوالی، زغم او د ښه والي مواد بښي. خو یوه روښانتیا چې نظریات تر عملي ژونده پورې نږدې کوي. دغه مقام د یو عام پانګوال نظام له امله په وجود کې نه راځی خوولې د پرمختګ د یو خاص مرحلی پانګوالي ، او عادي کارګر دولت نه، خوولې د یو استعماری هیواد تر شا او خوا په یو وروسته پاتی هیواد کې کارګر دولت.

د جدلیاتی فکر د نیمګړتیا یا سپکوالي سره هم هغه خپلوي ده، کومه چې د روان انځور ددریدلي یا بی حرکته انځور سره وي. روان انځور د بې حرکته انځور پر ضد نه ولاړیږی، خو دحرکت د اُصول په واسط بې حرکته انځورونه د یو تسلسل په ترڅ کې منظم کړي.(( که مونږ په ښکاره  اوضاع یا سیاسي حالاتو کې دغه جدلیاتی بیلګه پر ځای کړو نو د عربو او اروپا ورستیو خوځښتونه چې معیاری وو، خو د یو منظم کارګر یا سیاسي ګوند د نه شتون له امله په شا وتمبولی شو، خوولې دغه بیا تکراری خبره ده چې واړه واړه بدلونونو وروسته د معیاری بدلونونو په ترڅ کې وکولای شي، چې په راتلونکې کې نوي انقلاب ته لاره هواره کړي))

جدلیات له رښتیا څخه انکاري نده، خوولې دغه ډیر زیات رښتیا راسره داسی وګنډي چې مونږ هغه حقیقت چې د ازل راهسې د بدلون ښکار وي، ډیر له نږدی څخه کتلای شو. هیګل په خپل یو کتاب(منطق) کې د قوانینو یوه سلسله رامنځته کوی، د بیلګې په توګه د مقدار په معیار کې بدلیدل او هغه هم د تضاداتو په ترڅ کې مخ ته تلل.

د هیت(صورت) موادوټکر په تسلسل کې مداخله، د امکان په حتمي کیدلو کې بدلیدل او نور ډیر څه. د نظریاتی فکر لپاره دا هر څه دومره اړین دي لکه د قضیی لپاره چې لومړۍ کارونه وي.

هیګل د ډارون او مارکس څخه مخکې لیکلي وو، د فرانسه انقلاب چې فکر ته څومره پیاوړتیا بښلی وه، د دغه له امله هیګل د ساینس د پرمختګ له مخې وړاندوینه کړی وه. بحرل دا د یو لوی انسان لویه وړاند وینه وه. خو هیګل صیب دې  ته یو خیال پرستانه کردار او خوی ورکړ، نوموړي خیالی سیوری حتمي حقیقت وګرځول. خو مارکس په مقابل کې وویل چې دغه خیالی سیوري د مادي جسدونو د حرکت انځور دي. مونږ خپل دغه جدلیاتی ماده پرست وُایو چې د دغه سیورو جړړی نه په اسمان کې دي او نه زمونږ د خپلواکه خوښۍ لاندې دي. خوولې دغه په ښکاره حقیقت، مطلب په فطرت کې دي. شعُور له شعُور څخه زیږون اخلي. ارواح پوهنه له جسدي علم، عضوعی نړۍ له غیر عضوعی نړۍ څخه، نظام شمسی د ستورو له غونډل یا وریځو څخه، د پرمختګ په هره پوړۍ د هر ګام مقداري بدلونونه په معیارونو کې بدلیږی. زمونږ د فکر په شمول د جدلیاتی فکر د بدلیدونکې مادي مختلف رنګونه او صورتونه نه دي. په دغه نظام کې د شیطان، غیر فانی رُوح، د قوانینو ورستني قدرونو او اخلاقیاتو لپاره هیڅ ځای نشته. جدلیاتی فکر د فطرت له جدلیاتو پیدا کیږی. او دغه رول په بشپړه توګه مادي وي.

ډارونیزم چې د مختلفو درجو له مقدار څخه د معیار ته د ختلو وضاحت کوي. د نامیاتي مادې په نړۍ کې د جدلیاتو لویه بریا ده.

دویم لوی کشف د کمیاوي عناصرو د اتوم د اوزان ټیبل دي. او له دغه وروسته یو بل کشف د یو عُنصر په بل عُنصر کې د بدلیدولو کشف کول دي. د هیت تر څنګ د درجه بندۍ پوښتنه هم له دې سره ډیر نږدې تړاو لري. چې دا په خپله په ټولنيز او فطرتي ساینس کې یو شان مهم والی لري. په اتلسمه پیړۍ کې د سویډن د نباتاتو پوهنمل چې شیانو د نه بدلیدولو کومه خبره کړی وه، په هغه کې د ونو او بوټیو د بهرني خصوصیاتو مطابق تشریح او درجه بندی شوي وه. د نباتاتو د علم هغه معصومانه زمانه د منطق د معصومتوب زمانې سره سمون خوري.

ځکه چې زمونږ فکر هم داسې پرمختګ کوې څرنګه چې دا نور شیان پرمختګ کوي. د نه بدلیدولو خیال هغه وخت په حتمي توګه له بېخه وه ایستلای شو، کله چې د بوټو د تکامل د تاریخ مطالعه وکړای شوه. او داسې د یو حقیقي درجه بندۍ بنسټ کیښودلی شو. مارکس چې له ډارون څخه په واضحه توګه یو بیل قسمه باشعُوره جدلیات پرست وه، او د بشري ټولڼو ساینسي درجه بندۍ کشف یی د دوی د پیداواري ځواکونو په ترڅ کې رامنځته کړی وه. نوموړي د ټولڼې د شتمنو په سر د اړیکو ساخت هم معلوم کړی وه، چې د ټولڼې په سمه توګه څیړولو پورې اړه لري. د دولتونو او ټولڼو نیمګړې درجه بندۍ ځای مارکسیزم ونیول. چې دا په خپله د جدلیاتي مادیت درجه بندي ده. د مارکسیزم طریقې خپلولو وروسته د کارګر د دولت د نظریی او د زوال ستني تعین کیدلی شي.

څرنګه چې مونږ ګورو چې دا به تباه کیدونکی جهالت او بی خبرې به یې د دغه تایید وکړي. په دغه کې هیڅ ځای مابعدالطبعیاتی یا عالمانه خبره ځای نلري.په نوي ساینسي فکر کې جدلیاتی منطق د حرکتي قوانینو څرګندونه کوي. بل لوري ته د جدلیاتی مادیت پرضد روان زیار د یو پخواني تیر شوی وخت، د منځنۍ پانګوالې طبقې تنګ نظري، د خپل ځان مطرح کونکو د پوهنتونو استادانو او له مرګ وروسته راتلونکې ژوند احساسات لرونکي څرګندونه یا ترجمانی کوي.

پوښتنه-  طبقاتي مبارزه څه ته وایی؟

ځواب-

مونږ ټول پوهیږو چې په یوه ټولڼه کې د بعضو خلکو موخې او کوښښونه د نورو خلکو د موخو او کوښښونو سره په ټکر کې وي. او دغه هم معلومه خبره ده چې ټولنېز ژوند د تضاداتو څخه ډک وي او دا چې تاریخ د ټولڼو تر منځ او په داخل کې یوه مبارزه په ډاګه کوي. او دا پرته له انقلابه او انقلاب په شاتمبول، جنګ او سولې، جمود اوتُندپرمختګ یا زوال پرله پسې په یو بل پسې ځي راځي.

مارکسسیزم په دغه سلسله کې د طبقاتي مبارزی نظریه وړاندی کوي. په ظاهره چې کوم انتشار او نېمګړتیاوې تر سترګو کیږی، په هغه باندې عملي کیدونکی قوانین کشف کوي. د کوم یو یا ډیرو ټولڼو وګړیو ټولنيز زیارونو د مطالعې له امله زمونږ لارښونه د دغه زیارونو پایلو ته ساینسی لرلید په صورت کې کیدلای شي. او دغه متصادم زیارونه د دغه طبقو د ژوندانه طریقو او د حقیقت له توپیره زیږون موموي. چې دې کې هره یوه ټولڼه تجربه کوي.

کارل مارکس په کمیونسټ میني فیسټو کې لیکی چې په تاریخ کې څومره ټولڼې هم تیرې شوې دي، تاریخ یی له طبقاتی مبارزو څخه ډک دي. لکه د اقا او غلام، پیوډال او بزګر، پانګوال او کارګر، لنډ دا چې جابر او مظلوم دواړه هر وخت د یو بل سره لاس او ګریوان وو. او په یو داسې جنګ کې به په دوام داره توګه را سره مصروف وو، چې کله به دغه پټ وو او کله به ښکاره. او د دغه جنګ پایله به دا رواتله چې یا به یې په ټولڼه کې بشپړه بدلون رامنځته کیدل او یا به د دواړو ښکیل ډلو تباهی حتمي وه.

 د پیوډالۍ له کنډوالو راوتلې عصري پانګواله ټولڼه هم د طبقاتی دوښمنانو په ختمولو کې پاتې راغله. دغه فقط دومره وکولای شول، چې نوې طبقاتو ته یی زیږون ورکړ. د جبر نوي وسایل یی رامنځته کړه. د پخواني صورتونو په ځای د مبارزی نوي صورتونه پر ځای شول. زمونږ د دور یا عهد مانا د پانګوال د دور روښانه خصوصیات دا دی چې طبقاتي دوښمنان یی ډیر ساده کړه. دغه پوښتنه داسې مطرح کیدلای شي چې دوه سیالي کونکي ټولي یې رامنځته کړل.

د دوه لوړو طبقو وروسته، چې دواړه د یو بل سره لاس او ګریوان دي. پانګواله او پرولتاریه-

د مارکس د کمیونسټ میني فیسټو څخه اخستلی شوي لاندی ټکي څرګندوی چې مارکس د عصری ټولڼې د هرې منځۍ طبقې په حیثیت سره د ښکاره تجزیې په اړه څه ډول وضاحت کړی وه.

نن چې د پانګوالي طبقې په مخ کې کوم طبقات راولاړ دی په هغه کې په ریښتنی ماناکې پرولتاریه یواځینی انقلابی طبقه ده. نوری طبقي د عصری صنعت په مقابل کې وولیږی او اخر ورکی به شي. پرولتاریه د دغه مخصوصا او نه ورکیدونکی تولید دي. لاندنۍ طبقه، منځني صنعت، دُکاندار، لاسي کارکونکي او بزګر.

دا ټول د پانګوالې طبقې پر ضد په دا خاطر جنګ تر سره کوي، چې دوی خپلو ځانونه د منځنې طبقې په څیر محفوظ کړي، لحاظه دوی انقلابی نه دی، خو څه چې یی درولوده د هغه خوښونکي دي. خو له دې هم ډیر بد،ځکه چې دوی د تاریخ د پایې د سرچپه تاواولو کوښښ کوي. که دوی فرضا انقلابیان هم وی، نو فقط ځان په پرولتاریه کې د بدلیدو له ویرې دي. لحاظه دوی د حال نه، د راتلونکی ګټو دفاع کوي. دوی دلته خپل نظر پر شا غورځوي او د پرولتاریه نظر خپل کړي.

په ډیرو لیکونو کې چې د تاریخ په اړه دي، مارکس د مادي نظر له لارې د تاریخ لیکلو ډیر لوړې او ژورې بیلګی ورکړي دي. د هرې انفرادی طبقې او بعضې وخت د یو طبقې په داخل کې موجود ګروهونو د حیثیت په تجزیه کولو سره واضحه کړې ده، چې ولې او څنګه هره طبقاتي مبارزه یوه سیاسي مبارزه وي. پورتنۍ لیکنه يې یوه بیلګه ده، چې مارکس د تاریخي تکامل د پایلې ټاکل وروسته د یو طبقې په بله طبقه کې د بدلیدل دوران چې کوم لومړۍ مراحل راځي، لکه د ماضی څخه د راتلونکی په لوري سفر، او د پیچلیو ټولڼو د ریښو د تړون تجزیه کوي. د مارکس اقتصادي نظریه د دغه نظریی ډیر پراخ، ژور او تفصیلی تایید او د دغه عملي کیدل دي.

پوښتنه -  د مطالعې په اړه د ټراټسکی څه نظر وه؟(۲۹میی ۱۹۲۳)

ځواب-

ګرانو ملګریو!

تاسو ګله کړي وه، چې تاسو د خپلې خوښې ۱۰٪سلنه کتابونه هم نه دي لوستلي، او تاسو پوښتلي دی چې دغې لپاره یو مناسب مهال وېش څنګه جوړ کړای شي. دغه یو ډیره پیچلۍ پوښتنه ده ځکه چې د دغه پریکړه هر شخص د خپلو مخصوصواړتیاو او جالبتیا ته په کتلو سره په خپله کوي. خو بیا هم دلته د دې خبرې یادونه اړینه ګڼم چې یو سړی څنګه د موجوده ادب په اړه با خبره پاتې کیدلی شي. که هغه ساینسي دی یا سیاسي او یا بل څه- د نوموړي کړه وړه یوازې د وخت په مناسب تجزیه باندی نشي کیدلی خو د هغه سړي په سابقه روزنه باندې هم. ترکومه چې ستاسو د پارټیوته(د ځوانانوګوند) په اړه حواله ده، نو زه یوازې دومره مشوره در کولای شم چې تاسو د تُندوالی څخه کار مه اخلي. او ځانونه ډیر مه خوروۍ. د یو موضوع په پریښودلو بلط موضوع ته تیښته مه کوي. او بل یو کتاب تر هغه مه پیل کوي، چې تر څو مو لومړۍ کتاب خلاص کړای نه وي، تر هغه چې تر څو مو پر مفهموم او مانا بشپړ غور او فکر، او پکې مسلکی شوي نه وۍ. ماته په را زړه دی چې زه کله ځوان وم نو ما هم فکر کول چې ماسره پریمانه وخت نشته. تر دې چې زه په زندان کې وم، نو ما فکر کول چې زه کله ټوله ورځ مطالعه کوم، نو بیا هم دا زما لپاره کافي نه ده.

 داقتصادي څانګې په څیر په نظریاتي څانګه کې هم تر ټولو مشکل او وخت غوښتونکې مرحله د لومړۍ سرمایی راغونډول وي. یوازې د علم مخصوص عناصر(لکه د کار طریقه) باندی بشپړه لاس واکۍ وروسته دغه د خپلو فکري کړونو اړین جز ګرځولو وروسته نه تاسو د دغه څانګی ادب باندی پوهیدلی شي. چې تاسو ترې خبر یاستۍ. بلکې د علم پرهغه څانګو هم تاسو پوهیدلی شي. چې له دې توپیر لري.ځکه چې په ورستۍ تجزیه کې د کار طریقه تل یو شان وي.

ښه خبره دا ده چې یو کتاب ولوستلی شي او بله ښه خبره دا ده چې په یو وخت کې پر یو وړې خبرې  په بشپړه توګه برلاسي اوسېږۍ. یوازې هم دا لاره ده چې د پوهیدلو اعصابی استعدادنه په رښتیا هم په دغه فطری اوضاع کې وده وکړي. خو په یو بل پسی باور لاس ته راوړی او وده به وکړي. دغه لومړنۍ خبره په ذهن کې پر ځای کولو وروسته تاسو کولای شي، ځان ته په اسانی سره یو مهال وېش جوړ کړۍ. او بیا دیوې جالبتیا څخه بلې ته لاس رسی به تاسو ته یو جالب خوند درکړي.

پوښتنه –  پرله پسی دوام داره انقلاب څه ته وایی؟

ځواب-

د نظریی دوام داره انقلاب عملي بنسټونه په دریو ټکو باندې ولاړ دي. د وروسته پاتی والی او معصرتوب پر نوم د ولاړې ټولڼې واکمنان د خپل تاریخي او اقتصادي کمزوری له امله دغه واکمنان استعداد نلري. چې دغه ټولڼې پر مختللې یا عصري کړي. په تاریخي توګه د پانګوال صنعتي انقلاب کومې غوښتنې چې باید پانګوالې طبقې بشپړه کړای واي. په دغه کې د هر قوم او ملکي دولت جوړښت، د عصري صنعتي ټولڼې د جوړښت لپاره د اړین بنسټیز پلانونو رامنځته کول(انفراسټرکچر) د پیوډالیزم ختمول او کرنیز انقلاب د پارلیمانی جمهوریت رامنځته کول، او د مذهب له دولت جلا کول وي. پاکستان، افغانستان او د نورو نوآبادیاتی هیوادونو واکمنان له خپلواکۍ وروسته په دغه کې، هیڅ یو کار بشپړه نه کړاۍ شو. او مخ پر زیاتیدونکې استعماري نظام کې هیڅ کله نشی کیدلاي.

د دغه کارو د بشپړتیا په خاطر پکار وسایل لکه زورور صنعت، بانکونه او سرمایه باید په ملکي کنټرول کې واخیستلی شي. هم دغسې د ملکي جمهوري انقلاب پوره کولو په خاطر سوسیالسټ ګامونو اخیستلو ته اړتیا وي. هم دغه علت دی چې د انقلاب کردار دوام داره یا پیاوړی وي. په دغه اوضاع کې چې کومه طبقه د انقلاب مشري کوي دغه په تاریخي توګه د ټولڼې عصري طبقه وي، مطلب صنعتي کارګره طبقه-

په خپله مشرۍ کې  دوی نور غم ځپلی او بزګران له ځان سره واخلي او د پانګوال نظام له منځه وړل به حتمي کوي او د دغه انقلابي سرکشۍ ترڅنګ د مسلح سوسیالسټ انقلاب پر را پورته کیدلو په یوه ټولنه کې سوسیالیزم نه راځي. د سوسیالیزم یواځنی حتمي هدف د طبقاتو څخه پاکه ټولنه ده.

یوه داسې ټولنه چې چیرته د استعمال شیان د اړتیا مطابق او د ټولڼې لپاره وي. په یو هیواد کې او بیا په تیره یو وروسته پاتې هیواد کې موجود فرهنګ، صنعتی لوړتیا د هغه وړ نه وي چې د اشتراکي یا سوسیالیزم بنسټیزه غوښتنې پر ځای کړي. هم دغه علت دی چې که سوسیالیزم په یو هیواد کې راځی نو د سوسیالیزم پر ځای کولو لپاره به لومړۍ په ټوله سیمه او بیا په نړیواله توګه د سوسیالسټ انقلابونو د عمل پیل کیدل حتمي شي.

پوښتنه -  ایا د سوویت یونین (شوروی اتحاد) له ړنګیدو څخه د سوسیالیزم ناکامي څرګندیږی؟

ځواب-

د نن څخه ۸۸ کاله مخکې(د پخوانی روسي کیلنډر مطابق په ۲۶ اکتوبر او د معصر کیلنډر مطابق ۷ نومبر) چې کوم انقلاب رامنځته شوی وه، د هغه په واسطه په لومړۍ ځل کارګرواکثریت د لینن او ټراټسکی په مشرۍ مستقما په واکمنۍ باندی قبضه تر سره کړې وه. او د کارګرې طبقې ریاست ډبره یې کیښوده. ددې انقلاب په اماده کولو او رامنځته کولو کې د بالشویک(B)  (RSDLP) ګوند اړین رول پلی کړی وه.

کارګرې طبقې د دروند اکثریت له لارې د ورکټیو جرګه ګیو له لارې په یو نظام کې منظم کیدلو وروسته په ټولنيز ډول دغه انقلاب ته زیږون ورکړی وه، او پر واک یی قبضه کړی وه. تقریبا د پنځوکالونه تر شپږ کالو پورې د دغه انقلاب بنسټ د دغه د بنسټ کیښودونکو په تګلارو مخې ته روان وه. خوولې د ۱۹۲۳-۲۴ وروسته د دغه انقلاب د زوال ورځی پیل شوي. د شوروي اتحاد د ماتیدولو وړاند وینا هم د ټولو څخه مخکې د دغه انقلاب مشرانو لینن او ټراټسکی کړې وه. خو نن د استعماري تبلیغاتو په ترڅ کې چې د کومو دوه حقایقو پټولو زیار کیږی هغه لاندې دي.

۱- پوښتنه دغه ده چې دغه هیواد روسیه د دغه انقلاب په واسطه د ۵۰ کالو څخه تر ۶۰ کالو کمه مودې پورې څرنګه د یو وروسته پاتې نوي آبادیاتي هیواد څخه د نړۍ دویم نمبر اقتصادي هیواد په توګه نړۍ ته مطرح شول.

۲- د سوویت یونین(شوروی اتحاد) له ماتیدو وروسته په روسیه او نورو سټالینسټی هیوادونو کې بحران او د بشری ټولڼې چې کومه اوضاع ده، هغه له مخکې ښه ده که بده؟

په ۱۹۱۷ زیږدیزکال کې د زرشاهی له جبره چې په اکتوبر کې د انقلاب په زور بنسټیزه بدلون رامنځته شول، هغه دا چې منډیي اقتصاد په منصوبه بند(سوسیالسټ)کې بدل شو. مطلب د تولید دغه بیسټیزه بدلون چې په سوویت یونین (شوروی اتحاد)کې د پرمختګ کوم تندوالی یا پراخوالی رامنځته کړو، نو د دغه بیلګه د نړۍ په هیڅ ګوټ کې نه ښکاري.

تر۱۹۹۰ پورې شوروي اتحاد د سټیل په تولیداتو کې،  په ماشیني تولیداتو کې، ټریکټر جوړولو کې، سړکونو، سیمټو، ډبرو سکرو، ګاز، تیل، ریل، د برېښنا په شمول نورو ۳۰ دیرشو اهمو او بنسټیزو صنعتونو په برخه کې په نړۍ کې ډیر تولیدات وړاندې کول. د دویم نړیوال جنګ وروسته په ۲۵ کالو کې سوویت یونین(شوروی اتحاد)چې د اروپا په مقابل کې کوم پرمختګ کړی وه، هغه تر ۱۹۷۵ پورې د دوی په مقابل کې دوه برابره وو. په دغه دور کې د هر کس په امدن کې ۱۶۰ فیصده زیاتوالی وه شه. د ټولینیز مصرف په برخه کې ۴۰۰ سلنه زیاتوالی وه شه ، ۵۶ میلیونه کورونه جوړ کړای شول. لومړۍ او منځنۍ زده کړې پر ټولو وګړو لازمې وې، د پوهې کچه تر ۹۹سلنه پورې ورسیدله. په نړۍ کې تر ټولو زیات ډاکټران، انجنیران، تخنیک کاران، ساینس پوهان او مسلکي خلک په روس کې را پیدا شول.

په څو څانګو کې مثلا په خلایی څیړنه کې روسیه د امریکا په څیر هیواد وروسته پریښودل، د کورونو  او ټرانسپورټ، کرایې، روس کې تر ټوله نړۍ کمې وې. په خوارکي توکو کې اسانتیا وه، چې د ټولو مصارفو تر څنګ پنځوس سلنه څخه زیات به د روسي کارګر په جیب کې پاتې کېده.  پوهه،روزنه، درملنه او نورې ټولنيزې اسانتیاوې به وړیا وې. په یو څو کلونو کې کلنی پرمختګ او د تولید سلنه له ۲۸ نه ۳۰ سلنه پورې ورسېده. د هیڅ یوه هېواد پانګوال د دوی څخه مخته نشو تللی.

د روسیې تر ماتېدو پورې بې کاري یو جرم وو. د کار او بنسټیزه اسانتیاو ورکړه ددولت مسوولیت ؤ. دا پورتني معلومات، شمیر او تاریخي حقایق ټولې نړۍ د تاریخ په پاڼو کې لیدلي دي. دا هر څه د ذریع پیداوار د ملکیت د ریښو له بدلون، ځمکي، لوړصنعتي اقتصاد او د تقسیم بنسټونو د ملي ګرځولو، ټرانسټورټ،  اقتصادي تبادله او په خارجي تجارت باندې بشپړه دولتي واک له امله ممکن شول. بشري تاریخ دومره تُند پرمختګ د تاریخ په هیڅ یو دور او نظام کې نه وه لیدلی.

نن د یوې بربنډې پراپګنډې په ترڅ کې ټول خلک له دې څخه د بې خبره ساتلو هڅې کیږی. خو بل لورې ته هغه خلک چې د پرمختګ فقط دغه یو اړخ څخه د روسي او چیني افسر شاهي پیروکاران وګرځیدل، هغوی دومره لوی پرمختګ تر څنګ په دغه ونه توانیدل چې د شوروی اتحاد ماتیدلو او د واکمن نظام د ناکامیو دلیل ووایی.

شوروي اتحاد کې چې کوم انقلاب راپورته شوی وه، د هغه زوال د ۱۹۲۴ وروسته پیل شو. د دغه بنسټونو د انقلاب ترڅنګ روس په ۱۹۱۷ کې په اقتصادي، صنعتي، ټولینیز او فرهنګی توګه وروسته پاتی هیواد وه. او ورسره د لومړۍ نړیوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) د روس په بد حالي کې لا زیاتوالی وکړ. د جنګ په جریان کې او له دې وروسته ۲۱ هیوادونو د انقلاب له ویرې پر روس برید وکړ.ولې چې په روسیه کې د بالشویک انقلاب وروسته استعماري ځواکونو یره درولوده چې چیرته د دوی په هیوادونو کې هم دا رنګه انقلاب رامنځته نشي. هم دا علت وه چې دوی د دغه انقلاب په پیل کې د دغه انقلاب د له منځه وړلو هوډ وکړ. خوولې د دغه انقلاب د مشرانو سره مفکوروي او ګوندي استعدادونه موجود وو، چې له امله یې دغه استعماري قوتونو ته ماتې ورکړه. د دغه لپاره دوی دوه طریقې خپلې کړې.

۱- تقریبا د درنیمو لکو مات ګوډ پوځ ټراټسکي د انقلابي عمل له لارې  په ۱۸ میاشتو کې ۳ میلیونو سور پوځ ته ورسول. چې دغه پوځ په ډیرو جنګونو کې د استعماري ځواکونو او د دوی د ګوډګیانو پر ضدجګړه تر سره کړه، او بریاوې یې لاس ته راوړې، او تر څنګ یی د انقلاب په ساتلو کې لوړ ګامونه ترسره کړه.

۲- دویمه لاره دا وه چې د نړیوال کارګرانو یو ځای کول وي. په دا خاطر چې په روسیه کې راولاړ انقلاب د یو هېواد یا قام په خا‌طر نه وه او د کارګرانو د یو نړیوال ګوند مشرۍ په تر څ کې ( د دویم نړیوال کمیونسټ ګوند چپ لاسی ګوند حزب له امله ) د ‌طبقاتی زیار له امله دغه انقلاب رامنځته شوی وه. هم دغه نړیوال کارګر ګوند له لارې لینن او ټراټسکي د ټولې نړۍ له کارګرو څخه خواست وکړ چې ددغې خپلې ‌طبقې د بریا لپاره په نړیواله کچه مبارزه وکړي ددغه خواست په ځواب کې نه فقط په امریکا، بریتانیا، فرانسه او نورو استعماري هیوادونو کې کارګرې طبقې د لاریونونو په صورت کې د بریدګرو پوځیانو د تیلو لېږد بند کړ. بلکې ددغه بالشویک خوځښت له امله د ډېرو هېوادونو پوځیانو د خپلو مشرانو امر منلو او برید کولو څخه انکار او بغاوتونه وکړل. ددې خبرې بنسټ په دا کې ؤ چې بالشویکانو په کومه نظریه انقلاب رامنځته کړی ؤ، هغه د کوم هېواد سوسیالیزم نه ؤ، بلکې د نړیوال انقلاب د لړۍ یوه کړۍ وه. په جولای ۲۰۱۱ کې لینن د امریکا مزدورانو په نامه یو لیک ولېږداودوۍ لیکې: (( مونږ به تر هغه مهاله په بنده کلا کې یو، چې تر څو د نړیوال سوسیالسټ انقلاب قوتونه زموږ مرستې ته نه وي راغلي.))  

همدغه کال لینن په نومبر کې لیکې : (( د نړۍ تاریخ ددې خبرې شاهد دی چې مونږ د روسیې په انقلاب کې د هیڅ ډول تېروتنې څخه کار ندی اخېستی، ځکه چې دغه یوه اهمه اړتیا وه، بله کومه لاره پاتې نه وه. که په ټوله نړۍ کې سوسیالسټي انقلاب له بریا  سره مخ نشي نو بریتانوي، امریکایی او فرانسوي استعمار به په روسیه کې د کارګرې طبقې انقلاب او خپلواکي له  خاورو سره خاورې کړي. مونږ هر څه د نړیوال انقلاب لپاره په اوبو لاهو کړل. مونږ تر بشپړې  بریا پوري د نورو هېوادونو د کارګرې طبقې په مرسته رسېدلی شو. ددغه پوځي او نړیوال کارګرې طبقې د مرستې او یووالي له امله په روس کې انقلاب خو راغی خو په یو څو پرمختللیو هېوادونو لکه جرمني، ایټالیا، فرانسه، هنګري او د بریتانیې په شمول نورو هېوادونو کې انقلاب پر مختګ ونکړ، نو همدا علت ؤ چې په روس کې انقلاب د یوازیتوب او بېلوالي ښکار شو. په جرمني کې هم دغه وخت کې درو انقلابونو سر راپورته کړ.

په دغه کې د نومبر ۱۹۱۸، جنوري ۱۹۱۹، مارچ ۱۹۲۱ او د اکټوبر ۱۹۲۳ انقلابي مبارزې او سرکښیانې شاملې دي. په ۱۹۲۲ کې لینن د دویمې نړیوالې مرکزي کومېټې غړیو ته مستقیما ویلي وو( برلن د جرمني زړه دی او د جرمني د اروپا زړه دی که په جرمني کې انقلاب نه کامیابېږي نو زمونږ د انقلاب تباهي حتمي ده. که د جرمني انقلاب لپاره  مونږ ته د روسیېې انقلاب د قربانولو اړتیا  راپېښېږي. نو مونږ به یوه ثانیه هم ځنډ ونکړو، وروسته د انقلاب زوال دا وړاندوینه سل په سلو کې سمه ثابته کړه. بالشویکا انقلاب خو بچ پاتې شو خو د کورنیو جګړو استعماري بریدونو او په اروپا کې د انقلاب د ناکامېدو له امله په روسیه کې چې انقلاب یوازې پاتې شوی ؤ، د زوال پزیرۍ پر عمل باندې ژورې اغېزې وکړې. په وروسته پاتې روسیېه کې دغه افتونو د کمښت او قحط اوضاع  رامنځته کړه، د بالشویک ګوند په سلګونو مشران د کارګر انقلاب دفاع کولو په صورت کې ووژل شول، چې ددغو خلکو د ځای نیولو په خا‌طر زیات شمېر  مفادپرست او د واک تږیو په مختلفو چلونه په بالشویک ګوند کې ګډون پیل کړ.

کمښت او اړتیاو چې کومه بدحالي منځته راوړله هغوۍ د انقلاب وروسته ټولنيزې ګډوډۍ ته  لاره هواره کړه. ددغو شیانو د مخنیوي لپاره دولتي ګامونو ضابطې سختې کړې، ولې چې اړتیاوې او کمښت په حتمي توګه دولتي عناصر پیاوړي کوي.  او افسرشاهانه (بیوروکریټیک)ډول حکومت رامنځته کوي. تر ۱۹۲۰ پوري اوضاع دا وه چې د لومړي نړیوال جنګ په مقابل کې د کارګرو شمېر تر۴۳ سلنې پوري پاتې شو. همدا ډول تولیدات له انقلاب وروسته چې د مخه یې زیاتېدل اوس په کمېدو شول. صنعتي تولیدات اوس فقط ۱۸ سلنه پاتې شول، همدارنګه د انقلاب کوونکو کارګرانو زیاتره برخه د انقلاب په ساتلو کې بوخته وه، بعضې بالشویکانو د انقلاب د ژغورلو په خا‌طر سخت ګامونه واخېستل، دداخلي ګډوډۍ او بهرنۍ بریدونو په ضد لینن او ټراټسکې، په ۱۹۲۰ کې وار کمیونزم (جنګي کمیونزم) تګلاره عملي کولو ته اړ اېستل شول . په دغو کړکیچنو حالاتو کې ددا ډول ګامونوسختې پایلې ودرلودې .

ټراټسکې د افسرشاهي نظام د زېږون په اړه یوه بېلګه وړاندې کوي او لیکې چې کله یو څیز کمښت پېښېږي نو ټول ددغو لاسته راوړلو په خاطر په لیکو کې ودرېږي چې څومره زیاته بدحالي وي. هم هغومره به ګډوډي زیاته وي. په همدا خا‌طر ددوی د کنټرول په خاطر د یو عسکر اړتیا وي او که د غوښې د اخېستلو په خاطر دا کتارونه ولاړ وي نو ددې د کنټرول لپاره چې کوم عسکر ولاړ وي. هغه به تر ټولو مخکې خپله برخه جلا کوي. دغه عمل د افسرشاهۍ د پیاوړتیا بنسټ ګرځي خو د افسرشاهۍ په زېږون کې د روسیې فرهنګ او ټولنيز وروسته پاتې والي ډېر اهم رول پلی کړی ؤ، پرمختللې هېوادونو کې د انقلاب نه کیدلو له امله نه فقط رُوسیه د صنعتي او اقتصادي یوازیتوب سره مخ شوله بلکې د ملکي او فرهنګي بېلوالي سره هم مخ شوله.

له دې امله د افسرشاهۍ زېږون رامنځته شوی ؤ.

لوړ مارکسسټي استاد فریډریک انګلز په ۱۹ مه پېړۍ کې لیکي، هره یوه ټولنه چې کله  هُنر، ساینس اوحکومت د اقلیت ملکیت وګرځوي نو هلته هغه اقلیت دغه شان د خپلو غلطو موخو په خاطر خپلوي او د هر هغه واک څخه به سرغړونه کوي چې ددغه په لاس کې وي. د روسیې دغې افسرشاهي ته لینن په اشارې سره په  خپل کتاب ( ښه لږ خو بیا هم ښه) ‌‌‌Better fewer but better  لیکې ( زمونږ دولتي جوړ ښت د چټلتیا تر حده پوري د غندنې وړ دی. مونږ به ددغو نیمګړتیاو د لرې کولو لپاره کار وکړو، ددغو مریضیو جرړې له ماضي څخه راوځي. هغه تېر وخت چې مونږ د جرړو له خوا غوڅ خو کړ، ولې کنټرول مو نکړای شو.)

دا رنګه د افسرشاهی دا زوال په معروضي توګه روان وه، خو د ۱۹۲۳ نه وروسته دغه عمل ته داخلي او عضوي رنګ ور پورته کیدل پیل شول. په ۱۹۲۲ کې سټالن د ګوند جنرل سیکرټري وټاکلی شو(له د مخکې د جنرل سیکرټری دندې مطلب د ګوند مختلفې چارې یو ځای کول وی) کله چې بالشویک ګوند انقلاب رامنځته کړ، نو د دغه ګوند جنرل سیکرټري سوویډلوف(Sverdlov) وه. دا رنګه پر دغه پوسټ باندی د بیوروکریټ او جبر روش د ټولینیز قیادت پر اصول باندی نه وه. او هغه قیادت چې پر دولتي واکمنتیا یې درولوده او زیاتره فسادي قیادت یې د غلطې لارې راداخل شوی وه، د سټالن بیوروکریټ زوال ته یی شعوری بڼه و بښله. بعضې هغه خلک چې له پیل څخه د بالشویک انقلاب دښمنان وه، د واک لاس ته راوړلو نه وروسته د سټالن د مشیرپه توګه یی ځانونه برابر کړه، چې وکولای شي د سټالن دا روان عمل لا جدې کړي. په دغه کې مارټی نوف(Marty Nov)، یاروسلاوسکی(Yaro Slavasky) او وایی شنسکی (Vyshinsky)ګډون درولوده. نوموړیو پوهانو چې په عارضي توګه د کړکیچ او مخصوص جنګ په اوضاع کې کوم ګامونه اخیستل وی، د دغه د مستقل کولو وروسته دوی دغه ته د افسرشاهي بنسټونه مساعد کړ. د وخت په تیریدو څرنګه چې دوی پر واک باندې لاس بري شول، هم  دا رنګه دوی د افسرشاهی زوال تنزل ته نظریاتي اساسات مساعد کړل.

دوی په ۱۹۲۴-۲۶ کې داسې نظریات راپیدا کړه چې دغه د مارکسیزم د روح او اساساتو پر ضد وو. په دغه کی لومړۍ نظریه د روس په سرحدونو کې د انقلاب را ایساریدل وه او دویم د انقلاب په نورو هیوادونو کې نه رامنځته کیدل وه. هغه نظریه چې په جنوری۱۹۲۴ کې د لینن د مړینې وروسته (په یوهیواد کې د سوسیالیزم نظریه وه)، چې وروسته د ملکي تنګ نظرۍ او د کارګرې طبقې پر نړیوال ګوند باندې د روسیې دولت مسلط کیدولو او په نړیواله توګه د کارګرې طبقې د نظم او چوکاټ څخه د وېستلو لپاره پر لاره اچولی شوې نظریه وه. داولې؟ دا په دا خاطر چې د دغه نظریې تر تطبیق پورې واکمنی طبقې نشو کولای چې افسرشاهی خپل جبر او فساد په ازادۍ سره تر سره کړې وه.

د دغه نظریې سره د مارکسیزم پر طبقاتي نړیوالتوب په یو هیواد کې د سوسیالیزم له امله د ملکي تنګ نظرۍ او قوم پرستۍ شانتې احساسات او نظریات وتپلی شول. لینن او بالشویکیانو چې کله انقلاب رامنځته کړ نو دغه د یو قام یا هیواد څخه ډیر د یو طبقي انقلاب وه. چې دغه په خپله د نړیوال سوسیالسټ انقلاب د تسلسل او عمل یوه برخه ګڼل کیده. مارکسیزم د قوم پرستۍ د نفې په صورت کې د بشریت خپلواکي د طبقاتی یوالي او مبارزی له لارې ارزیابي کوله. هم د دغه پر بنسټ لینن او بالشویکو د انقلاب په واسطه چې کوم دولت رامنځته کړی وه، د هغه نوم (یو-ایس- ایس- ار) سوویت سوشلسټ د ریپبلکنو اتحاد وه. انقلاب کونکي مشرانو دا تصور هم نه وه کړی، چې وروسته راتلونکی سټالن او د نوموړي وروسته راتلونکی بیوروکریټ به دغه ابتدایی سوشلسټ ټولنه په یو هیواد کې ښکېل کړي، او دغه ته به یو بېل او مستقل مقام ورکړی. په لنډو ټکو کې د سټالینیزم له مارکسیزم سره واحد ټکر دا وه، چې د نوموړیو پیروانو سوسیالیزم په یو هیواد کې مقید کړ. د سویت یونین د دفاع لپاره بالشویکیانو ډیرې قربانۍ ورکړې وې، او دوی له کومې تګلارې (نړیوال طبقاتي مبارزې په صورت کې) چې سویت یونین ژغورولی وه.

د هغه مطلب د روس انقلاب په یو هیواد کې مقید کول نه وه،ولې چې په هم د کې یی د دغه انقلاب ژوند اود بقا راز پټ وه. مارچ ۱۹۱۸ کې لینن لیکلي وو، نړیوال استعمار د یو پر مختللی ټولینیز انقلاب تر څنګ څنګ سفر نشي کولای. زمونږ پاتې والی مونږ پر مخ ټیله کړو، که چېرته د نورو هیوادونو د انقلابي سرکښو زیار اېستونکو ډلو پریمانه حمایت مو ترلاسه نکړ په حتمي توګه به تري تم  شو.

(د لینن لیکونه ټوک XV مخ ۱۸۷)

په مارچ ۱۹۱۹ کې لېنن دا سوچ بیا تکرار کړ، مونږ فقط د یو دولت پر ځای د ډیرو دولتونو په یو مشترکه غونډال کې ژوند کوو،  د سویت ریپبلیکن د وجود شتون له نورو استعماري ځواکونو سره پاتې کیدلو په اړه تصور هم نکړی شو، په ورستنۍ پړاو کې به اخر یو پر بل بری مومي.

(د لینن لیکونه ټوک XVI مخ ۱۴۹)

په ۵ جولایي ۱۹۲۱ کې لېنن د ګوندي کانګرې پر ورځ ډیر مستقما خبرې وکړې،  مونږ لپاره دا روښانه دی چې د نړیوال انقلاب بریا پرته د کارګرې طبقې  له مرستې ناممکنه ده. انقلاب په نورو وروسته پاتې هیوادونو کې یا لږډیر پر مختللې هیوادونو کې باید په جدي توګه رامنځته شي که نه، نو مونږ به ورک شو. د دغه ډول نظر او فکر له امله مونږ په هره توګه د سویت یونین د ژوندي ساتلو هر قیمت ورکولو ته غاړه کیښودلو زیار ويستلای دی،ځکه چی مونږ پوهیدلو چې مونږ یوازې د خپل ځان لپاره کار نه کوو، مونږ د یو نړیوال انقلاب لپاره کار کوو.

(د لینن لیکونه ټوک XVIII مخ۳۲۱ )

که د لینن د دغه نظریاتو پرتلنه د سټالینسټو د افسرشاهي د برنامي، نظریاتو او د کار له پیمانې سره وکړو، نو معلومه به شي چی دوی د لینن د هر ډول ملاتړ، شخصیت پالنی او قصیدی درلودو تر څنګ د لینن د نظریاتو سره سرچپه روېش کول. په یو هیواد کې د سوسیالیزم راوړلو له امله، دوی د مارکسیزم له ډیرو تګلارو منحرف کیدو ته اړ شول. د بیلګې په توګه د دوی دا تګلارې  د استعمار او سوسیالسټ اقتصاد تر منځ یو ځای اوسیدلو زمینه رامنځته کړه. په ملکي بنسټونو ولاړ سټالینسټی افسرشاهی د استعماري ځواکونو سره د ( تل پاتې سولې په خاطر دواړوځواکونو د یو ځای اوسیدلو لپاره)هم دغه تګلارې ته مستقله بڼه ورکړه، او د استعمار سره یی راکړه ورکړه پیل کړه.

پر دغه بنسټونو چې چیرته استعمار په روسيه کې اقتصادي بدلون پر شاتګ کې پاتې راغلي وه، خو بل لوري ته له لویدیځ څخه افسرشاهی په ډیرو کمو امکاناتو په پرمختللي او لویدځ هیوادونو کې د مارکسیزم له ودې څخه لاس پر سر شو. هم دا شان تدریجي انقلاب له یو هیواد څخه بل هیواد کې بل څه نه وه،خوولې په یوهیواد کې د سوسیالیزم دتسلسل یوه کړۍ وه. د استعماري ځواکونو سره د خبرو اترو او د راکړې ورکړې په ترڅ کې چې سټالینسټانو له کومو سستوالي څخه کار واخیستل، او بیا په تیره په نوآبادیاتی هیوادونو کې انقلابونه تر ملکي جمهوري انقلاب یا خلکي جمهوري انقلاب پورې ساتل هیڅ مانا نه درولوده. خو دلته د استعمار استحصال قایم ساتل وي. هم د دغه تګلارې په پایله کې په چین(۱۹۲۵-۲۷)، چيلی، هندوستان او په نورو ډیرو هیوادونو کې انقلابونه د ماتی سره مخ شول.

په داخلي محاذ کې لینن د یو بشپړه ټولینيز سوسیالسټي انقلاب لپاره (چې د سوسیالیزم په صورت کې نړیوال انقلاب ته لاره هواره کړه) لاندنۍ ښکاره چوکاټونه ټاکلی وو.

د عبوری دولت هر کارمند د خلکو له بنسټزو جرګو له لوري ټاکل کیدل. د دغه جرګو په مخ کې به يې پوښتنو ته ځواب وایه، او  جرګو دا حق درولوده چې یو کارمند بیرته را وغواړي. هر کارمند باید په تدریجی ډول بدلون ومومي، چې هدف یی د کارګرې طبقې په واک کې شتون دی.(د لېنن په ټکو کې هر اشپز کولای شي صدراعظم شي او باید هر صدراعظم وکولای شي چې اشپزي هم وکړي)

باید جلا پوځ یا دولت وجود ونلري،ولې چې د انقلاب دساتلولپاره به کارګره طبقه رول پلې کوي. د دفاع زیاتره کار به د سویتونو پوځیان تر سره کوي.

د هیڅ یو دولتي کارمند معاش به د یو عادی کارمند څخه زیات نه وي.

دغه بنسټونه د انقلاب د پیل کیدو څخه ونیسه تر ناوړه کورنیوجګړو او نامساعدو حالاتو پوري قایم وو. د بشري ژوند په تاریخ کې له دې څخه بل کوم زیات جمهوری جوړښت او طریقه تر سترګو نه شوه. د نن استعماري پروپاګنډو په صورت کې چې د لېنن او بالشویک نظام له کوم ناوړه استبداد سره پرتله کیږي، د دې یوازې تاریخ نفې کوي، بلکه د نن پانګوال نظام جعلي او جوړه شوې څیره په ټوله نړۍ کې بربنډه وي.

خو د سټالینزم له لارې د انقلاب د تنزل عمل د کارګرې طبقې دغه ډول جمهوري نظام هم تر پښو لاندې کړ. د دغه جمهوري نظام له منځه تلل هم د روس د ماتیدودو عمده علت وه. د ټراټسکې له خولې د یو منصوبه بند اقتصاد (سوسیالسټ اقتصاد) د تُند پرمختګ او په تکاملي عمل کې د کارګرې طبقې بشپړه جمهوري واک او انتظام دومره اړین وي لکه بشری ژوند ته آکسجین اړین دی. د روس انقلاب په یو ورځ یا کال کې تر پښو نه دی لاندی شوی. بلکې دغه د ۱۹۲۳ څخه پیل کیږی او ۱۹۳۸ کې پاي ته راسیږی. او دغه تنزل پر ضد تر ټولو لومړۍ چیغه لینن راپورته کړې وه. هم داسی د لینن له مرګ وروسته دغه مبارزه ټراټسکی روانه وساتله.

خو بشري ژوند د نا شمېره پېښو داستان دی. اوس دلته دوه پوښتنې راپورته کیږی.  لومړۍ دا چې لینن، ټراټسکی او بالشویکیانو د خلکو خوا خوږی ولې لاس ته نه راوړه، په داسی صورت کې چې دوی د انقلاب د زوال پر ضد مبارزه کوله؟ دویم دا چې که ټراټسکې د سټالن پر ځای د سویت یونین پر واک باندې واکمن شوی وای، نو ایا بیا هم د انقلاب زوال حتمي وه یا نه؟

د ۱۹۱۷ بالشویک انقلاب لاس ته راوړنې د روس خلکو ته د ۱۹۲۳ وروسته پر لاس ورتلل پیل شول، د بیلګې په توګه د ۱۹۱۳ د ټولینيز او صنعتي پرمختګ په ۱۹۲۳ کې لاس ته راوړنې یی پیل کړې. خو د ۱۹۱۷ د انقلاب وروسته د نامساعدې اوضاعی له امله په روسیه کې عامه ژوند تر سخت تاثیر لاندې راغی. خو اقتصاد هغه وخت روشد پیل کړ چې کله سیاسې تنزل پیل شول، او افسر شاهی رامنځته شوی وه، او  تر څنګ یی افسر شاهی د کارګرې طبقې د جمهوریت پر ریبولو پیل وکړ. هم دا وخت وه، چې د روس د خلکو د ژوند معیار د یو سیاسي انقلاب په ترڅ کې په تُندی سره پر مخ روان شو. د جنګونو، انقلابونو او د انقلابونو له طوپانونو او انتشار څخه راوتلی د روسیې لویه کارګره طبقه د ستړتیا ښکار شوې وه.

د ژوند معیار د ښه کیدلو له امله دوی له یوې اوږدې مودې پس څه خوند لیدل وه.  هم داسې دوی د یو نوي جنګ کولو حوصله نه درولوده. هم دا علت وه چې دوی د ټراټسکې یا چپ لاسي ځواکونو ملاتړ ونکړ، او دا هغه قوتونه وو چې د سټالنسټ افسرشاهی پرضد یی یو نوي سیاسي او ټولینيز جګړې ته ملا تړلې وه. لویه بدبختی دا وه، چې د اکتوبر انقلاب د روس د خلکو ژوند په تندی سره د ښوالی پر لوری روان کړی وه، خوهم دغه انقلاب د ښه ژوند له امله د لېنن او د مشر او تخلیق کار ټراټسکی خلکي مرسته یا خواخوږي هم را ښکته کړې وه.

بل لوري ته که دا خبره وشي چې که ټراټسکي د سټالن پر ځای واک ته راسیدلی وای، نو انقلاب به ژغورول شوی وای. په تاریخ کې د فردي رول څخه انکار نشي کیدای. دغه سمه ده چې که لېنن او ټراټسکې نه وای نو انقلاب به نه کیده. خو سټالن د دغه تنزل عیني عمل ته شُعوري او داخلي شکل ورکړی دی. مونږ وییلی شو چې دا هر څه د ټراټسکې په دورکې کیدل  ناشوني وه. خو بیا هم په ورستنۍ تجزیه کې عیني اوضاع ورستنۍ اغیزه کوي. هم دا علت دی چې د تاریخ په دغه عواملو کې څه حتمي نظرنشو ورکولۍ،ولې چې د انقلاب د تنزل د یو څخه ډیر عوامل درلود.

د دغه زوال پزیرۍ لپاره چې چېرته سټالنسټ افسرشاهی په شعوری یا لاشعوری توګه بی شمېره تیروتنې او جرایم وکړه،خو بل لوري ته یی د لیننسټ ملګرو لپاره بی شمیره تګلارې پر لاره واچولې، لکه په (چین، فرانس، جرمنی، برتیانیا کې)

په دغه جنګ کې د ۱۳ لکو څخه زیاتو لیننسټو او د انقلاب د سیاسي زوال پزیري پرضد مبارزه کونکو او د دوی د کورنیوخلکو وژنه تر سره شوه. د بالشویک ګوند چې د ۱۹۱۷ انقلاب یی رامنځته کړی وه، له مرکزي کومېټې څخه یی تر۱۹۳۸ پوري په ۲۴ خلکو کې ۲۳ غړی په مرګ ورسول، یا د کورنیو جګړو پر محال شهید شول، یا څه د زندانونو او ساییبریا په کیمپونو کې زنداني او یا دوی له وطن څخه وشړل شول. په روسیه کې یوازي یو سړۍ پاتې شو او هغه سټالېن په خپله وه.

خو د سټالینزم او افسرشاهی واکمنۍ ته د ۵ څخه تر۷ لسیزو پوري  ژوند په برخه شول چې عمده علت یی د ۱۹۱۷ اقتصادی بدلونونه وو. په بنسټیزه توګه سټالینزم د اکتوبر انقلاب پرضد یو بد سیاسی شا ته تنبونکی غچ وه.

خو اقتصادي بنسټونه یی هم هغه سوشلسټی وو، کوم چې د پانګوال نظام، ځمکولي او استعماري تسلط د ختموالو لپاره رامنځته شوي وو. دغه سوشلسټی نظام په ۶۵ کلنه موده کې خپله بریا د پانګوال نظام په مقابل کې په ډیرو برخو کې وښودله، لکه د سټیل، تیل، سیمنټ، ودانیو، ټریکټرو، خلایی ټیکنالوژس او په ډیرو نورو ټولینیزو معاملو کې وده وکړه.

هم دا علت وه، چې سټالینسټ افسر شاهی د غه پرمختګ له امله تر نسلونو نسلونو پورې واکمني تر سره کړه. خو سټالینسټانو چې څرنګه د مارکسیزم او لینینزم د نظریاتو ملا ماته کړه، له دې ښه ښکاریدل چې دوی زیات پر دې بسایا ونکړي. ځګه چې پر دې بنسټونه د سټالینزم تګ د ډیر وخت لپاره ممکن نه وه.

څرنګه چې شوسیالیسټي صنعت او تیکنیکی پرمختګ وده وکړه، هم دا رنګه د صنعت پراخولی حتمي کیده. خو د دې ودې له لاسه د افسرشاهي په حجم کې هم زیاتوالی رامنځته کیدل. د کارګر جمهوریت او کنټرول د نه شتون له امله د افسرشاهي امریت د روسیه پر اقتصاد باندې د یوپېټی کار ورکړ. د ۱۹۷۰ په لسیزه کې روسیه د ۱۰ لکو څخه زیاتو شيانو پر جوړولو بوخت وه.  بل لوري ته د روسیې ۲۸۰ ملیونه نفوس پر دغه اقتصاد باندې تکیه کوله. او یوازې په مسکو کې ۵۰ وزارتونو کار کاوه، چې له امله یې اداري ګډوډۍ او د شيانو د زیات تولید بد کیفیت لامل کیدل. هم داسې د منډيۍ او ګټې له امله حرص هم پر زیاتیدو شو، خو د انتظام نه درولوده له امله به د تولیداتو لویه برخه د زیان کندې ته  لوېده. د دې تر څنګ اداري فساد او افسرشاهي تر خپل انتها ورسېده.

تاریخ د دې شاهد دی چې د هر جبر او امریت په دور کې د اداري فساد لوړوالی تر خپل ورستۍ حده پورې رسیږی. دا رنګه د اداري فساد ، ناسم منجمنټ، د پیداوار زیان او د افسرشاهی خپل پیټی له امله پر منصوبه بند معشيت باندې رامنځته شوی اقتصاد د ساه بندی ښکار شو. د ۱۹۷۰ تر اخره پورې افسر شاهې تر ۲۵ ملیونو خلکو پورې راورسیدله، د کارګر جمهوریت د نه شتون د یو سوسیالسټ اقتصاد په مخکې خنډ ښکاریدل، خو دغه د افسر شاهۍ د داخلي تګلارو تر څنګ د باندنیو تګلارو هم یو علت وه.

د امریکایي استعمار او روسیې افسرشاهي د واکمنو طبقو تر منځ د تضاداتو او سوړ جنګ عمده علت تضادتي اقتصادي بنسټونه وو. خو په یو هیواد کې سوسیالیزم نظریې تر څنګ، په استعماري هیوادونو کې سست انقلابي عمل او د استعمار سره راکړه ورکړه، او بل لوري ته د خارجي تیري د مخنیوي لپاره پر اسلحو دروند مصارف وو. د ټولې داخلي امدن او تولید ۶۰ سلنه برخه په مستقیم او غیرمستقیم توګه پر دغه شعبو مصرفیدله.

بل اړخ ته ( تل پاتې سولې په خاطر دواړوځواکونو د یو ځای اوسیدلو لپاره) تګلارې له امله تر ۱۹۳۰ لسیزې او د استعماري جنګونو وروسته کارګر انقلابونه د سټالینسټ او سوشل ډیموکریټک روایتي مشرانو د غلطو تګلارو له امله ناکامه شول. د پانګوالې طبقې د بیا ژوندی کیدلو عامل وګرځیدل.

د دویم نړیوال جنګ وروسته د ختیځې او لویدیځې اروپا پر سر په ۱۹۴۳ کې په یالټا کې چې کوم تړون د سټالن، چرچل او روز ویلټ ترمنځ  وشول، هدف یی د فرانسه، اطالیه او یونان کې د ریښتنی انقلابونومخنیوی وه، چې نمایندګي یې د مسکو د سټالینسټانو له لوري همایه کیدونکي ګوندونو کوله. د دغه تګلارو له امله استعماریت ته د یو نوي دور(لوی تاریخي وخت ۱۹۴۸-۷۳) عروج چانس مساعد کړی شو.

چې له دې څخه په استفاده بیا په تېره امریکایي استعمار خپل رول په نړیوال اقتصادي او سیاسي بازارکې مطرح کړ. د دې نوي ځواک په رامنځته کیدو سره روسیه هم تر فشار لاندې راغله. تش په یو هیواد کې د سوسیالیزم خوارې تګلارې د سټالینزم له لورې د روسیې اقتصاد په دریو لسیزو کې محدود کړ او په نړیواله منډیۍ کې شراکت ونکړ. یوازې په ۱۹۵۳ کې د سټالن د مرګ وروسته د داخلي اقتصادي فشار له امله مداخلت وکړی شو او هغه هم په ډیره کمه سویه. او بل لوري ته د استعماري ځواکونو له لوري پر روسیې فشار په زتاتیدو شو، دا په داسې حالت کې چې استعماري هیوادونه په خپله د انقلابي خوځښتونو ډبره کیښودلو له امله په دوام داره توګه تر فشار لاندي وو، او دغه ښکاره اوضاع د سټالینسټو مشرانو مغزو ته نه لوېده. ټراټسکې د دغه ډول سټالینسټی پوهانو په اړه په ۱۹۲۹ کې لیکلي وو،

دې(مشرانو) په دې ځان نه پوهاوه، چې یو فورډ ټریکټر هم دومره خطرناک دی چې څومره یو کروساټ (Crevesot) توپ وي. په دې کې یواځینی توپیر دا دی، چې توپ کله کله استعمالیږی، خو ټریکټر په دوام داره توګه فشار زیاتوي، او ټریکټر په دا هم پوهیږی چې د ورستنۍ ګُزار لپاره یی توپ تر شا وي.(ټراټسکی ۱۹۲۹) 

لینن هم له دې خطر له وړاندی خبر وو، نوموړي به ویل، تر څو چې زمونږ سویت ریپبلک جلا ژوند کوي، په داسي حالت کې چې چارچپیره پانګوال نظام ګیر کړې یو، دا به تر هغه یو احمقانه خوب او تصّوراتي یوټوپیا به وي، چې کله مونږ دا فکر کول پیل کړو چې مونږ په اقتصادي توګه خپلواکه شولو او مونږ ته را پیښ خطرونه له منځه ولاړ. پانګوال نظام ته که په نړیوال کچ وکتلی شي، نو دغه نه یوازې په نظامي برخه کې زمونږ څخه مخکې دی بلکې په اقتصادي برخه کې هم له سویت څخه پیاوړی دی. مونږ باید دغه بنسټیزې خبرې ته ځیر شو او مخ ته لاړ شو، او هیڅ کله یی هیر نه کړو.(لینن ټوکXVII مخ ۱۰۲ او ۴۰۹)

روسیه چې یو غریب هیواد دی، دامارت او زیات تولید ډګر په هغه وخت کې جوړیدای شي، چې کله مونږ له بدګمانۍ او مصنوعي شعار څخه ډاډه شو، په روڼ تندي، کلک هوډ او پوره تیارۍ سره دا وایو چی مونږ هلته خپلواکه کیدای شو چې کله نړیوال سوسیالسټ انقلاب رامنځته کړو، چې مونږ پرې روان شوي یو. (لینن لیکونه ټوک XVمخ ۱۶۵)

د لینن پر ضد سوچ درولودونکي د سټالینسټانو افسرشاهی نه یوازې د استعمار پر ضد خوځښتنو ته زیان ورسول، بلکې هغه هیوادنه چې سوسیالسټي خوځښتنو پکې سر راپورته کول، ډیر سخت یی د زیان سره مخ کړه. چین، کیوبا، ویتنام، کمبوډیا، لاوس، موزمبیق، انګولا او نورو هیوادونو کې چی کوم دولتی بغاوتونه او ګوریلا جنګونه  د پانګوال او ځمکوالي نظام پر ضد رامنځته شوي وو، د هغه ترشا هم د نړیوال سوسیالسټ سیاست مسکو ماډل وه. خو په دا وخت کې د لینن د مسکو ماډل پر ځای د سټالن، خروچیف، برزنیف او ندروپوف مسکو ماډل وه. له دې څخه دا معلومیږی چې دوی هم هغه نظریات او تګلاره درلوده کومه چې په مسکو کې واکمن ځواک سټالنسټ افسرشاهی درلوده. دا رنګه چین، سوویت یونین، کیوبا، ویتنام او نور سوسیالسټي دولتونه چی کیدلی شول چې د دوی په یو ځای کیدلو سره یو لوی سوسیالسټي کنفیډریشن رامنځته شوی وای، خوولې په یو هیواد کې د سوسیالسټ انقلاب له نظریی له امله په دولته کچه د انقلاب رامنځته کیدلو دود کیښودلی شو. کامریډ په خپل منځ کې د اسلحې، بارودو او د میزایلو په ژبه راسره خبرې کولي. چینایانو، روسیانو او نورو سوشلسټي افسرشاهانو د خپلو مفاداتو په رڼا کې تګلارې ټاکلې. چی له دې امله د سوسیالسټ هیوادونو تر منځ تضاداتو او شخړو به سر را پورته کاوه. دغه د سټالینزم د ملکي سوسیالیزم غلطو تګلارو پایله وه.

خو د دې تر څنګ د افسرشاهي کورني فساد، د اروپا څخه په تخنیک کې پاتی والی، د کارګر جمهوریت نه شتون او د افسرشاهي جبر سوسیالسټ اقتصاد په ګونډو کړ. د۱۹۵۰ په لسیزه کې کلنۍ ملکي تولید له ۱۲ سلنه څخه ۱۵ سلنه زیاتوالي سره روان وه، خود ۱۹۶۰ په لسیزه کې دا تولید کم شو او د ۱۰ سلنې او ۱۲ سلنې تر منځ پاتې شو. هم داسې ۱۹۷۰ کې ۶ څخه تر ۸ سلنه پاتې شو، آن تر دې چې په ۱۹۸۰ کې د ګورباچوف د اقتصاد مشيرابیل ابی بګیان له خولې د دې ۰ (صِفر) سلنه څخه هم لاندی راغی. دغه اقتصادي بحران د افسرشاهي سیاسي ډاډ ته ډیر سخت زیان ورسول او د ورخطایي ښکار شول. ګورباچوف چې د افسرشاهي چالاک او ذهین نماینده وو، په سټالنیزم کې د اصلاحاتو کوښښ وکړ. خو د امرانه افسرشاهی جبر لاندې ځپلی ټولینيز اقتصاد او ملکي تضاداتو او د پرسټریکا او ګلاسنااسټ د تګلارو له امله هر څه وسوځیدل. د سټالینیزم بحران دومره ناولی شوی وه چې اصلاحات پکې ممکن نه وو. کله چې ګورباچوف د خپلې ماتې څخه خبر شو نو د استعمار غیږې ته یی منډه کړه.  چې د دې پر ضد د ګیناژنایف په مشرۍ کې د پخواني سټالینسټانو سخت دریزه او کمزورو پلویانو د بغاوت کوښښ وکړ، چې وروسته د استعمار په غیږ کې ناست بورس یلسن دا خوځښت وځپل.

خو د پانګوال نظام په ملاتړ په روس کې د پانګوال نظام بیا راژوند کیدل تر هغه وخت ممکن نه وه. د ۱۵ کالو په موده کې د پانګوال مفاد کړۍ و نشو کولای، چې د روس اقتصاد شخصي پانګوالو ته منتقل کړي. د هغه وخت زیاتره برخه د روس د اقتصاد اوس هم په دولتي کنټرول کې ده. چې د دغه د شخصی کولو خوب له خاورو سره خاورې شو. چې له امله یی یو لوري ته سټالینزم مات شو او بل لوري ته یی پانګوال نظام له ګډوډی سره مخ شول، او ویې نه کولای شول چې هلته پیښې ټینګې کړي.

خو په پخوانیو روسیي سوویتونو کې بشری ژوند د وحشت او بربریت پر لوری روان ښکاري، د ښه والی په ځای تباهي او ورانکاري تر سترګو کیږي. تر ۱۹۹۷ پوري د روسیې د بې کارو نفوس ۵۰ ملیونو ته ورسیدل، قیمتونو له ۷۰۰ څخه تر ۳۶۰۰ پوری لوړ شول. د ځمکو د کرایو هم دغه حال وه. په مسکو کې جرایم څو برابره زیات شول. د روبل قیمت په ۱۹۹۲ د یو ډالر په مقابل کې دوه روبل وه. په ۱۹۹۷ کې د ډالر په مقابل کې په زرګونو روبلو هم ارزښت نه درولوده. هم دغه اقتصادي ضربی روسیي کارګره طبقه له سختو غمونو او اضطراب سره مل کړه. یو لوري ته خو دوی د سوسیالیزم او کمیونزم په نوم د ۶۰ کالو لپاره د  سټالنیزم ډرامه تحمل کړه. چې له دوی څخه د خلکو سخت بد راغلل. خو د پانګوال نظام بیا رامنځته کولو عمل دوی یوې لوې کندې ته واچول. هم د دې له امله په رُوسیه کې ګډوډي، ټولینيزاضطراب او مایوسي ترخپل انتها ورسیدله. دغه اضطراب نه یوازې د روسیې په لاندنۍ طبقه کې د بحران باعث کیږی، بلکې د دولت او افسرشاهي د مختلفو دړو تر منځ د تضاد او ټکر لامل هم ګرځي. هم دغه تضاد د پوځ تر منځ هم تر سترګو کیدل.

د سوویت یونین ماتېدل د مارکسټانو لپاره څه نوي خبره نه ده، بلکې دا خبره زمونږ مشرانو له مخې کړې وه.

ټراټسکي په ۱۹۲۰ کې لیکلی وو، د یو سم قیادت په نشتون کې د پرولتاریه امریت(کارګره ډیموکراسي) به له کمزورۍ سره مخ شي او له غورځیدو سره به یی پر نړیوال سوسیالسټي انقلاب درنده اغیزه وشي، او بیا به له دې بُحران څخه راوتل ډیر وخت واخلي. مارکس په خپل کتاب (سرمایه) کې واضح کړی وو، چې ذرایع تولید په یو اقتصادي او ملکي چوکاټ کی زیږون کوي، نو که د دغه پر وړاندی ملکي اټکلونه یا د بل یو تنګ نظره  نظام دیوالونه خنډ اچوي، نو بیا دغه ذرایع تولید په ټولنه کې تنګوالی او ګډوډي رامنځته کوي، چې له امله یی ټولنه او دا نظام د تاریخي استبداد ښکار شي. او ډوبیدل یی اړین شي. په سوویت یونین کې هم دا څه وشول، هم دا خبره ده چې د سوویت یونین ماتیدل د مارکسیزم نفې نشي کولای، بلکې په یو منفی انداز کې  دغه ساینسي ریښتنوالي ثابتوي. پر دغه بنسټ دا خبره په ساینسي دلیل سره ویلی شو، چې نن هم د اکتوبر د مور د ژوغورنې په خاطر یو نوي او عصري سوسیالسټ انقلاب پکار دي----------------.پای

Translated by Wali Khan